Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 49742

لر و بر: دوه افغان که يو افغان؟

15 نوامبر 2011, 13:08, توسط سرلوڅ مرادزی

نن سبا پنجاب تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی . ترهګرو څخه ملاتړ او په دې اړه د پنجاب دوه مخي سیاست هغه څه دی چې د افغانستان او پنجاب او همدارنګه د پنجاب او نړۍ تر منځ اړیکې يي خرابې کړي او دا مصنوعي هیواد يي ورځ تربلې زیات په نړیواله کچه ګوښه کړی دی . په همدې لامل دا هیواد هڅه کوي ، د خپل مصنوعي هویت او دوه مخي سیاست پټولو لپاره خپلې ټولې پټې او ښکاره بلاګانې لکه مدارې څه چې پېټار کې لري ټول یوبل پسې د لوبې او جګړې میدان ته راوباسي .

د پنجابي مداریانو په پيټارکې تر ټولو خطرناک او زهرجن ماران لکه کبرا او کپچه پوځي جنرالان دي . دا جنرالان که په دولتي دندو بوخت اویا له دندو ګوښه شوي ، د سیمې او ۲۱ مې پېړۍ د غوښتنو سره په ټکر کې ، ټول په یوه غږ او له یوه دریځه په ترهګرۍ او وحشت کې د ډوبېدونکي پاکستان په غوپه کولو کې نوره هم مرسته کوي .

دې ډنډه مارو او کوتکمارو جنرالانو کې له نورو مخکې پرویز مشرف ، اشفق کیاني ، اسلم بیګ ، حمیدګل او نور د خپلو پخوانیو جنرالانو په تېره بیا د ضیاالحق د مذهبي شوونیستي ښوونځي په لاروۍ په سیاست کې لومړۍ خبره کوي . د دوی په ګروهه پاکستان او سیمه باید په پوځي او مذهبي سخت دریځو اندیښنو اداره شي او ددې ادارې په سر کې باید دوی او د دوی په مزاج جوړ ملایان او مذهبیون ځای ولري .

جنرال اسلم بیګ پاکستان لپاره چې د هراړخیځ ناورین سره لاس و ګریوان دی پوځي کودتا حللار ګڼي ، خو افغانستان لپاره پنجاب کې خپل روزلی طالبان اکسیر بولي او په سپين سترګۍ سره د پوځیانو او سخت دریځو ملایانو تر منځ یووالي د سیمې لپاره د نسخې پتوګه وړاندې کوي .

دا جنرالان او د دوی تر وودې ( ۱ ) لاندې او په زهرو لړلي مولاناګان په اسلام اباد ، لاهور او د پنجاب نورو ښارونو کې خپلو کورنیو لپاره ژوند په اروپايي کچه غواړي خو د کوزې پښتونخوا او افغانستان لپاره بیا د منځنۍ پیړیو د دیوانو او پیریانو د ژوند غوښتنه کوي . همدا اوس ددې جنرالانو او ملایانو لکه د مولانا فضل الرحمان ( ۲ ) د کورنیو غړي په لندن ، امریکا او یورپ کې زده کړې کوی او د یورپ په جامو کې ګرځي ، خو د سیمې ساده وګړو ته په دوزخ کې د ژوند ټینګار کوي .

همدارنګه پاکستاني ملایان چې د ای ایس ای په خم کې رنګ شوي او د پنجاب کاري وسله ده ، دین يي لکه دام د ساده زړو مسلمانانو اوافغانانو په لار کې ایښی . د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اکتوبر په ۲۳ مه پېښور کې یوه غونډې ته وايي « که افغان طالبان د امریکا پر ضد د خپل هیواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي نو دا د دوی خپل کار دی.» دلته د مولانا موخه دا ده چې لیوني ته ووایي ، بوساړې ته اور مه اچوه او لیونی ورته ځواب کې وايی ښه شول ، دا چل دې هم رایاد کړ .

بل ځای مولانا زیاتوي « افغانستان افغانستان دی او پاکستان پاکستان ، موږ د افغانستان پر خلکو خپله رایه(نظر) نه شو تپلی، که د افغانستان خلک په خپل هیواد کې د امریکا ضد جګړه کوي، څنګه یې کوي دا د دوی خپل کار او اختیار دی.که په افغانستان کې طالبانو مبارزه کړې نو جمعیت علمای اسلام د افغان طالبانو د تحریک ملاتړ کړی او د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او نن هم په دې خبره ولاړ دی چې هلته د دوی جنګ د دوی د ازادۍ جنګ دی.»

مولانا خپلو څرګندونو کې په ښکاره طلبان ، افغانستان کې ورور وژنې ته هڅوي او د پاکستاني جنرالانو پشان هر څه د پنجاب د ګټو لپاره غواړي خو په دې توپير چې دا هر څه د اسلام تر چتر لاندې وي او په دې توګه خپل دین ، ایمان او پښتونولي خرڅوي . دا مولاناګان د سیمي د ولسونو او د پښتنو د تېرایستلو او خرڅولو لپاره نن سبا پخپل ټول ځواک جنګیږي .

پخوا هم همدغه مولاناګان او د دوی اسلاف وو چې د اسلام په نوم يي برتانوی هند دوه ځایه کړ ، په ملیونونو مسلمانان او هندوان يي ووژل او د انګریزانو د ګټو لپاره يي پاکستان جوړ کړ او جنرالانو سره په ګډه يی ۶۰ کاله انګریزانو او نورو ته جاسوسي او خدمت وکړ . ۶۰ کاله روسته چې ولسونو کې يي څېرې او چلوټې رسوا شوې اوس په ښکاره د جګړې میدان ته راووتل. پنجاب پوهیږي که خپلې ټولې زیرمې چې همدې ورځې لپاره يي ساتلې ، نن د جګړې میدان ته راونه باسي ، سبا به وخت له وخته تېر او پښيمانی به ګټه ونلري.

اوس يي په کوزو پښتنو کې په ښکاره د ځینو نشنلیستانو او مطبوعات چیانو یوه خطرناکه ډله چې د ملایانو او جنرالانو سر ګروي هم د جګړې او مقابلې ډګر ته راووایستله.

داسې خبریالان لکه رحیم الله یوسفزی ، سلیم ساپی او نور سړي ته د ۱۳۳۰ مې لیږدیځې لسیځې پاکستاني پښتوژبي پاینده خان او شاپسند خان رایادوي . دوی دواړو پاکستان راډیو کې هغه مهال د افغانستان پر ضد زهرجن پروپاګنډ کول . د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسني حالات تر بل هر وخت زیات کړکیچن دي او پنجابي واکمن هڅه کوي چې په داسې وخت کوزو پښتنو کې خپل روزل شوې جاسوسان د رسنیو تر چتر لاندې د جګړې میدان کې پلي کړي . د پاکستاني جیو ټلویزیون خبریال سلیم ساپي د افغان ولسمشر سره په مرکه کې په پوره ځیرکۍ سره د رسنیو د نیوکو لوری له پنجاب څخه د افغانستان او ولسمشر کرزي په خوا وګرځاوه . د پنجاب په ګټه سلیم ساپي تش په یوه مرکه داسې دریځ ولوباوه چې شل جنرالان او سل مولاناګان يي په ورته وخت کې نشي لوبولای .

دا خبریالان په ریښتیا د نن ، پاینده خان او شاپسندخان دي !

خو د وخت د پاینده خان او شاپسندخان سربېره ، د کوزې پښتونخوا په نشنلیستانو کې هم ای ایس ای پخې کړۍ لري چې تازه يي میدان ته راایستلي دي .

زه رحمان چې غشي ولم خطا نه ځي

په بغداد کې مې قوي قوي پیران شته

صوفي جمعه خان په نوم یو تن چې لندن کې اوسیږي او له هغه ځایه لروبره پښتونخوا په غشو ولي او ځان د کوزې پښتونخوا ملتپال هم ګڼي نن ، د پروني پاینده خان او شاپسندخان په رول کې راڅرګندیږي .

تر اوسه په افغاني رسنیو کې د نوموړي څو لیکنې خپرې شوي چې په دغو لیکنو کې د یوه ریښتیني پنجابي پتوګه لر او بر افغانان په یوه شان په نښه کوي . نوموړي ددې پر ځای چې خپل قلم د پنجابي جنرالانو او مولانا ګانو په رسواکولو او افشاکولو کې وکاروي ؛ د تروریزم ، القاعده او مذهبي سخت دریځو په وړاندې چې کوزه پښتونخوا او افغانستان کې يي د څو لسیځو راهیسې ناتار جوړ کړی ، څه ولیکي ؛ د پنجاب لخوا د لرو پښتنو د خوړل شویو حقوقو او د دوی د ملي داعیي په اړه تبصره وکړي ؛ په پاکستان کې د تروریستي اډو او د ترهګرو د روزنې او پالنې له مرکزو پرده پورته کړي ؛ افغانستان کې د پنجاب په لاسوهنه او پوځي یرغل نیوکه وکړي ؛ د لرو برو افغانانو په پیوستون او یووالې فکر وکړي ؛ درګرده لګیا دی ، دې حساس وخت کې خدايي خدمتګاران غندي ؛ غواړي د برتانوي هند په خپلواکۍ کې د خدای وهلي قاید اعظم ! ( جناح ) ځای غوښن وځلوي ؛ د پښتنو د هغه مهال مشران تخریب کړي ؛ د لرو پښتنو په اړه د برو افغانانو په نیت او اراده زهروپاشي او په پای کې اوبه د پنجاب په ژرنده ورسمې کړي .

دلته د نوموړي له لیکنو څخه دوه درې بېلګې رااخلم او په راتلونکو لیکنو کې به په دغو ټولو خواو پوره رڼا واچول شي .

جمعه خان د موروثي سیاست او حکومت تر سرلیک لاندې خپله لیکنه کې یوځای لیکي « د باچاخان نور خدمات يو غاړې ته کړه خو په حقيقت کې د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست باني مباني او بنسټ ايښو دونکى هم باچاخان دى چې د اولې ورځې نه يې د خپل فاميل د حاکميت لپاره هڅې وکړې. د عبدالغفار په ځاى په باچا (خان) خوښ شو » .

خو صوفي هیروی چې د باچاخان نږدي کورنۍ غني خان او ولي خان و ، دوی دواړو د پاکستان په دولت کې هیڅکله هم د پاموړ دولتي چوکۍ نه درلوده ، حتي روستیو کې پاکستاني چارواکو له ولي خان څخه وغوښتل چې د پاکستان جمهور رییس شي ، خو ولي خان ونه منله . د ۲۰۱۰ کال په دیسمبر کې « د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين په پېښور کي خبريالانو ته وويل چي د پاکستان د پوځ مشر جنرال پروېز اشفاق کياني د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ته وړانديز کړى چي د پاکستان ولسمشر شي ، خو اسفنديار ولي خان دغه وړانديز رد کړى دی. »

همدارنګه یو وخت مې د پښتنو د ستر مشر فخرافغان پاچا خان په اړه لوستي و ، د هندوستان د خپل وخت واکمنانو ، هغه ته بلنه ورکړې وه چې پاچاخان د هندوستان د ولسمشرۍ چوکۍ ومني او د هغه هیواد ولسمشر شي . خو پاچاخان د هند مشرانو ته په ځواب کې کې ویلي و ، چې له پېزوینې مو مننه ، په هند کې شخصیتونه زیات دي او د ولسمشرۍ لپاره خو هند زیات کسان لري ، ما پریږدۍ چې خپلو پښتنو لپاره چې مشرانو ته اړتیا لري ، خدمت وکړم .

خو د صوفي جمعه خان دې قضاوت ته ګورۍ چې وايی « د باچاخان نور خدمت یوې غاړه ته کړه ! » پوښتنه دا ده د باچاخان خدمت ولې یوې غاړې ته شي !هغه خدمت چې باچاخان او کورنۍ يي د ګاندهې جی او جواهرلال نهرو پشان له ا نګریز څخه د برتانوي هند د خپلواکۍ غورځنک کې هر ډول قربانۍ ورکوی ؛ هغه خدمت چې د پښتنو ویښتیا ، تعلیم او یووالې ته ، باچاخان له ۳۰ کلونو زیات د انګریز او پاکستان په جیلخانو کې بند تیروي د صوفي جمعه خان په خوله ولې یوې غاړې ته وغورځول شي !

بلخوا دا چې صوفي وايی د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست باني مباني او بنسټ ايښو دونکى هم باچاخان دى ، نو دداسې هڅې په کوم ځای کې عار دی . د سیاست بنسټ ایښودل او پښتنو کې چې قبیلوي ژوند لري د خدايي خدمتګارو په نوم د یوه سیاسي ګوند رامنځته کول له معجزو څخه ګڼل کیږي .

یوازې د باچا خان غوندې لارښود کولای شي چې نه یوازې خپلې کورنۍ بلکې ټوله لروبرو پښتونخوا کې د سیاست ، د پښتنو د ویښتیا او یووالي بنسټ کیږدي ، نه هر څوک او یا د صوفی او هغه ته ورته کسانو پشان هر کدو او کریړه !

خان عبدالغفارخان ته نه یوازې پښتانه باچاخان وايی بلکې هغه ته لروبر ټول افغانان فخر افغان هم وايي او دا هغه نوم دی چې غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی پر باچاخان لورولی دی . دا چې د هند د لويي وچې ستر درغلګر او غدار جناح ته انګریز او پنجابیان قاید اعظم او فخرایشیا وايي ، صوفي صاحب چوپ او څه نیوکه نه لري ، خو د پښتنو لخوا پر باچاخان باندې د یوه افتخاري لقب په پيرزوینه صوفي خپله کینه او کرکه په سینه کې نشي ځایولای او هغه میډیا ته راباسي ، د داسې پښتون په تېر او روسته پښت افسوس !

دلته باید یوه خبره سپینه شي او هغه دا چې هر څوک د نیوکې او علمي شننې حق لري ، زه خپله د فتيشیزم او بت پالنې سرسخت مخالف یم ، خو نیوکه باید د ولس په ویښتیا او یووالي کې مرسته وکړي ، نیوکه دوښمن ته تبرګی په لاس ورنکړي چې زموږ د ولس ریښه وهي ، نیوکه باید د ولس د پاشلتیا او ګډوډۍ سبب نشي . نیوکه باید د افغانانو تاریخ مسخه نکړی . بله داچې نیوکه باید د وخت اړتیاوې او حساسیتونه په پام کې ونیسي . د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې مذهبي سخت دریځو په پېښور کې د پښتنو د ستر شاعر رحمان بابا مزار په بمونو والوځاوه ، خو نن صوفي صاحب غواړي د فخرافغان او ولي خان خدمتونه ، ویاړنې او مزارونه د قلم په بمونو والوځوي . که سخت دریځي دا ویجاړۍ د مذهبي جنون په لامل کوي ، صوفي صاحب دا ورانی او ویجاړی په کومه اندیښنه او د چا په لارښوونه کوي ؟

نوموړی د همدې خدايي خدمتګارو د مشرانو لخوا چې اوس د پنجاب په خوله او دیکته ، ورپسې ملنډې وهي کابل ته واستول شو . نوموړي ته د قاید اعظم په پاکستان کې چا ځای نه ورکاوه او نه چا خپله لور او خور ورکوله !

برو افغانانو چې اوس ورپسې صوفي صاحب لوټې او کاڼې توغوي او ناخوالې پرې پيرزوکوي ، نوموړی غیږ کې ونیو ، تربیه يي کړ ، سړی يي کړ او بلاخره د چا لور او د چا خور يي ورته په نکاح کړه .

په بره پښتونخوا کې د کور خاوند شو ، د اولاد خاوند شو که نه د پښتنو یا افغانانو په جوماتونو کې ډېر جمعه خانان د شپې په تیاره کې غورځول کیږي او سهار د لمونځغاړو لخوا پیداکیږي او کورو ته وړل کیږي ، خو ټول يي دې درجې ته نه رسیږي !

په هر څه پسې ملنډې ، د بابا ګیرې پسې هم ملنډې !

عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ، ګر چه با ادمي بزرګ شود !

یادونه :

( ۱ ) ووده یا دم ، دوه سره نږدي ویوکي ( لغتونه ) دي ، چې د پاډوګرو لخوا د مارانو او نورو چیچونکو ژویو په تړاو کارول کیږي . خو دلته يی مانا کنترولول دي .

( ۲ ) ویل کیږي چې د مولانا فضل الرحمان لور په لندن کې زده کړه کوي .

جستجو در کابل پرس