Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 47668

«باری جهانی » يا انتحاری جهانی ؟

15 سپتامبر 2011, 23:44, توسط د ولی لخوا

دوستانو ته سلام!

۱. یوه ورڅ زما یو ایرانی دوست یو ډیر ښکلی فارسی شعر په انګریزی ژبه زما بل انګریز ملګری ته ترجمه کاوه په دی لړ کی یو ځای را ورسید چی (ابرویت دمب مار) په انګریزی ترجمه شو. چی ګورم انګریز دوست مو بیخی حیران شو او له ورایه معلومید چی غواړی وخاندی خو نزاکت یی مراعات کړ او ځان یی ټینګ کړ او ځو شیبی یی د مار په لکی ټوکی کولی چی قیصه یی اوږده ده۰
د شعر په معنی او خوند هغه څوک پوهیږی چه یا د ویل شوی شعر په ژبه ښه پوه اوسی یا له هغی معاشری سره ښه بلد وی چی شعر ور څخه را پاڅیدلی او یا هم حد اقل مثبت ذهنیت ولری۰

۲. شعر یو هنری اثر دی چه د انسان ناقص ذهن سنجولی وی۰ دوستان باید پوه شی چی یو خو د انسان ذهن مکمل ندی او بل تر اوسه هیڅ بی عیبه هنری اثر په دنیا کی نشته۰ موږ که ځیر شو نو ډیری نیمګړتیاوی د نړی په سطحه د مشهورو شاعرانو او هنرمندانو په آثارو کی پیدا کولی شو۰

۳. د هری خبری او عمل لپاره رنګارنګ ترجمی او مختلف برداشتونه کیدای شی۰ د ترجمو او برداشتونو ډول د اشخاصو تربیه۰ سابقه۰ سیاسی او قومی ذهنیت او داسی نورو عواملو پوری اړه لری خو په ټولو ترجمو او برداشتونو کی یوه د اصلی پیښی۰ عمل یا خبری منطق ته نژدی او واقعی ترجمه یا برداشت وی۰ د جهانی صاحب شعر ډیر واضع دی . خوند لری او د ملا په ذریعه د یو غولول شوی ځوان او مور ډیالوګ دی۰
ما ته ډیره د خندا وړ خبره ده چی سیاسنګ ته د مور په پرتله د ځوان خبری منطقی معلومیږی (جار شم ککره).

زه خو وایم چی د کرزی او نورو وزیرانو دی خونه ړنګه شی چی د سیاسنګ غوندی منطق او عقل ژوندی دی او دوی خپله چوکی نه ورته پریږدی۰

جستجو در کابل پرس