Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 50345

تجمع اعضای گروه تروریستی طالبان و هواداران آنان در شهر بن آلمان

2 دسامبر 2011, 16:00, توسط نجیب

سلیمان لایق د خپلو خبرو په وخت کې په تیرو خپلو اعمالو باندي د ټولو ګډونوالو په وړاندې خپله ملامتیا او ناسمه کړنه ومنله، هغه وویل چې موږ له سرو مښوکو سره راغلو ملت مو وځاپه، ملت مو دربدره کړه، په هغه وخت کې هم زه د روسانو له راتګ سره موافق نه وم خو په هغه ډله(خلقیانو او پرچمیانو کې ) وم او له ډلي سره مې یو ځای د روسانو د راتګ سره د موافقي لپاره لاس پورته کړی دی. او اوس هم وایم چې موږ لویه تیروتنه وکړه، افغانان ازاد او په خپلواکي مین خلک دي، پردي او بهرنیان نشي منلای او زغملای. موږ خو خپله ملامتیا او تیروتنه منو خو زه ګیله لرم چې هغه خلک چې دا اوسني بهرنیان (د امریکا په مشري ناټو) یې راوستلي دي لاهم خپله تیروتنه نه مني او لاهم نه پوهیږي چې زموږ ملت د بهرنیانو شتون نه مني او په خپلواکي مین خلک دي د پروني (روسانو) او نني (امریکا) ترمنځ فرق څه دی. زه خو یې فرق نه وینم، او پکار داده چې ملت ته ازادي او خپلواکي ورکول شي.
اسحاق ګیلاني ته هم پکار وه، که دی په خپل جهاد، هجرت او دده په ګوند کې د شهیدانو وینو ته وفادار نه يې ، او د نجیب سره یې یوځای کار کول خوښول، او د کمونسټانو سره یوځای ژوند يې ښه باله، دهغه وخت سوله کې ژوند کول یې چانس له لاسه ورکول بلل، لکه چې یې وویل (شهید ډاکټر نجیب الله دي خدای وبخښي) همداسي به يې نر غوندي د سلیمان لایق په څیر داهم ویلي وای چې زموږ جهاد له کفارو سره تیروتنه وه او موږ د افغانستان مسلمان ملت وغولاؤ، هغوي مو ددي لپاره وجنګول چې موږ قدرت او واک لاسته راوړو. امریکا او ناټو دي هیڅکله هم زموږ له هیوادڅخه نه ؤځي که دوی ووتل بیا به زموږ واک او قدرت ته زیان ورسیږي (د پیر صاحب لور فاطمه ګیلاني د سري میاشتي سکرټر جنراله د کابيني غړې، دپیرصاحب زوم ډاکټر انوارالحق احدي د اقتصادوزیر او اسحاق ګیلاني د پارلمان غړی دي او ددوی دکورنۍ او ګوند ډیر کسان په ښو دندو ګمارل شوی دی)، او موږ د ناټو او امریکا په شتون کې د مقاومت کوونکو سره داسي سوله غواړو چې د واک او قدرت په لرلو سره د بهرنیانو غلامي وکړو دهغوی باداري ومنو

جستجو در کابل پرس