Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 48790

پیروز باد مبارزه آزادیخواهانه خلق ما علیه اشغالگران و نوکران شان!

12 اكتبر 2011, 17:07, توسط پښتون

د پښتنو سياسي پس منظر او سیاسې ماتې ته په کتنې او ارزونې سره ، پښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه، هوښيار مسلکي او پر اولس مينو او درديدونکو ځوانانو د یو ځای کیدل او همږغې ده.
پښتانه ځوانان د پښتون ژغورنې او پښتون جوړونې په موخه ګډه مبارزه پيل کړه، په کابل کې يي د پښتون خوځښت بنسټ کښيښود. د پښتون خوځښت ليدلوری د پښتون ژغورنه ده، پښتون خوځښت د ودې په موخه د پښتون خوځښت غونډې، او همږغې په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې دوام لري.
میاشتې وړاندې، یو شمېر پښتون احساسه ځوانانو د فيسبوک له لوري وکولای شول خپل ملې لرليد او احساسات یو د بل سره شريک کړي، پښتون خو ځښت پیل، د پښتون جوړونې په لور ګړندي ګامونه واخلي. فيس بو ک په کابل کې ځوانان راټول کړل، په روانو مسایلو پوه ځوانانو په خپلمنځي غونډه کې دخبرو او ارزونو د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتو سره هوډ وکړ چي پښتون پوه ځوانان باید د یوې سوليزې مبارزې دپاره یو اساسي بنسټ کښيږدي تر څو په روان بهیر کې د پښتون وکالت وکړي.
لنډيز:
نور د پښتو غم چي حمزه، ونه کړې
پس د تا نه، غم به ئې زلمــــــــــې وکـــــــــا

حمزه هېر دې که زاړه دې قدر نه کا
پدا شکر مستقبل دې د زلــــــــمو دی

ځوانان د لوی کندهار نه وروسته د افغانستان په شمال فاریاب کې راټول شول، ۵۰ تنه مسلکي ځوانانو او محصلینو د ټول فاریاب څخه پدې تاريخي غونډه کې ګډون وکړ، د پښتون کهول دردونه وړاندې شول، ځوان احساسات وړاندې شول، د پښتون د ثبات دپاره او شته ستونزو په وړاندې نظرونه وړندې شول، دپښتون خوځښت لاست ته راوړنې او هڅي يي وستايلې او ملاتړ يي اعلان کړ.
د افغانستان په شمال کي دپښتنو د مشرانو وژنه، په شمال کي دپښتنو سره توپيریز چلند، د طالب په نامه د پښتنو وژنه، او په فاریاب کي دپښتوژبې د تعليمې نصاب نه شتون، په خپله ژبه زده کړه، په اړه څرګندونې وشوې، د پښتنو د ملي او اسلامې حقونو غوښتنه شوه،د غونډې په وروستی کې د پښتنو په یوالی تاکید و شو، لوی څښتن ته لاس پورته شو، او د نړی د رب نه د پښتنو روحونه ژوندې وغوښتل شول.

تفصيل:
ځوان پښتانه په ميمنه کې راټول شول، د پښتون خوځښت د ودې په موخه د فارياب ولايت په مرکز،د ميمنې په ښار کې غونډه جوړه کړه، د ميمنې ځوان کهول ، د پښتون خوځښت په څنګ کې د دریدلو ژمنه وکړه دخپل ځوان اوسپنيزعزم ، سپيڅلو روحيو په څرګندولو سره يي د پښتون دټولنيزي پياوړتيا او سوله ئيز ژوند دتامينولو هر کلی وکړ.
۵۰ تنه ځوانو د جمعې په ورځ د اپرېل پر ۲۲ مه دمیمنی په ښار کې تر شنه آسمان لاندی راټول شول ، غونډه د کلام الله مجید په مبارکو ایاتونو پيل شوه د پښتون کهول دردونه، ستونزې او ګواښونه یو په بل پسې وړاندې شول، د پښتون خوځښت سره د ملګرتيا ژمنه وشوه.
د غونډي خبرې په لاندې ډول وې،
د افغانستان په شمال کي دپښتنو د مشرانو وژنه، په شمال کي دپښتنو سره توپيریز چلند، د طالب په نامه د پښتنو وژنه. د بلخ په ولايت كې د ژبني او قومي تعصب پاروونكو مخه ونیسی، مونږ پوهيږو چي زمونږ د ګران هيواد بقا او سالميت په ملي يووالي او سوله كې ده، هيچاته به اجازه ورنه كړو چې زموږ دولسونو سولې او ملي يووالي ته زيان و رسوې.

او په فاریاب کي دپښتوژبې د تعليمې نصاب نه شتون په اړه څرګندونې وشوې، زیاته شوه، په هغه ټولنه کې چې خلکو ته په مورنۍ ژبه د تعليم حق ورنه کړل شي، دا ددې معنى لري، چې په دې ټولنه کې ټولنيزه، سياسي بې عدالتي، زورواکي او استبداد واکمن دى او دا حالات ددې لامل ګرځي چې دلته دنورو خلکو په پرتله يوازې يوه ژبه او يا د خلکو يوه ځانګړې ډله واکمنه ده، دا په دې معنى، هغه څوک چې په واک کې نه وي نو ددوى زبيښاک(استثمار) دوام لري اوپه دې ډول سره ددغو خلکو له منځه تلل په ښه ډول سره پلان شوي دي.

لوی څښتن ته لاس پورته شو، او د نړی د رب نه د پښتنو روحونه ژوندې وغوښتل شول. ربه د روحونو د وني پاڼې زموږ د لور پاڼي مه رژوې.

د پښتون خوځښت دنده دپښتنو څخه دفاع ده، د پښتنو د حقونو غوښتنه ده، د اسلام او انسانیت غوښتنه، ملي یوالی دی، پښتون خوځښت پښتون ته دیو بشر په سترګو ګوری، او په سیمه کې ددې بشرحقونه ساتې.

دپښتون خوځښت راتلونکی پلان:
که څه هم د پښتون خوځښت پلان شوې غونډه په ننګر هار کې وه، خو ميمنه ميشتو ځوانانو وکړی شول د ميمنې غونډه له وخت نه مخکي ترتيپ کړې، د پښتون خوځښت لومړی عملي پلان د پښتون خوځښت ته وده ورکول دي، هیله ده د افغانستان په هر ولایت کې ځانته غونډې جوړې کړې، او ځوانان د پښتون ژغورنې ته راوبلي. د پښتون خوځښت راتلونکې غونډې به په لوی ننګرهار او لویه پکتيا کې وي، د ځوانونو همغږغي پدې ولایتونو کې شروع شوې ده. د افغانستان نه بهر هم د پښتون خوځښت غونډې پلان شوي. چي په نږدې راتلونکې به يې نيټې معلومې شي.
د پښتون خوځښت غوښتنه:
پښتون خوځښت په تيرو دوو مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي تر لاسه کړی، او دوام لري، هرپښتون له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي خپل تلیفون شمیره مو راوليږی، او پدې هلو ځلو کې راسره برخه واخلی ، موږ پښتنو ته اړتيا لرو.
په پوره پښتني مينه.

جستجو در کابل پرس