Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 52724

نیازی به مذاکره نیست! طالبان پس از خروج نیروهای خارجی، با حمایت پاکستان به قدرت می رسند!

5 فبروری 2012, 10:04, توسط نويداحمد پښتون

طالبان چې لس كاله مخكي يې د اتو كلنو دپاره د افغانستان پر ۹۸ سلنه برخه واك درلودى ځان يې مستقل باله او ويل يې چي هدف يې د افغانستان خپلواكې او د كورنۍ جګړې ختم دى خو د دوى د لاسه د افغانستان خلكو نور ظلمونه هم وليدل او د القاعدې تروروستي ډلي د خپلو هدفونو قرباني كړه چې دا مهال يې د ملاعمر په مشري طالب ډله هم ترهګره كړې ده او په ډيره بې رحمانه ډول يې سلګونه افغانان او د افغانانو د سر سړي ووژل .
حقاني چې د طالبانو د پرځيدو وروسته يې نوم څرګند شو او د افغان دولت پر ضد يې فعاليت پيل كړ تر اوسه يې جنګيږي خو ښكاره ده چې مرال يې د لاسه وركړى او نور د امريكا سره د جګړې توان نه لري .
دوې مياشتي مخكې د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې سره په مركه كې وويل چې د دوى او طالبانو مشر يو دى او هغه ملا عمر دى .
هغه وويل چې دوى بيله ډله نه ده او هر څه د طالبانو د مشر ملاعمر په لارښوونه كوي خو وروسته طالبانو دا ونه ويل چې حقاني په دوى پوري اړه لري او يا يې نه لري .
سوال دلته دى چې كه د حقاني ډله د وسله والو طالبانو ډله وي نو بيا د حقاني نوم ته څه اړتيا سته خو بايد د طالبانو ډله وبلل شي ، خو رشتيا خبره دا ده چې حقاني ډله بېله او د طالبانو ډله بېله ده او دا هم ښكاره ده چې د دې دواړو ډلو په منځ كې يو عالم اختلافونه شته او دواړي ډلې كوښښ كوي چې د ځان امتياز زيات كړي .
كله چې په ۲۰۱۱ كال كې په كابل كې پر انټركاننيټل هوټل باندي ډله ايز ځانمرګي بريدونه وشوه او وسله جګړه هم رامنځ ته شوه نو حقاني ډلې اعلان وكړ او ويې ويل جې دا بريدونه دوى تر سره كړي دي او پړه يې دوى په غاړه اخلې ، دلته طالبانو ته دا كار خوند ور نه كړ او پر حقاني يي دا نه وه پيرزو چې د دومره لوى بريد امتياز دي دوى تر لاسه كړي ، نو په هم هغه وخت كې طالبانو په خپلو منځو كې پر دې فكر وكړ چې بايد دا بريد دوى تر سره كړى واى .
اوس دا خبره څرګنده ده چې حقاني او طالبان يوه ډله نه ده بلكه يو له بل سره حريفان دي او په خپلو منځونو كې ژور اختلافات هم لري .
په پاكستان كې هم د حقاني ډله فعاليت كوي خو اوس هلته د امريكا د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې زيانمنه شوې ده او كوښښ كوي چي په افغانستان كې فعاليتونه وكړي .
د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر ته د حقاني د ډلې فعاليتونه هم خوند نه وركوي ځكه دطالبانو ډير بريدونه همدې ډلې په ځان پوري تړلې دي او دطالبانو په مصرف د شويو بريدونو امتيازه يې ځان ته اخستى دى چې دا هم ددې ډلې لويه كمزوري ښيي ځكه خپله يې د بريدكولو توان د لاسه وركړى دى او د نورو په كړنو د ځان دپاره نوم ګټي ، دا تشه يوازي حقاني نه لري بلكه طالبان هم ورته كړني كوي ، ډير هغه څه چې د شخصي دښمنيو او يا قومي شخړو پر بنسټ تر سره كيږي مسووليت يې طالبان اخلي چي دا خپله د طالبانو د كمزورۍ علامه ده.
نو بايد ونه ويل شې چې حقاني او ملاعمر يو نه دى ، يو خو نه دي بلكه تر خپل منځ ژور اختلافونه هم لري

جستجو در کابل پرس