Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 48600

پیروز باد مبارزه آزادیخواهانه خلق ما علیه اشغالگران و نوکران شان!

8 اكتبر 2011, 12:42, توسط حکمتيار

پر افغانستان د امريکا وحشيانه يرغلونه د يوولسم تر بريدونو ډېر ظالمانه دي -07-10-2011

پر افغانستان د صليبي ځواکونو د لسمې کليزې په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امير ورور انجنير حکمتيار پيغام :

بسم الله الرحمن الرحيم
نن پر افغانستان د صليبي ځواكونو د بريد لس كلونه پوره شول، راشئ وگورو چي دې جگړي يرغلگرو ته څه په لاس وركړل او افغانانو ته ئې څه پايلي درلودې، غواړم په همدې مناسبت د خپل مؤمن ولس او د متحده ايالاتو چارواكو او ولس په وړاندي ځيني دردناك حقايق كېږدم:
دا بريد د القاعدې د ځپلو او هغو طالبانو ته د سزا وركولو په نوم پيل شو چي د القاعدې څو مشرانو ته ئې پناه وركړې وه. د طالبانو حكومت د بريد په لومړيو ورځو كي نسكور شو، د القاعدې گڼ شمېر غړي په پاكستان او ايران كي ونيول شول او امريكايانو ته لاس تړلي تسليم شول، د بريد په لسم كال كي د القاعده مشر اسامه بن لادن هم شهيد شو، په تېرو لسو كلونو كي تر يو لك دېرش زره زيات مظلوم افغانان ووژل شول، پر كليو بمونه وورېدل، په جوماتونو كي چاودني وشوې، د خلكو د غم او ښادۍ پر غونډو راكټي وورېدې، هره شپه په لسگونو داسي بريدونه وشول چي په مډرنو وسلو سمبال امريكايي سرتېري په هليكوپټرو كي د يوه كلي خوا ته كوز شوي، پر يوه كور ئې په داسي حال كي يرغل كړى چي كليوال او د كور اوسېدونكي په ژور خوب ويده ول، كلى محاصره شوى، د كورونو دړي په باروتو الوزول شوې، ښځي، ماشومان او بوډاگان يا وژل شوي، يا ژوبل شوي او يا نيول شوي او امريكايانو له ځان سره بېولي، عام ولس حتى د لاس پوڅي حكومت چارواكو پر دې ظالمانه او وحشيانه يرغلونو اعتراض كړى، خو بدمستو يرغلگرو دې اعتراضونو ته نه يوازي هيڅ اعتناء نه ده كړې بلكي په ډېر غرور سره ئې ويلي دي: داسي عمليات ضروري او گټور دي، تر اوسه مو تر دوه زره زيات داسي عمليات ترسره كړي او لړۍ به ئې دوام كوي!!
عجيبه ده! امريكايان په دې دليل د القاعده غړي د وژلو وړ گڼي چي په يولسم ستمبر ئې په نيويارك كي د دوى پر تجارتي مركز بريد وكړ او عام وگړي ئې ووژل خو همدا امريكايان هره شپه او هره ورځ له بې پيلوټه طيارو پر كليو او كورونو داسي راگټي وروي چي يورانيم په كي كارول شوي، د يوه كس د وژلو او نيولو په نامه گڼ شمېر بې گناه خلك وژني، نه پوهېږو دا بريدونه د نيويارك تر بريد له كومه پلوه او د كوم انساني معيار له مخي توپير لري او څنگه به ئې توجيه كوي، هر باضميره انسان دا قضاروت كولى شي چي د امريكايانو وحشيانه يرغلونه د يولسم تر بريدونو ډېر ډېر ظالمانه دي!! يقيناً كه القاعده د نيويارك په څېر ماڼۍ درلودى نو امريكايانو به په راكټونو له خاورو سره برابري كړې وې، مگر په افغانستان، عراق او ليبيا كي د دوى وحشيانه بم وروني د همدې گواهي نه وركوي؟!!
امريكايانو دوه كاله وړاندي ويل: زموږ اهداف نه دي ترسره شوي او خپلو موخو ته لا نه يو رسېدلي، بايد په افغانستان كي زموږ او زموږ د ائتلافي ملگرو (په دې جنگي جنايت كي د دوى د شريكانو) د فوځ شمېر يو نيم لك ته زيات شي چي وتوانېږو خپل اهداف ترلاسه كړو!! د خپلو فوځيانو شمېر ئې زيات كړ، يو نيم لك ته ئې ورساوو، د افغان اجير فوځ، پوليس او ملي امنيت شمېر ئې نږدې درې لكو ته لوړ كړ، د استخباراتي او لوژستيكي چارو لپاره د اجيرانو شمېر ئې تر دوه لكه زيات كړ، د افغانانو د وژلو، وېرولو او تسليمولو لپاره ئې له هيڅ جنايت او هيڅ سپك او ذليل عمل ډډه ونه كړه، خو سره له دې ټولو جناياتو ونه توانېدل چي د سرلوړو او غيرتي افغانانو مقاومت وځپي او د ځواكمنېدو، خورېدو او پراخېدو مخه ئې ونيسي، نن اشغالگران اعتراف كوي چي سږ كال ئې تلفات تر بل هر كال زيات ول!!
نن امريكايان په خپلي ماتي اعتراف كوي خو پړه ئې په داخل كي پر خپل لاس پوڅي حكومت اچوي او هغه د ټولو ناخوالو باعث گڼي او چارواكي ئې په اختلاس، اداري فساد، بې كفايتۍ او نااهلي تورنوي او له بله پلوه پاكستان تورنوي چي د دوى له مخالفينو سره مرسته كوي!! او اسلام آباد گواښي چي كه په شمالي وزيرستان كي عمليات پيل نه كړي نو دوى به پر دې سيمي بريد وكړي، او دا كټ مټ همغه كار دئ چي روسانو د خپلي ماتي د توجيه لپاره كولو، هغوى هم د خپل حضور په وروستي كال كي د پاكستان پر قبايلي سيمو بريدونه تشديد كړل، خو د گټي پر ځاى ئې دوى ته مزيد ستونزي راولاړي كړې. پوښتنه كوو: د نړۍ څلوېښت هېوادونه د افغانستان په جگړي كي عملاً ښكېل دي او د امريكايانو ملگرتيا كوي، روسيه، ايران د دوى مرسته كوي او په دوى پوري تړلې ډلي د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي جنگېږي، پاكستان تر ټولو زيات او تر بل هر هېواد وړاندي د دوى مرسته كړې، دومره چي كه د پاكستان مرسته نه وى نو امريكايانو ته تر ننه په افغانستان كي پاته كېدا ممكنه نه وه، څنگه ومنو چي يو هېواد تر څلوېښتو مخكي شوى او له مجاهدينو سره ئې دومره مرسته كړې او هغوى ئې دومره پياوړي كړى چي پر ناټو برلاسې شي؟!! دا په داسي حال كي چي پاكستان په داسي كورنۍ جگړي كي ښكېل شوى چي له گټلو ئې عاجز شوى، په دې جگړي كي امريكايانو ښكېل كړ، د امريكايانو په وينا ئې په جنوبي وزيرستان، شمالي وزيرستان، سوات، باجوړ، مهمند، خيبر او كرمي كي پراخ عمليات وكړل، نږدې يو لك فوځيان ئې په دغو سيمو كي مستقر كړل، چي په پايلي كي ئې په لكونو خلك له دغو سيمو هجرت ته مجبور شول او دا دئ دا جگړه تر نن پوري روانه ده، اوس ترې غواړي چي يو ځل بيا په شمالي وزيرستان كي پراخ عمليات پيل كړي او هغه څوك له منځه يوسي چي امريكايان ئې نومونه وركوي!! آيا د پاكستان لپاره د پرويز مشرف حماقتونه كفايت نه كوي؟ دوى د امريكا له ملگرتيا څه ترلاسه كړل؟ آيا د پاكستان ټولي ننۍ ستونزي د اوسنۍ كورنۍ جگړي په شمول له دغي پليتي ملگرتيا نه دي زېږېدلې؟!
نړۍ وال پوښتنه كوي چي تاسو ولي څو كلونه نور په افغانستان كي پاته كېدا او د ډېرو نورو افغانانو وژل غواړئ؟ په دې سره به كومي ناولې موخي ترلاسه كړئ؟ په تېرو لسو كلونو كي مو له زرگونو تابوتونو او لسهاوو زرو ژوبلو پرته څه ترلاسه كړل؟ د عراق له جگړي مو څه ترلاسه كړل؟ كوم احمق انسان به ستاسو دا بې بنسټه ادعاء ومني چي له بې وزلو او مظلومو افغانانو له وران افغانستان څو زره ميله لري د اروپا او امريكا امنيت ته گواښ متوجه دئ او د دې گواښ د مخنيوي لپاره بايد ستاسو په زرگونو مسلح ځواكونه په افغانستان كي پاته وي!! دا په داسي حال كي چي نه تر يولسم ستمبر مخكي او نه وروسته هيڅ افغان په اروپا او امريكا كي د دوى په ضد كوم نظامي عمل نه دئ كړى!! د يولسم ستمبر عمليات په اروپا او امريكا كي تنظيم شوي، نه په افغانستان او عراق كي، دا عمليات د هغو جنگياليو په لاس تر سره شوي چي يا په اروپا او امريكا كي زېږېدلي او يا هلته روزل شوي، نه افغانان ول او نه په افغانستان كي روزل شوي. ټول خلك پوهېږي چي دغو جنگياليو د پيلوټي كورسونه په افغانستان كي نه بلكي په امريكا كي بشپړ كړي او هملته ئې د دې عملياتو پلان جوړ كړى وو؟!
اوس بايد ټولو ته جوته شوې وي چي امريكا او اروپا نه د افغانستان په اشغال سره خپل كورنى امنيت تأمينولى شي او د مقاومت د مشرانو په نيولو يا وژلو سره، د داسي عملياتو مخه په افغانستان كه نه بلكي په اروپا او امريكا كي نيول كېدى شي. تاسو په تېرو لسو كلونو كي د القاعدې غړي نه بلكي مظلوم او بې وزلي افغانان وژلي. د انگرېزانو د اعتراف له مخي د دوى فوځ هر كال څلور مليونه مرمۍ ويشتلې، كه د دغو مرميو لسمه برخه په هدف لگېدلې وى نو نن به د دوى په لاس د وژل شوو افغانانو شمېر څومره وو؟
بايد پوه شئ چي په جنگونو سره خپل مخالفين نشئ ختمولى، تجربو وښوده چي هر جنگ ستاسو په ضد جنگېدونكي دوه برابره زيات كړي، په افغانستان كي هم او په نړۍ كي هم، په افغانستان كي جنگ له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته وغزېدو او نن د هېواد په گوټ گوټ كي ورسره مخامخ يئ، په عراق بريد ستاسو مخالفين درې برابره او په پاكستان كي بريدونو څلور برابره زيات كړل.
د افغاني فوځ او پوليس په زياتولو سره دا جنگ نشئ گټلى، ستاسو له وتلو سره سم به دا فوځ او پوليس متلاشي كېږي او وسلې به ئې ستاسو د مخالفينو په لاس كې پرېوځي.
تاسو د خپل فوځ په زياتولو سره له دې پرته چي لازيات بې وزلي افغانان ووژنئ او د خپلو سرپلورو فوځيانو لازيات تابوتونه امريكا او اروپا ته انتقال كړئ بل څه نشئ ترلاسه كولى.
د افغانستان د گوټ گوټ عام وژني او پر كورونو د ډرون جهازونو په راكټي بريدونو كي د ماشومانو، ښځو او بوډاگانو وژل به د تل لپاره ستاسو او ستاسو د ديموكراسۍ پر تندي تور داغ وي، ستاسو دا جنايت به د تل لپاره پټ نه پاته كېږي چي په دې بريدونو كي تاسو نيم غني شوي يورانيم كارولي، په دې خبري به ډېر ژر ستاسو جنرالان په خپله خوله اعتراف كوي او نړى وال به پرتاسو لعنت وايي.
كوم حكومت چي تاسو په كابل كي جوړ كړى د غلو، جنگي جنايتكارانو، مفسدينو، ملي خائنانو او وطن پلورونكو اډه ده، په فساد او اختلاس كي تر ستوني غرق دي، ملت ترې كركه لري، د هېواد له ادارې عاجز دي، كه نن تاسو ووځئ سبا به دا حكومت نسكورېږي.
له دې جگړي كه هر څومره اوږده هم شي، او حتى ستاسو په زعم بريا هم ترلاسه كړئ؛ چي محال ده، امريكا او امريكايانو ته به ئې هيڅ گټه ونه رسېږي. د دې جگړي گټه يا د وسلو جوړولو كمپنيو ته رسېږي، يا هغو جنرالانو ته چي د نظامي بودجې لويه برخه د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي لوېږي، يا روسيې او ايران ته، د جگړي قربانيان يا مظلوم افغانان دي يا هغه امريكايان چي د مور او پلار له رضايت پرته په يوه نامقدس جنگ كي د مرگ كومي ته لېږل كېږي. تاسو افغانستان د مسكو او تهران لپاره فتحه كړى، نن د كابل حكومت د مسكو او ايران پلوه ډلو په لاس كي دئ.
تاسو د خلكو د غولولو لپاره د انتخاباتو مسخره لوبه ترسره كړه، څو سوه مليونه ډالر مو پرې ولگول، خو نتيجه ئې څه وه؟! په انتخاباتو كي د افغان ولس نږدې شپاړس په سلو كي برخه واخيسته، هغه هم د دې لپاره چي تاسو په خپلو تبليغاتو سره قومي او ژبني تعصبات راوپارول او قومونه مو يو د بل په ضد په انتخاباتو كي برخي اخيستو ته وهڅول، د دې انتخاباتو د نتائجو په اړه ټاكل شوي كميسيون وويل: 62 غړي ئې (يعني د پارلمان څلورمه برخه) د درغليو له لاري شورى ته بېول شوي وو او مستحق بريالي غړي محروم كړى شوي وو!! افغانان وايي: اوسنى پارلمان په حقيقت كي د يوناما پارلمان دئ،
زه د افغان ولس په استازيتوب تاسو ته وايم: كه له افغانستانه د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو خو كه د جنگ په دوام ټينگار كوئ نو پوه شئ چي زموږ حوصلې اوچتي دي، په جنگونو او د مصيبتونو په گاللو كي پاخه شوي يو او اوږده جنگ ته چمتو يو، ښه پوه شئ چي له وتلو پرته بله د حل لار نشئ موندلى.
ژوندي دي وي مجاهدين
مړه دي وي بې رحمه اشغالگران
حكمتيار
افغانستان
15/7/1390

جستجو در کابل پرس