د راز مرغۍ
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د راز مرغۍ
يوه مرغۍ ده ، بڼکې سپينې
راپسې مړه ده ، له ډېرې مينې
له چار چاپېره ، دنيا نه ښکلې
له مانه ښکلې ، له تانه ښکلې
د ژوند پر څانګه ، مې خوږه ناسته
پر ما مئنه ، راسره راسته
وهي مښوکه ، زما په زړه کې
له خواږه درد يې ، جارشم ادکې
توږي په ورو ،ورو ، زنګ مې له زړه نه
په هنر باسي ، جنګ مې له زړه نه
کله غزلې ، راباندې وايي
کله يوه ښکلې ، راباندې ستايي
چې يو ناڅاپه ، يو څوک راياد شي
دا نو يا چيغه ، يا هم فرياد شي
چې چاته ليکم ، د مينې کرښې
دا هم راووځې ، د درد له پرښې
بس په مښوکه ، ټکي را ټول کړي
دا يو ګلاب کړي ، دا بل غاټول کړي
ها تېرې هېرې ، زمانې راوړي
ستا د يادونو ، خزانې راوړي
چې يا له ځانه ، يا له جهانه
يا مرور شم ، له خپل ارمانه
دا مو په چل چل ، سره پخلا کړي
ملنګ سړى وم ، جوړ مې پاچا کړي
چې مې په زړه کې ، غوټه پيدا شي
دا پسې راشي ، ناڅاپه واشي
د کرکې غرونه ، راته اوبه کړي
په وچ کمر کې ، ګلان راشنه کړي
پر سره انګار مې ، پښې يبلې بيايي
د اوبو ساز مې ، په غوږ کې وايي
زما استاذه ، زما ملګرې
راته ډبرې ، کړي مرغلرې
چې راخورې شي ، د کفر لړې
دا مې په وړانګو ،کړي سترګې غوړې
په ويرانۍ کې ، په ابادۍ کې
راسره مله ده ، په غم ښادۍ کې
پټه يې ساتم ، د زړه پنجره کې
يا يې د سترګو ، په دروازه کې
د راز کيلي ، يې ماته راکړې
بنديخانه يې ، راته وا کړې
همدا مرغۍ ده ، راباندې ګرانه
له لارويو ، هم له کاروانه
په تورو شپو کې ، رڼا نوميږي
دا مرغکۍ مې ، ژړا نوميږي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/61...