Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 47228

در حاشیهء ترور احمد ولی کرزی و مروری بر رویدادهای گذشته

29 آگوست 2011, 16:59, توسط احمد طارق فیض

د کمکي اختر په مناسبت د حزب اسلامی د امیر ښاغلي حکمتيار پيغام:

إن شاء الله اشغالگران به وځي، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ،

افغانانو ته توصيه كوم چي په جهاد كي فعاله برخه واخلئ، په لاس، ژبه، قلم، او خپل مال سره د مجاهدينو مرسته وكړئ،

مجاهدینو ته توصیه کوم :هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، كلينكونو، پلونو، دفترونو، عام المنفعه تأسيساتو او هغو ځايونو كي چاودني كوي چي عام ولس ته په كي تاوان رسېږي،

بسم الله الرحمن الرحیم

Iwr&… ¨bÎ) uŽóÇnS «!$# Ò=ƒÌ s% ÇËÊÍÈ البقره: ‏214

گرانو هېوادوالو!

د ايمان او عزت د سنگرونو مدافعينو!

وروڼو خوېندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو روژې، لمونځونه، طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او ستاسو هيلي ترسره كړي او راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرايض لرم:

الحمد لله د روژې مياشت له ډېرو بركتونو سره توأم وه، د سترو سترو برياوو او فتوحاتو زېري ئې له ځان سره درلودل، د ميدان وردگ د تنگي تاريخي پېښه هم په دغي مباركي مياشت كي رامنځته شوه چي په ترڅ كي ئې د چينوك هيليكوپټري په رانسكورېدو سره دوه دېرش امريكايي كوماندو او د دوى اته ناافغان مزدور جنگيالي ووژل شول، سپينه ماڼۍ پرې ولړزېده، پنټاگون دې ته اړ شو چي د وراوښتي شرم او سپكاوي د جبران لپاره ستر دروغ ووايي او ادعاء وكړي چي د هليكوپټري نسكوروونكى مجاهد ئې وژلى!! خو هغه هم دF-16 په وسيله!! او دا هغه ښكرور درواغ دي چي د نظامي چارو يوه عادي زده كوونكي ته هم پرې خندا ورځي، په F-16 كه د دوى پيلوټ په پوخ سړك روان زوړ روسي ټانك هم وويشتى شي كمال به ئې كړى وي!! عجيبه به وي كه د امريكا ولس په داسي خندوونكو خبرو دوكه شي!! او امريكائي چارواكي داسي خوشې او بېهوده ادعاء ومني!! د دښمن د اعتراف له مخي په دې مياشت كي د مجاهدينو پرله پسې بريدونه او د اشغالگرانو تلفات دومره زيات وو چي د اشغال په لس كلن تېر تاريخ كي سابقه نه لري. د ميدان وردگ د زړه ورو مجاهدينو په مباركو لاسونو د دې چورلكي د نسكورېدو پېښي له يوې خوا دښمن ته وښوده چي هر څومره زيات پاته شئ همدومره به ستاسو تلفات زياتېږي، په هيڅ توگه نشئ كولى د مقاومت د ورځ په ورځ ځواكمنېدو او پراخېدو مخه ونيسئ او له بلي خوا ئې مجاهدينو ته دا درس وركړ چي دې ته ورته عملياتو ته پام واړوي، بايد متوجه وي چي په كمين كي ناست يو زړه ور او هوښيار مجاهد په خپلي پيكا او راكټ سره كولى شي دې ته ورته نه هېرېدونكې حماسې جوړي كړي. د دې پېښي او دې ته ورته عملياتو اغېز دومره ژور او پراخ دئ چي نه يوازي اشغالگران به زموږ له هېواده ژر تر ژره وتلو ته اړباسي بلكي هغه مترصد نږدې او لري يرغلگران به هم بياكتني ته اړباسي چي غواړي د شوروي اتحاد او امريكا ترخې او ناكامي تجربې تكرار كړي.

بايد ډاډه وئ چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، د خپلو ولسونو تر جدي فشار لاندي دي او له افغانستانه د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، د بريتانيا وروستي پاڅونونه د همدې جگړي پايلي دي، دا پاڅونونه ښيي چي د عربي ديكتاتورانو په ضد راغلى بهار غرب ته د غزېدو په حال كي دئ. له بلي خوا د مقاومت لمنه ټول هېواد ته خوره شوې، پر دښمن د مجاهدينو بريدونه پراخ شوي، ملت ورسره د يو ځاى كېدو په حال كي دئ، ځيني د دښمن پر قطارونو مسلسل او پر له پسې مرگوني بريدونه كوي، ځيني د قهرجنو مظاهرو او د اشغالگرانو د بيرغونو په سوزولو سره له دوى خپله كركه څرگندوي او غوښتنه كوي چي بهرني ځواكونه دي ژر تر ژره زموږ له هېواده ووځي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي. حالت همغسي دئ لكه د روسي فوځونو له وتلو څو مياشتي مخكي حالت.

دښمن لالهانده دئ، د زخمي مار په څېر هري خوا خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. زموږ مؤمن او هوښيار ولس بايد دې ته متوجه وي چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس.

جستجو در کابل پرس