Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 44567

زندان قندهار، نیشخندی تلخ برای عملیات های گنگستری/ دشبیر کاکړ لخوا

29 آپریل 2011, 20:00, توسط شبیر "کاکر"

د څو مياشتو راهسې مجاهدينو د قندهار د زندان د ماتولو پلان شروع کړى وو چې تقريباً ددې پلان عملي کولو څو مياشتې وخت ونيو پدې پلان کې د طالبانو او د مجاهدينو د کاميابي غټ ټکي داوو چې ددغه پلان ټول جزئيات له عامه طالبانو او مجاهدينو پټ وو زما په آند شايد ډير کم شمير مجاهدين پدې پلان خبروو ځکه که ډير مجاهدين په جريان کې واى نو د پلان د حنثى کيدو او ناکاميدو خطر زياتيده بل د قندهار زندان ته د څو سوه ميتري تحت الارضي تونل د ټولو تخنيکي مشکلاتو او خطراتو سره په کاميابۍ بشپړ شو چې زما په نظر دا کار د يوويشتمې پيړۍ معجزه ده هغه پدې چې په تقليدي او کلاسيکو زړو بيلچو او کولنگانو دا ډول عصري تونل کندل له انساني فهم نه لرې خبره ده.
هغه پدې که مونږ د يوه تعميراتي او يا معماري او حتى جيولوجي انجنير له نظره دغه اوږده تونل ته اوگورونو هرومرو به پدې خبره اعتراف وکړو چې دا يوه عصري معجزه او کرامت دى زه افغان دولت ته وايم چې ته ددغه زندانيانو د بيرته نيولو کوښښ ځکه مه کوه چې هغوى ستره قهرماني او علمي کارنامه تر سره کړې او که افغان دولت رښتيا هم افغانيت لري په نره دې اعلان وکړي چې دغه له زندانه وتلي بنديان قهرمانان دي او بايد ورته نړيواله د نوبل او نورې جائزې ورکړل شي لکه چې مو وويل دا ډول خطرناک تونل جوړول څه اسان کارندى ځکه پداسې کندلو کې د ځمکې د ښويدو اورالويدو خطر حتمي وي خو دا چې يو ځل بيا د احمد شاه بابا لمسيانو قندهاريانو د نورو قهرمانيو تر څنگ دا علمي او انجنيري استخباراتي قهرماني وکړه د مور شيدې دې شي.
زه ددې زندان ماتول په حقوقي او علمي لحاظ جرم نه بلکې عصري معجزه او د علم پرمختگ گڼم هغه پدې چې څرنگه يو مظلوم ټولگي پدې وتوانيد چې د عصري فرعونيانو د ظلم او ستم د اوسپنيږي قلعي (کلا) څخه په اتلوالې توگه ووځي؟!
د قندهار د زندان دوه ځل ماتول د دنيا د ټولو هغه مظلومو زندانيانو لپاره د ازادۍ زيرى دى چې دا وخت د طواغيتو او جبابيروو په تورو ظالمانه زندانونو او بالخصوص د باگرام، ابو غريب او گوانتانامو په زندانونو کې د وحشت نه ډکې شپې او ورځې تيروي او دامعجزه به ان شاء الله چې په کراتو مراتو له نويو ځوانان د تقدير وړ دي او افغان ملت ته پکاردي چې ددغه ځوانانو کورونو ته غټې غټې تحفې يوسي او په غاړه کې دي گلونه واچوي زه دغه پاک زړو په خداى او رسول او وطن مينو ځوانانو ته سلام کوم دوى خپل استاذان او قدوه گڼمه هغه پدې چې زما په نظر دوى ستره قهرماني کړې او داسې يو باب او دروازه يې پرانستې چې د ټولو مظلومانو لپاره دکيمياې سعادت او اکسير حيات مثال لري ځکه دا وخت د هيواد او نړۍ په کچه په زرگونو انسانان د سياسي ملحوظاتو له امله د زندانونو د تور تنبو او دروازو شاته د مظلوميت او عذاب شپې تيروي ما پخوا يو مضمون ليکلى وو چې د گوانتانامو زندان به څوک ماتوي؟! خو دادى اوس گورم چې هو داسې ځوانان شته چې زندانونه مات کړي د قندهار د زندان ماتول د بگرام، ابوغريب او گوانتانامو د وحشتي فاشيستي او امپرياليستي صليبي زندان د ماتولو پيلامه ده.
زما يقين دى چې د سبابا د به د قندهار د ځوانانو د ازادۍ زيرى او سلام د هوا په څپو کې د گوانتانامو قهرمانانو ته رسولي وي او په هغوى کې به يې د اميد او امل روح پو کړى وي گوانتانامو د قندهار د ځوانانو ابتکار ته سترگې په لار ده او هغه ورځ لري نده چې گوانتانامو په معجزانه ډول فتحه او ازاده شي هلته د طاغوت جوړه کړي فرعوني قلعه نسکوره شي شايد دا وخت د گوانتانامو اتلان په همدې فکر کې وي چې دغه يهودي امپريالستي زندان څنگه مات کړي زما په نظر ان شاء الله د گوانتانامو د زندان ماتول به د قندهار د زندان پشان معجزانه وي نړيوال به ان شاء الله دازيرى واوري خو اوس دې ته راځو چې د افغان دولت ځينې چارواکي او منسوبين څه وايي او څه ډول دغه ستره پيښه انځوروي د افغان دولت چارواکي هم په خپل مينځ کې په يوه خبره متفق ندي ددې دولت يو غړى او په افغان اولسي جرگه کې د قندهار د خلکو نماينده نور الحق علومي وايي: دقندهار د زندان پيښه ښيي چې يا مونږ او ده يو او يا له مخالفينو سره لاس لرو زه د ښاغلي علومي په ځواب کې وايم چې که تاسو او ده يې هغه بيله خبره ده خو مونږ د ښکيلاکگرو په موجوديت کې خوب پرځان حرام کړي هغه متل به دې اوريدلى وي چې څوک خوب کوي ميښه يې نرکټيان زيږوي بل عبدالرحمن بابا وايي:
خوب خندا په بيغمي کيږي رحمانه
څوک چې ماغوندې غمژن وي څه به خوب کا
او دا چې ته وايي چې تاسو له مخالفينو سره لاس لرئ نو زه به دومره درته ووايم چې افغان ملت ټول له مخالفينو سره لاس لري که د الله جل جلاله نه وروسته د افغان ملت مرسته نه وي دارنگه معجزي تحقق نه مومي او نه د کوم کار د پرمختگ تصور کولاى شو نو علومي صاحب لدې پيښې معلوميږي چې افغان ملت له يوه سره له مخالفينو سره تړاو لري او دا ځکه چې د هيواد چارواکي له اشغالگرانو سره لاس او تړوا لري نو ستا دا خبره سمه ده چې اولس له مخالفينو سره لاس لري او دا خبره د لمر پشان واضحه ده چې افغان اولس له هر ملي او اسلامي ننگيالي او جنگيالي سره تړاو لري ځکه دا مقاومت او دا خوځښت افغان ملت شروع کړى او د همدې اولس پرمټ به ان شاء الله د بري بريد ته رسيږي قندهار د زندانونو د ازادۍ پيلامه ده.
بل خوا د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي:
چې د قندهار له زندان تيښته د زندان د کارکوونکو له همکاري پرته ممکنه نده.
خو مونږ د عدليي وزير ته وايو چې که د زندان کارکوونکو همکاري کړې هم نه واى داکار به ترسره کيده ځکه ددې کار په شاکې کلکه اراده اوراسخ ايمان موجود وو اوس نو د عدليې وزير صاحب خپله ناکامي د زندان په خوراکيو ساتونکو چې شايد لدې پيښې سره هيڅ ډول تړاوونه لري مه اچوه د زندان خوراکيان به ددغه ډول ناببره غيرمترقبه پيښومخه څه ډول ونيسي بل خوا د مشرانو د جرگې غړي وايي چې د قندهار پيښې ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راوستي خو ددغه جرگې جنابانو دا ونه ويل چې ملي حاکميت دا يوولس کاله کيږي چې تر پوښتنو لاندې دي.
خو دارگ چارواکي وايي چې: د کندهار چارواکي بايد د بنديانو د تيښتي په اړه اولس قانع کړي زه د ارگ چارواکو ته وايم چې افغان اولس د قندهار د پيښې په اړه هيڅ ډول تشويش نلري او پدې پوه دي چې لدغه زندانه د اولس حقيقي بچيان ازاد شوي چې بيرته به د همدغه اولس لپاره د خدمت مصدر او گرځي ځکه دوى د دين او اولس د خدمت په تهمت زنداني شوي وه نو که تشويش وي هغه به د دولت له چارواکو سره وى چې دا وخت د امريکايانو تر پوښتنو او انگيرنو لاندې دي په هر صورت د قندهار ځوانانو ته او بالخصوص ددغه ځوانانو يوه تکړه سپه سالار ښاغلي ډاکټر نثار احمد جمشيد ته او ددغه زندان څخه ټولو وتلو اتلانو حزبيانو او طالبانو ته د زړه له کومې مبارکي وايو او همدا ډول ددغه اتلو ځوانانو کورنيو، خويندو، ميندو، ميرمنو او ټول اړونده اعضاوو ته هم په خپل وار سره مبارکي وايو او له الله جل جلاله څخه اميد لرو چې د هيواد او نړۍ په سطحه نور طاغوتي صليبي زندانونه بالخصوص د گوانتانامو وحشي زندان مات او ترينه د هيواد او امت اتلان ازاد کړل شي د هيواد نور زندانونه هم د قندهار په څير د ازادي ارمغان او زيرى ته متظر دي او دا ورځ لرې نده لږ همت او ډير فکر ته اړتيا لري په همدې هيله

جستجو در کابل پرس