Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 48596

امیر عبدالرحمان پس از صد سال سخن می گوید

8 اكتبر 2011, 10:21, توسط غلام محمد زرملوال

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا
دې پراګراف ته د ځواب ورکولو په تکل اړينه ده چې لومړى د "ډيورند لاين" د چيرته والي او څه والي په اړه مطالب راټول کړو:
د امير عبدالرحمن خان له ژوند ليک، تاج التواريخ، څخه دا خبره په غوڅه توګه جوته ده چې نوموړى او پرنګى دواړه د يوه بل پر عزايمو شکمن وو. له همدې کبله ده چې، د وخت له تيريدو سره، د برتانوي کلونياليزم واکدارانو له خوا د امير تعريف او پيژندتيا په بدليدو وه. د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزير، مورټايمر ډيورند، په يوه وينا کې امير عبدالرحمن "سرټمبه او د ناباور وړ متحد" بلي.
د ١٩ پيړۍ په وروستۍ لسيزه کې د برتانيا پرخلاف د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ملت د پاڅون په اړه د يوه رپوټ په ترڅ کې، يو برتانوى افسر، ليفټيننټ ټي - پي ډوډل، ليکي چې "د افغانستان امير، له موږ سره د انډيوالۍ له اظهار او ډيورند لاين سره-سره، په دې ناراميو کې لاس لري. درۍ مياشتې پخوا په ١٨٩٧ کال کې امير دافغانستان هرې برخې ته خپل کسان استولي وو چې اولس د جهاد لپاره چمتوکاندي... نوموړي بيا اتيا زره توپک (چې په کابل کې د انګريزي ماهرانو تر لارښوونې لاندې جوړيدل) په دوه-عشاريه شپږ بيه [مالومه نه ده چې په "دوه روپۍ او شپږ آنې او يا په دوه شلينګه او شپږپنسه – ځکه چې په انګريزي متن کې 2/6 each- ويل شوي] په سرحد کې پر خلکو پلورلي دي. د دې کار په کولو نوموړى له دې کبله توانېدلى چې له موږ سره د هغه د انډيوالۍ د تضمين لپاره د سبسايډي په توګه ډېرې پيسې ورکوو." [ويکتوريا سکوفيلډ – ١٠٧ مخ]
په هرحال، په هغه وخت کې يې "اوسپنيز امير" ته اړتيا لرله او له همدې کبله يې په خپل څنګ کې ساتۀ. مگر کله چې "برتانوي راج" د افغانانو پرضد "فارورد پاليسي" بيا پيل کړه، نو له عبدالرحمن خان سره د "انډيوالۍ" نقاب يې څيرې شو. زړې پاليسۍ ته د پرنګي د بيا ګرځيدو نښې هغه وخت څرګندې شوې کله چې کلونيلستي حاکمانو د خپلو پوځونو د خوځولو او اډه کولو په موخه په ختيځ او سهيلي افغان-خاوره کې د سړکونو او ريلګاډو په جوړولو لاس پورې کړ. د دې غزونو په منځ کې يو هم په بولان کنډو او په کوژک غره کې د تونلونو پريکول وو. دا له کوټې تر چمن پورې په پنځوس ميله واټن کې بنا شوي وو. پدې هکله د خپلې غوسې او ناتوانۍ د ښودلو په ترڅ کې، امير عبدالرحمن خان په خپل ژوند ليک کې وايي چې: "د کوټې-چمن د ريلګاډي پټلي د يوې چړې په شان ده چې زما ځيګر څيري."
د امير او پرنګي واکمنو تر منځ د تاوتريخوالي بل لامل دا و چې عبدالرحمن خان د ملي مسايلو په هکله د ګرد افغانستان له قومي اوقبايلي مشرانو سره سلا کولو ته دوام ورکاوه. امير دا خپل حق بالۀ چې له هغوافغانانوسره، چې سيمې يې د ګندُمک د توافق پر اساس برتانيا ته په کرايه ورکړ شوې وې، په تماس کې وي. پدې برخه کې په "ليز" ورکړ شويو ځمکو کوم محدوديت نه و لګيدلى اونه امير عبدالرحمن په کښې کوم منطق ليد.
د ګندُمک پوهاوي ليک په نهمه ماده کې ويل کېږي:
٩ ماده: د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کې نيولو سره، چې [د دې پوهاوي ليک] د مخکنيو مادو په ترڅ کې تائيد او خوندي شوى دى، د برتانيا حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته د کندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيپۍ پرته ـ د ګردو هغو سيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري. د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې، پشين او سيپۍ سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سره سم، د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي. د دې مانا دا ده چې نوموړې سيمې به د ګومارل [کرايه – Aassigned] ] شويو سيمو په توګه پېژندل کېږي او په داسې توګه به ورته نه کتل کېږي چې ګوندې هغه د افغانستان د سلطنت له پولو څخه د تل لپاره جلا شوې وي. د دغو سيمو عايدات به، د اداري لګښتونو له اخستلو وروسته، جلالتمآب امير ته ورکول کېږي. د برتانيا حکومت به د خيبر او مېچنۍ کنډوونو کنترول، چې د پېښور او جلال اباد د ضلعو [سيمو] ترمنځ پراته دي ـ او له هغو ازادو قبايلو سره د اړيکو پر ګډون چې له دې کنډوونو سره سيده تعلق لري ـ هم تر خپل کنترول لاندې وساتي.
نو پدې توګه که څه هم چې امير د خپل قدرت په مقابل کې د ګڼ- شمير بغاوتونو په ځپلو لګيا و، د کلونياليزم پرخلاف يې مقاومت هڅاوه او ملاتړيې کاوه. له همدې کبله و چې مورټايمر ډيورند، "ډيورند لاين" (چې نه په ډيفکټو اونه ډيجور بڼه وجود لري يواځې يوه خيالي او سايکولوژيکي کرښه ده) په يوه اړخيزه توګه پر امير تحميل وګاڼه ترڅو يې په هغو سيموکې د "نفوذ ساحه"، چې پرنګي ته – د "نظم او قانون" د ساتلو په موخه، په کرايه [ليز] ورکړل شوې وې، محدوده کاندي.
پدې وروستيو کې د يوه افغان لوړپوړي چارواکي په قول، چې په افغانستان کې د بهرنيو چارو د وزارت ارشيفونو ته مخامخ لاسرسى لري، وايي چې په يوه لوله کې خوندي شوى سند يې چې د "ډيورند لاين" د توافق-ليک په توګه خوندي کړل شوى و، راويوست. پرې کوم لاسليک موجود نه و.
د "نفوذ ساحې" د محدودولو په هکله دا پوهاوى ليک د "٩٩ کلونو" لپاره د اتبار وړ و چې د هغې نيټې له بشپړيدو وروسته بايد بشپړه افغان-خاوره افغانانوته ورسپارل شوې واى.

يواځې له افغانستان سره داسې پوهاوى ليک نه و شوى، بلکې دا د هغې زمانې د پرنګي دوديزه کړنلاره وه. له تزاري روسيې سره د ١٩٠٧ کال په کنوانسيون پسې، ايران هم د برتانيا او روسانو تر منځ د "نفوذ ساحو" په ترڅ کې ويشل شوى و. پدې هکله يې ترمنځ يو پوهاوى ليک لاسليک شوى و چې پر بنسټ يې هغو "دوو زبرځواکونو" ايران د نفوذ پر دوو سيمو وويشه: سهيل يې د برتانيا د نفوذ سيمه؛ شمال يې د روسيې د نفوذ ساحه؛ او تر منځ يې يوه بېطرفه سيمه پرېيښې وه چې په هکله يې "دواړو خواو ژمنه وکړه چې هلته به د ځانګړو ګټو غوښتنه نه کوي." د روسانود نفوذ ساحه تر برتانوي نفوذ-سيمې څخه ستره وه، چې پکې تهران هم شامل و. خو په سهيل کې د برتانيا د نفوذ په ساحه کې تيل موجود وو، چې په هغه دم د اخراجولو په درشل کې و!!
په ١٨٩٧ کې د چين خاوره، هانکانګ، برتانيا په کرايه واخسته. پدې اړه پوهاوى ليک د "٩٩ کاله" مودې لپاره د اتبار وړ و. له هغه وروسته بايد هانکانګ چين ته ورسپارل شوى واى.
له نړيوالې دويمې جګړې وروسته برتانيا او روسيې، چې ايران يې مخامخ اشغال کړى و، په ايران کې له خپلو د "نفوذ سيمو" څخه ووتل اوايران بشپړ خوندي ايران ته وسپارل شو.
له ٩٩ کلنې مودې بشپړېدو وروسته، هانکانګ هم په ١٩٩٧ کې چين ته وسپارل شو.

جستجو در کابل پرس