Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 46652

نشر عکس جعلی "داکتر عبدالله عبدالله" در وب سایت شوونیستی"کابل پرس"

12 آگوست 2011, 14:48

12.08.2011 روهی ویب

يوې اعتباري سرچينې روهي ته ويلي، چې په دې وروستيو كې د اميد او ايتلاف ډلې مشر او د شمال ټلوالې غړي عبدالله عبدالله په فرانسه كې له يوې افغان پېغلې سره له كورنۍ او خپلې ډلې پټ واده كړى، خو اوس يې همداسې پرې ايښې ده.

ويل كېږي،چې په دغه واده كې د عبدالله عبدالله د عشق تر څنګ ځينې پټې موخې هم درلودې، چې لا هم بربنډې شوې نه دي.

سرچينه وايي، چې دغه پېغله مريم نجفي نومېږي او دم ګړى په كابل كې د خپل حق اخيستلو په موخه عبدالله عبدالله پسې سربداله ګرځي.

سرچينه زياتوي، چې د عبدالله د عشق كيسه هغه وخت يو څه بربنډه شوه، چې د مريم نجفي په كابل كې د عبدالله د لټون په ترڅ كې د بشر د حقوقو له خپلواك كمېسون څخه مرسته وغوښته. مېرمن نجفي عبدالله بشرحقوقو ته عريضه كړې، چې دا نور د دې پټې رشتې د خوند ساتلو وس نه لري او غواړي چې عبدالله عبدالله يې په سپين ميدان قبوله كړي.

نوموړې ويلي، چې څه موده وړاندې ورسره عبدالله عبدالله په فرانسه كې واده كړى، او شپې يې ورسره تېرې كړي دي.

مريم عبدالله دا هم ويلي، چې كه چېرې يې عاشق په سپين ميدان د خپل عشق اقرار نه كوي؛ نو هغه حق دې وركړي، چې يوه مېرمن يې پر يو مېړه باندې لري.

يوې بلې سرچينې ويلي، چې عبدالله عبدالله هند ته وتښتید او موضوع يې امرالله صالح ته پرېښوده او هغه نجلۍ ګواښلې ده که له دې خبرې لاس وانخلې وبه ووژل شي.

جستجو در کابل پرس