Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 45773

شرکت کامران میرهزار در گردهمایی بزرگ شاعران جهان در کلمبیا

13 جولای 2011, 15:36, توسط Najibullha Pason

بلخ ادبي خوځښت: مومند با با ادبي بهير اونيزه غونډه وكړه

راپور: نجيب الله پاڅون

بلخ ادبي خوځښت: مومند با با ادبي بهير اونيزه غونډه وكړه

بلخ ادبي خوځښت څانګې مومند بابا ادبي بهير او نيزه غونډه د ۱۳۹۰كال د چنګاښ د مياشتې په ۱۰ مه نېټه، ماسپښين درې بجې د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې تر سره كړه.

غونډه د قرانكريم په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويى چارې يې اسدالله نوري پر مخ وړلې.

په مشاعره كې بسم الله پېژند د مېلمه او توريالى جلالزى د كوربه په توګه وټاكل شول او وياند غوښتنه ترې وكړه، چې غونډه وڅاري او په پاى كې يې په اړه نتيجه ګيري وكړي.

د تېرې اونۍ ګذاش نجيب الله پاڅون ولوست چې د ګډونوالو لخوا خبرې پرې وشوې.

جاويد واك ګذارش وستايه،خو زياته يې كړه چې په راپور كې د مشاعرې ځينې برخې نه وې را اخيستل شوې. نوموړي زياته كړه دا چې د پاڅون لومړى ځل دى چې راپور ليكي نو لاهم دوه اونۍ مخكې لري. كه هڅۀ وكړي نو تر ډېره به د ګذارش ليكلو كمال زده كړي.

بريالي جلالزي هم د تېرې اونۍ ګذارش ښه وباله او ويې ويل هرڅوك په پيل كې ځيني وړې ستونزې لري چې د وخت په تېرېدو او دملګرو په مشورو سره بيا دا ستونزه له منځه ځي.

وروسته ازاده مشاعره د نجيب الله مينه وال په شعر پيل شوه چې تر پايه د ملګرو لخوا په ګرمو چكچكو بدرګه كېده.

په غونډه كې د شعرونو تر څنګ نثرونه هم ولوستل شول.

د غونډې مېلمه بسم الله پېژندننۍ غونډه وستايله او خوښي يې وښوده چې د ملګرو په استعدادونو كې د پام وړ بدلون راغلى.

نوموړي وويل كه چېرې همدې لړۍ ته دوام وركړو نو لرې نه ده، چې په بلخ كې به مو خپلې ژبې او كلتور ته ډېر كار كړى وي.

ورپسې د غونډې كوربه توريالي جلالزي په خپل وار سره ګډونوالو ته ښۀ راغلاست وويل او زياته يې كړه.

دا زموږ دنده ده چې د ځان تر څنګ د خپلو نورو پښتنو ځوانانو د استعدادونو د روزلو په برخه كې هڅې وكړو.

جلالزي وويل: تر ډېره بايد هڅې وكړو چې د خپلو ګډونوالو شمېر تر دې هم زيات كړو تر څو په راتلونكي كې په ښه توګه د خپلې ژبې او كلتور د خدمت جوګه شو.

د يادونې وړ ده چې مومندبابا بهير په خپله هره اونيزه غونډه كې د كره كتنې بېله برخه لري چې يوه اونۍ په شعر او يوه اونۍ په نثر كره كتنه كوي، د غونډې يو ګډونوال خپل مطلب د كره كتنې لپاره يوه اونۍ مخكې غوره كوي او ملګرو ته يې وركوي چې دا ځل ټاكل شوي كس په مشاعره كې شتون نه درلود نو ځكه دغه برخه ترسره نشوه

غونډه د اسدالله نوري په دعايې پاى ته ورسېده

جستجو در کابل پرس