Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 52881

دستبرد فرهنگی وزیر معارف و خاموشی نمایندگان در شورای ملی

8 فبروری 2012, 09:43, توسط جميل ساپی

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت په کابل کې يو ښوونځی چې پخوا د بي بي مهرو په نامه مشهور و، د سيمې د استوګنو د وړانديز پراساس د پوهاند قيوم په نوم ونوماوه. بي بي مهرو باتوره مېرمن او ملي ارزښت ده، خو پوهاند قيوم هم د افغانستان د خدمت او ملي وياړونو ډېر لوړ ستوری اوسمبول تېر شوی دی. پوهنې وزارت د خپلې پاليسۍ له مخې پتيلې چې هر نوی ښوونځی به د افغاني، ملي، اسلامي، فرهنګي، فکري سمبولونو او تاريخي ميړنيو او مشاهيرو په نومونو مسما کوي، چې منظور ترې د هغوی د خدمت او زحمتونو درناوی دی.
په تازه مهال کې ځينو رسنيو او طلوع ټلويزيون چې تل د افغانستان ملي شيرازې ته د پرديو په لمسون زيانونه رسوي، په دې هکله داسې رپوټونه خپاره کړي چې عامه اذهان په نازکه سياسي مرحله کې مغشوش او د يو بل پرضد ودروي. ددغو رپوټونو خپرونکي يوهم د زنګ خطر مداريان دي، چې د هيڅ ډول ملي ارزښتونو او افغاني معيارونو خيال نه ساتي او د وطن رغونې له پروسې غلا کړې پيسې د وطن د بربادۍ په توطيو لګوي. دغو رسنيو داسې انتقادونه کړي چې ګويا پوهاند قيوم وردګ د پوهنې د اوسني وزير د قومي او سيمه ييزو سياليو ايډيال دی.
ما په ټولو رسنيو کې ددې شرميدلي منطق رپوټونه او بحثونه تعقيب کړل، اول د بي بي مهرو د ښوونځي د نوم بدلولو اړتيا راته د پام وړ ښکاره شوه؛ په کابل کې يوه لويه سيمه، کلی، کوڅه ابتدايه ښوونځی، منځنی ښوونځی او لېسه د بي بي مهرو ( بې مارو) په نوم يادېږي. پوهاند قيوم وردګ د افغانستان د نورو ملي خدماتو ترڅنګ د هېواد معارف ته نه هېريدونکی چوپړ وهلی دی. دی لومړنی وزير دی، چې په نصاب کې د فکري ودې طرحه يې له معارف سره ملګرې کړه. ايا دا د اروښاد پوهاند قيوم حق ندی چې يو ښوونځی يې په نوم ونومول شي؟ بي بي مهرو ته په ټول درناوي، چې زموږ د ملي وياړونو د لېست په سرکې ځای لري، له دغه وياړونو توږل شوې نده بلکې د هغه نوم په نورو برخو کې په ځای اوخوندي دی، يوازې يو ښوونځی چې له پاسني لېست نه خورا ډېر يې په بي بي مهرو مشهور و، د پوهاند قيوم وردګ په نوم مسمی شوی دی.

اوس راځو د نومونو او وياړونو ترمنځ د انتخاب توازن او تناسب ته.
که د مشهورو غلو، ډاکوانانو او ملي خاينانو په نامه په افغانستان کې هرڅومره ښوونځي، تعليمي موسسې، څلورلارې، واټونه او تالارونه ونومول شول، دغه ټيپ خلکو اورسنيو خوله پټه ونيوله او هيڅکله يې داسې غږ جګ نکړ، چې ولسمشر، يا وزير او يا کوم بل مقام د ملي ارزښتونو سپکاوی او له ولس سره خيانت کړی دی. حقيقت دادی، چې ددغو رسنيو او مجهولو کړيو لپاره چې له بهرنيو استخباراتي چينلونو او مرموزو خواوو تغذيه کيږي، ملي ارزښتونه هېڅ تعريف او معيار نلري. دوی د ډار او معاملو د سياست په ګرداب کې راګير دی، او هروخت په سترو ملي ارزښتونو هم له داخلي فاسدو کړيوا و هم بهرنيو استخباراتي چينلونو سره معاملې کوي. دوی ته وطن يو غيران ارزښت هم نلري، يوازې د بلک مېلېنګ له لارې شکونې کوي او د افغانستان ملي شيرازه تهديدوي.

په باميانو کې يوه لويه جاده د خميني په نوم ونومول شوه، دغو رسنيو او په اصطلاح غولونکو کړيو هيڅ راز عکس العمل ونه ښوود. په کلکانو کې د يو ښوونځي په تندي د سقاو د زوی نوم او عکس توږل شوی او هغه ښوونځی د امير حبيب الله کلکاني په نوم مشهور دی. که د ملي وياړونو او سمبولونو لپاره معيار او سرې کرښې وي، نو د سقاو زوی له چا پټ دی، چې ملي خاين، غل او که د افغانستان امير و؟ دوی په وياړ سره د سيد جمال الدين افغان په ياد په هغه سيمينار کې چې په خرم شهر کې جوړ شوی و، ګډون کړی و او علامه سيدجمال الدين ته يې سيد ايراني ويل کېدل. ما په وار وار له طلوع ټلويزيون څخه داسې بحثونه اورېدلي اوليدلي چې د هېواد د استقلال اتل امير امان الله خان ته سپکاوی کوي او هغه د يو مستبد پښتون په توګه يادوي. که معيار ملي ارزښتونه وي، نو دکابل ډېری څلور لارې چې دغلو او قاتلو په نومونو نومول شوې او يايې مجسمې پکې توږل شوې نو دوی چېرته وو، چې غږ يې جګ کړی وای؟

حقيقت دادی، چې د بيا ازادۍ او ديموکراسۍ له نامه د ناوړې استفادې په ترڅ کې په افغانستان کې داسې بې بندوباري رامنځ ته شوې، چې ددې هېواد ملي ارزښتونو، يوالي او ګنډلي ولس ته هره شېبه درانده ګزارونه ورکوي. دغه بهير هېواد ته د ګټې پرځای ولس د قوم، ژبې، سيمې، مذهب او قبيلو په کرغېړنو کرښو ويشي. په داسې حالاتو کې د افغانستان د وسله والو دښمنانو پرځای چې خلک وژني دغه دښمنان چې په نظام کې ننوتي، د قانون تر ترحم لاندې يې ځانونه پټ کړي او د بهرنيو مرموزو کړيو ډولونو ته څڼې غورځوي په مراتبو خطرناک دي.
دغه وضعيت هېواد نور هم بحران ته ټېل وهي، نو که په دې نظام کې همت او لږ هم د قانون د پلي کولو مسوليت وي، نو پکار ده، چې دغه ډول کرکټرونه او ترېبيونونه د ملي خيانت په تور وتړي او چلونکي يې دار ته وخيژوي. که په نظام کې د ملي شيرازې او ملي ارزښتونو د ساتنې وړتيا، ځواک او جرات نه وي، دې ولس ته پکار ده، چې ددغه ډول تفرقه اچونکو پرضد يو موټی شي، راپاڅي او ولس ته يې خيرنې څيرې وربربنډې کړي.
که له هرڅه سره لوبې وشوې دزغم وړ وې، خو له ملي ارزښتونو او حياتي بريدونو سره لوبې او خيانت افغاني ټولنه له بربادۍ سره مخامخ کوي او ددې هېواد خواخوږو او رښتينو بچيانو ته پکار نده، چې د هېواد دښمنان په ملي جامه کې وزغمي او خپله زهر وخوري.

جستجو در کابل پرس