Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 47123

حذف مشرقی از هرم قدرت توسط قندهار؛ رقابت های قبایلی بالا گرفته است

25 آگوست 2011, 09:45, توسط شېرشاه منصور

د تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان د تلوېزیونونو له لارې تر سترګو کېږي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی الحاج عبدالظاهر له قانون نه د ملاتړ ټلوالې سره د ولسي جرګې انګړ کې پلتۍ وهلي دي. نږدې هره شپه لیدل کېږي چې حاجي صیب د شمالي ټلوالې، او نورو ستمیانو تر منځ د هغوي د چایچکو په شور کې انقلابي ویناوې کوي.
دا به ډېره ښه او د قدر وړ خبره وي چې حاجي صیب را پاڅېږي او په هېواد کې د نابرابریو او له قانون نه د سرغړاویو په وړاندې درېږي او د رښتیا چغه پورته کوي. آخر د ننګرهار خلکو خو د همداسې یوې سپېڅلې موخې لپاره د ده صندوق ته د هوکړې کاغذونه ارتېیلي دي.
خو د خپګان ځای پکې دا دی چې له بده مرغه حاجي صیب څخه په دې تېرو څو ورځو کې د هېواد بیرغي دښمنانو، ستمیانو، او د ایران نورو تالي څټو ډېره بده استفاده پیل کړې ده. حاجي صیب ته چې په کومو غونډو کې نن سبا چایچکې وهل کېږي هلته د لطیف "بدرام" او فاضل "سګچارکي" په څېر خلکو باداري ده، هغه خلک چې د دې وطن له وجود نه سرب منکر دي، هغه وطن چې د حاجي صیب پلار، ترونو، او د کورنۍ لسګونو غړو یې د ساتلو لپاره سرونه نذرانه کړل.
پرون چې حاجي صیب ظاهر کومه غونډه کې ګډون کړی و، هغه غونډه لطیف بدرام په خپله ایرانۍ لهجه پیل کړه، او د هېواد روان نظام او جوړښت ته یې تېره ګواښونه وکړل. په ده پسې ګڼ نور پېژندل شوي ویناوال هم وګواښېدل. په پای کې چې د حاجي صیب ظاهر وار ورسېده، ما د ځانه سره وویل چې ځه اوس خو به بلاخره څوک یو ټکی پښتو ووایي، او لږترلږه به رښتیا ووایي. خو زه ډېر سخت غلط ثابت شوم، او زما یواځینی استاځی حاجي صیب ظاهر، چې ما ترې نه ډېره هیله درلوده، هغه هم په پاړسي ګډ شو.
دې سره ماته د نږدې لس کلو پخوا یوه تاریخي پېښه را په زړه شوه. کله چې د افغانستان لپاره د بن لومړنۍ نړیواله جرګه ناسته وه، نو دوه پرلپسې ورځې په ټول تالار کې څوک یو ټکی پښتو ونه غږېده. د غونډې په دویمه ورځ د حاجي ظاهر پلار، ارواښاد شهید حاجي قدیر راولاړ شو، او څرګنده یې کړه چې په کومه ناسته کې چې د افغانستان د ټولو نه لوی قوم، او دهغه قوم ژبې ته درناوی نه وي شوی، په داسې غونډه کې زه په ګډون کولو ځان تاریخ ته نه ملامتوم. همدا پېښه وه چې حاجي قدیر تر ننه پورې په پښتنو کې په ښه نوم یادېږي. خو د زمانې جفا ته ګوره چې د همغه اتل حاجي قدیر زوی نن د بدرام غوندې ستمیانو په لومه کې نښتی دی، او په خپله ژبه غږېدو باندې شرمېږي.
زه حاجي صیب د کرزي د فاسدې ادارې په وړاندې د غږ پورته کولو نه نه ستنوم، خو هغه څه چې ما ځوروي هغه د ستمیانو په لاس کې د حاجي صیب لوبېدل دي. حاجي صیب به ډېر ښه برېښېدلی و که ده په همدې غونډه کې له افغانستان نه دفاع کړې وه، او ستمیانو ته یې د هغوی د ګواښونو خوله ماتونکی ځواب ویلی و.
که چېرې حاجي صیب غواړي چې د خپل پلار په څېر د خلکو په من کې یو مثبت نوم وګټي نو په کار دی چې د ستمیانو له هېواد دښمنه کړو وړو نه ځان نااړونده کړي، او په چارو یو خپلواک دریځ خپل کړي.

جستجو در کابل پرس