Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 45097

جنایات سیستماتیک حاکمان افغان و کوچی ها در زمان عبدالرحمان به روایت رسانه های بین المللی

11 جون 2011, 18:51

پښتون د نړۍ يوازينى قوم دى چې له پېدايښته تر اوسه پورې د ګڼ شمېر انقلابونو، بدلونونو، درپه دريو ، جګړو او نورو شاهد پاتې شوى دى خو له بده مرغه دغو ټولو نارورينو بيا هم ونه شواى کړاى دغه قوم بدل کړي. که نړۍ هر څومره هم بدله را بدله شوه خو پښتون پښتو کړې او په هماغه پخواني حال پاتې دى. پښتون لا اوس هم ورور وژني، تربور دښمن بولي او په خپل کور کې تر خپلو په پرديو زيات خوشحاله دى.

دا خبره مي ډېر ځايه کړې چې که پښتون بدل نه شي نو هغه وخت ليرې نه دى چې څوک به خپلو اولادو ته د پښتون قوم کيسه داسې کوي چې :

((وو نه وو يو قوم وو د پښتانه په نامه يادېده . دغه قوم د نړۍ تر ټولو سرټمبه قوم وو، تل به يې په نورو پسې خندل خو په خپل څېرې ګېروان يې کله هم اوښکې توى نه کړې. پښتانه چې به په کوم ښاخ ناست وو هماغه ښاخ ته به يې اره نيولې وه او پرې کاوو به يې. ورور او تربور يې تر ټولو سخت دښمنان وو او د بل د پاره به يې وژل، په پرديو هېوادونو کې به يې مزدورۍ کولې ودانۍ به يې جوړولې خو چې خپل هېواد ته به لاړل نو جوړې ودانۍ به يې نړولې، په خپل هېواد کې ورڅخه جوړ پول او جوړ ښوونځى نه پاتې کېده، په نورو هېوادونو کې به يې د خلکو لوڼې ښوونځيو ته رسولې خو د خپل هېواد نجونې چې به يې ښوونځي تلې پر لاره به يې پر مخ تېزاب ورپاشل، هلکان زدکوونکي به يې په دې ګناه چې ښوونځي ته ځي په اور د پسه غوندې الېيل، روغتونونو ته به يې اور اچاوو او ډاکټران به يې په ګوليو ويشتل، مړي به يې په عطرو لمبول خو زوم به يې په تار حلالاوو، د بل په هېواد کې به يې پوليس ته درې فوټه سلام کاوو خو خپل پوليس به يې ژوندي نه پرېښودل. د کافر او مسلمان په نامه يې يو بل ووژل، په خپلو کې به يې يو بل د پرديو غلامان بلل او په دې توګه به يې يو د بل مرګ ځان ته روا کاوو ، په اسلام نه پوهېدل خو ځانونه يې د نړۍ ښه مسلمانان بلل

نړۍ ډېر وس وکړ چې دغه قوم سم کړي خو مور زاده کاږه نه سمېږي اخير هغه وو چې خپل ځان يې په خپله تباه کړ .

بچيه! دغه اوس چې کومې ښځې په بازارونو کې خير ټولوي او مونږ يې چيچګرې بولو دا د هماغه قوم پاتې شوې کونډې دي. که غواړې ښه ژوند ولرې نو د پښتانه له دغو پاتې شويو کونډو څخه عبرت واخله.))

بيا هم وايم چې که پښتون ځان بدل نه کړي د تباهۍ کندې ته لوېږي. دوى اوس هم د بل په غلامۍ فخر کوي. خو دې ته نه ګوري چې بادار تر دوى وړاندې له خپل غلام سره څه ډول چلند وکړ.؟

رښتيا زما خبره خو د عوامي نېشنل ګوند په اړه وه خو بيخې بلې خوا ته لاړه .

نو عوامي نېشنل ګوند د پښتونو يو تر ټولو لوى ملتپال ګوند دى چې له پيل راهسې بيا تر څو مياشتې وړاندې پورې يې د پښتون د يوالي خبره کړې ده. د پښتانه د حق چيغې يې وهلې او د دغه قوم په زړه د راکښل شويو کرښو پاکوال يې غوښت خو په دې ورستيو وختونو کې خورا بدل شوى دى .

تاسې ته به يې حافظه خرابه شوې ښکاري خو زه يې مړ بولم. څه موده وړاندې ددغه ګوند لوړ پوړي مشر او د خيبر پښتونخوا ايالتي وزير بشير بلور په وازه خوله چيغې کړې چې :

اې طالبانو منډه واخلئ او په افغانستان کې جهاد وکړئ. هلته کفر دى او هلته جهاد روا دى. د ډيورنډ تر کرښه را دې خوا په پاکستان کې سپين اسلام دى دلته جهاد ترهګري ده او زمونږ پاکستانيانو وژل کفر دى.

مونږ چيغې وکړې چې وه بلور صاحب خبره دي غلطه کړې. ملګرو ته مو يې چيغې وکړې چې بلور صاحب ته فتحه ورکړي خو هغوى اوس په ډېرو لوړو حکومتي چوکيو ناست دي او له سپېرې ځمکې څخه زمونږ چيغې يې تر غوږونو نه رسېږي. مجبوره شوو چې په خپله ځان ته تسلي ورکړو چې ياره بلور صاحب تېروتى وو خير دى بيا به داسې نه کېږي. خو ده د نر بچې دوه واره نور هم خپلو طالبانو ته پر مونږ د بريد قومنده ورکړه. په دې خاطر چې پنجاب خوشحاله کړي.پښتون که ووژل شي هم خو خپل ورور يې دى يا به يې تربور وژل کيږي او تربور خو دى د تروږمۍ مېږوى بولي چې بايد که په خپله وي که د پنجاب په مټو خو چې له بېخه يې وباسي. پنجآب دي خداى ورته جوړ لري چې ده ته يې داسې نرمه ګرمه چوکۍ ورکړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند ځينې غړي چې چوکيو ته لا نه دي ختلي او لا هم پر ځکه ګرځي هغو ته مو مخامخ وويل چې ياره دا بلور صاحب ليږ سم کړئ زمونږ خوا بدېږي د هغوى ځواب دا وو چې بلور خداى په لار کړى سړى دى خو دا ده چې ليږ لېونى غوندى دى خير دى په هر چا کې يو لېونى وي. له مجبورئ مو بيا هم ښه وايساوو.

خو تېره ورځ د يادې ډلې يو بل درانه مشر هم ګلا پاشلي دي دا خو يې هاغه پر سد سړى وو . امير حيدر هوتي يادوم.

څو ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا په دير کې د پوليسو په پوستو بريدونه شوي وو چې زيات قربانيان يې پښتانه وو. تېره ورځ ( د جون پر نهمه ) هوتي صاحب دغې سيمې ته تللى وو او هلته يې يوې غوندې ته د خبرو پر مهال وويل چې :

په دغه پېښه کې افغان دولت لاس درلود، افغانان او ناټو غواړي مونږ ووژني او دا خبره مونږ ته د منلو وړ نه ده مونږ بايد د ځان دفاع وکړو.

وروره ته څوک يې او زه څوک يم ؟ پرونۍ خبرې دي هېرې شوې؟ تر پرونه دي خيبر پښتونخوا د افغانستان برخه بلله نن وايې افغان دولت په پاکستان کې لاسوهنې کوي. تر ډيورنډ کرښې طالبان دې خواته رالېږي او پاکستانيان پرې وژني .رښتيا هم څه چې په ځان کې وينې هغه په جهان کې وينې . رحمان بابا رح وايي:

و هر چا ته په خپل شکل څرګندېږم

اينې غوندې به رويه بې ريا يم .

اخېر دي زما په تندي کې ځان وليد؟ ورورهِ! اخير دي د پنجابي د پاره د خپل سکني ورور دښمني پيل کړه؟ هغه چې تا د پښتانه د پاره کاوو هغه سياست دغه وو؟ افرين شه څه ښه دي پښتون سره يو کړ، څه په خوند دي د پښتنو پر زړونو را کښل شوې کرښې ړنګې کړې، هغه زما او ستا شريک دښمن دي هم ښه وپېژاند، ښه غچ به ورڅخه واخلې.

وروره! زه پوه شوم چې ته رښتيا پښتون يې، هماغه د پښتانه کار دي وکړ، د دښمن په خوا کې کېناستې او ورور ته دي د ټوپک شپېلۍ سيخه کړه خو خداى ته وګوره دغه ماشه دي يو وار مه ټينګوه يو دوې خبرې لرم.

وروره ! ليږ شا ته وګوره همدغه پنجابي چې اوس يې ته په جګه چوکۍ کښېنلوى يې تر دې وړاندې پر دغه چوکۍ له ناست پښتانه سره څه وکړل؟ ياد دي ؟

قدير خان دي په ياد دى ؟ هغه چې تور پنجاب يې د دونيا سيال جوړ کړ. هغه چې پاکستان ته يې بې ساري چوپړ وواهه. اوس يې څه حال دى؟ پنجاب څومره ونازاوو.

تازه بېلګه يې شاهد اپرېدى ښه به يې پېژنې. له هغه سره يې څه وکړل ؟

اې د شاهد اپريدي يوه خبره را ياده شوه سړى ورته حيرانېږي په خداى. څه موده وړاندې چې د کرکټ نړيوالې سيالۍ روانې وي. دغه وخت ځينو پښتنو هم د پاکستان لوبډلۍ ته دوعاوې کولې لامل يې دا وايه چې مشر يې پښتون دى او نوم د پښتون يادېږي خو د پاکستان او هند تر لوبه مخکې زمونږ يو خبريال ملګري له شاهد اپريدي سره مرکه کوله ور څخه ويې پوښتل چې اپرېدى صاحب ګڼ شمېر پښتانه ستاسي له وجهې د پاکستان بشپړې لوبډلې ته دوعا کوي تاسې دغو پښتنو ته څه پيغام لرئ؟ ډاډ ورکولاى شئ چې د پښتانه نوم به لوړ وساتئ؟

پښتون صاحب په ځواب وايي :

(( جي زه هيڅکله د پوختانه د پاره لوبه نه کوم. نه پوختانه ته څه پيغام لرم. زمونږه لوبه د پاکستاني قوم او پاکستان د پاره ده نه د پوختنو د پاره. ))

وه هلکه په غبرګو سترګو ړوند شې دومره خو ووايه چې ( انشاالله) او بس.

دې نورو خبرو ته څه حاجت وو چې زه پښتانه ته پيغام نه لرم زه د پنجابي په مقابل کې پښتون هېروم دا ده او ها ده .ودي ليدل پنجابي څومره مينه ورکړه.

خو ښه شوه او ډېره ښه شوه له څو کالو را په دې خوا د پاکستان اتل او له پېړيو را په دې خوا د خړ خيبر بچى ؟ اوس د پنجاب او پاکستان له لاسه ژاړي. اوس بېرته پښتانه اوښکي تويوي.

هغه اپريدى چې د پښتنو د يو قاتل ګوند متحده قامي غورځنګ د خوشحالولو د پاره يې ټول پښتانه په يوه څپېړه ووهل او د يادې ډلې د لاسه چې دى يې غړيتوب اوس هم لري سلګۍ وهي.

هوتي صاحب! ستا انجام هم راته داسې ښکاري. ستا نه بلکې د پاچا خان له لارې د اوښتې عوامي نېشنل ډلې . ټوله ډله ځکه يادوم چې څه موده وړاندې بلور صاحب خپلو طالبانو ته پر مونږ د بريد قومنده ورکړه تاسي ويل په هر چا کې يو لېونى وي مونږ هم بلور لېونى وباله او خپله مو خپل ځان ته تسلي ورکړه خو نن دا دى تا ليونتوب وکړ. ته به مو هم ليونى بللى وې خو که دي شا ته افتخار حسين او د ډلې نور مشران نه واى ولاړ.

اوس نو داسې مالومېږي چې په ډله کې پاتې کسانو مو له څېلمي د ليونتوب اوبه څښلې دي.

وۍ رښتيا د لېونتوب اوبه به همدغه د واک شراب خلک ښيي چې تاسي يې اوس ليونتوب ته رسولي ياست. په هر هال زمونږ درباندې زړه سوځي چې سبا بيا خپل ځپل شوي قوم ته ژاړي يا يې غاړې ته لوېدلى لاس يې راشه اوس لا ليږ فکر وکړه . تا لاره غلطه کړې تا کعبه غلطه کړې ده او دا مهال پنجاب ته روان يې مشره

جستجو در کابل پرس