صفحه نخست > دیدگاه > اوسني تاريخي پړاؤ څه دي ډول ونومول شي؟

اوسني تاريخي پړاؤ څه دي ډول ونومول شي؟

نويسنده:خوشحال ځاځۍ
شنبه 17 مارچ 2007

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

له ډير پخوا مي ټكل درلوچي، دهيواد دنن ورځي دچارواو دبيارغوني بهير ، ډول او څر نګوالي ته دبن له تاريخي پريكړو وروسته په پينځه كلن واټن كي بريا وي، نيمګړ تيا وي دسپين كا غذ پر مخ راوكاږم.پدي نغوته چي،د نورودعدالت آرمانجن افغانانوپه څيرمي دخپل ولس دلسيزوستونزي په خپلوله نيمګړتياووډكوكرښوكي لږترلږه رانغاړلي وي .هغه عدالت سيوري ته چي، شل مليونه افغان يي دراتګ لاري څاري .كه نن دهر چا سره، د كلي ،بانډي او سيد ونكي څخه نيولي بيا تر پر مخ تللي اوسنتي تمدن چا پيريال كي ځوان ،بوډا، ماشوم ،ړانده ، كوڼ ،ښوونكي ، طبيب ، زده كوونكي ، جلاپ ، سيا ستوال ، سيا ست كي اړم ، وزير ، مر ستيال ، رئيس ، مدير،پياده ،هټيوال ،پنډي اودپلازميني دنګو بنګلو ميښتو سره د خبرو اتروموكه ترلا سه شي نو،سمدلا سه بيشمره پوښتنوكي يوه تل پاتي پوښتنه راډګرته كيږي چي،له پيړيولا ځوابه دي .څه به كيږي اوڅه كوي ؟ دسيا ستوالو،سياست كوونكو او سياست كي اړم كړېو ، ډلوڅخه زمونږ په هيوادكي انګيرنه سياست اوسياست كول دلوړوكرسيوترلاسه كول ،شتمني ترلاسه كول ، په برلاسه كورنيو اوليكوكي ورګډيدل ، په لويوتجارتونوخيټه اچول ،بهرني اړيكي ټينكول دي . نن زمونږ حجره ،جومات ،كلي،ښار ،وزارت ، رياست ،مديريت،ولسي جرګه، مشرانوجرګه ،كشرانوجرګه،اودبيشميره كميسيونونو غولي داتلسمو او نولسموپيړيوداورپا په نامتو قهوه خانواوښتي دي .په اونيو دپر مخ تللي او سنتي هغه څه تر غور لاندي په كي نيول كيږي چي،لادوړاندي دلمر په څير ښكاره اورڼا شويدي. زمونږ په سياست كي داړم يوه ستونزه پرځانونودلويې ،تزار،امير، رهبر،اتل اميرالمومنين ،اميرالامارت شك دي اولاره يي نړيوال ارواپيژندنكو ته پرانيستله چي،دروغ او ناروغ كچه په ګوته كړي .مونږدود كړي چي، هر څه له بنسټه په خپله خوښه بياله سره ودان كړو.هغه هم دتوپك دنلې په زخه.په نوروهيوادونوكي باب اودود دي پادشاهانو، اميرانو،جمهور رئيسانو او نورو نوروخپل پا توړاوياخونسل ته دخپل واك څلي په ميرا ث پر ي ايښي دي .ورپسي بيا نوروپا دشاهانو، تزارانو، لو ييانو ،ديكتاتورانو، جمهور رئيسانو او اميرانو بيا دبل بنيادڅلي ايښي دي ترڅوراتلونكي نسلونه دهغوي كړني سره پرتله كړي. مونږپه سمدلاسه كي له څوستونزواونشتوالي سره مخامخ ياستو
دسيا سي جوړښت پياوړتيا اوغښتلتيا .
د اداري سمون .
قا نو ن او عدالت پلي كول
ولسي جر ګه
ټولنيز جوړښت
ټبرونو جوړښت
اقتصادي جوړښت .
روڼ آندي .
سيا سي ډلي ټپلي او ګو ند ونه
كورني بهرني اړيكي اوا غيزي يي
د امر يكي متحده ايالا تواوداورپا او افغانستان اړيكي
د ګا ونډيا نو سره اړيكي
كورني ډګر كي .
نظام جوړولو ډګركي
سياسي جوړښت ډګركي
ملي ګټوډګركي
په بهرني ډګر كي .
دبن تاريخي ناستي ايله همد ومره وكړاي شول چي، په افغانستان كي دواك ليږدول دډاكتر نجيب الله واك راپرځولو، دملګرو ملتونود سولي پلان شنډولو،او پر پلازميني د جهادي ډلو برلاسې وروسته د ولس هغوكړاوونو ته دپاي ټكي ومومي چي،افغانان ورسره لاس اوګريوان كړاي شول.
لنډ ه مهاله اداره يواځي د بن د پريكړو پلي كو لو د پاره ځا نګړي شوه . تير يدنه ، ستر ګي پټول ، غنميت ګڼل، بډي دورځي دود شو.ملي عوايد پلا زميني ته نه ليږديدل او په خپل سر او په خپله خوښي لګيدل . جو ړجا ړي نه يواځي د هيواد لوړ پوړي كر سي را ونغاړلي ،ډير ې ولا يتو نه، وزارتو نه ، سفار تو نه په تنظيمو نو ، تو كميزه ډلو نامتو كورنيوپه وا ك كيوتي اوډالي شوي .ددي ترڅنګ په اورپا ، امريكي او نورو هيواد ونوكي ميښت كډوال افغانان دوزارتو نو ، سفار تو نوترلا سه كولو په تمه او هيواد ته د قرار دادي په ډول راوبلل شول. دي چاري نه يواځي سمون را مينځته نكړو ان بادي راوړي واك پر سر د نا نندريو او سياليو په ترځ كي تشه يي را مينځته كړه .دګوندونو،كړيو، تنظيمونو دنن ګڼي او شميري ته په كتني سره كه هري يوي ډلي ته د پينځوكالوواك وسپارل شي ،نو دواك ليږديدلوبهير يي ولس ته دپيړيو اړتيا دي.
د ولسمشري دخپلواكوټولټا كنوآزموئينو ورو سته دورځي په تيريد وسره دولس او دولس په خوښه او غوره شوي واك سره د واټن لمړنې څرك رابرسيره شو.كه د نني وا ك اوداداري جوړښت انځور پركاږولوبريالي شو نو، د داوينچي او پيكاسو دنړي ډيرونامتوانځورونوڅخه نړيوال واړم وګټي . دواك لاشريكه مد عيان، خپل او خپلوان، كورني اړيكي ، اوخښي ، با جه ، وراره ، او د خوريو نو ډله او كړي جوړوي . همدا لا مل دي چي، هر يو ه ډله، كړي ،ګونداوتنظيم په خپله د خپلو وړتيا وو په مكيزونو بوخت او نند ار ي يي وړاندي كوي .
د هيوادننې اداره د ولس پوښتني ، غو ښتني او هيلي نشي ځوابولاي . ضديت ، ډ له، كړي ،تنظيمونه، دوسيه جوړول، بد نا مول دهيواد اداره يي ليونتوب پولي ته كا ږلي دي .
په هيڅ يو ه اداره كي چلو ونكي يي د قانون پلي كولو ته هوډ من ندي اود هيوادد اداري بي پري توب كي شك او شوبهي را ټو كوي . د يوه هيواد اداره د فا نونيت او عدالت انځورد هيواد په ټولو سيموكي جوړوي . دهيوادپه اداري كي ما فيايي خوځښتو نه تر ستر ګو كيږي .په اداره كي پر دې پا لنه ،تش په نا مه تشر يفات ،ځا ن غوښتنه،لويه غو ښتنه، نورو ته په ټيټه ستر ګه كتل ،منفي بيرو كراسي لوي اوزړه بګنونګي دود ګرځيدلي دي . بي واسطه ،بي پرې پا تي كيدل ځا ن وژنه دي . په اداره كي يو ه كو چني ډ له د نن پيرټولي شيرازي يي ځا نته بيلي كړيدي ، اوپاتي نوره لويه برخه يي د مر ګ او ژوند تر مينڅه په ليكه ګو ذرا ن كوي . د هيواد اداري ډيرې برخه چا رواكي په يوه ميا شت كي له دوه زره څخه تردريو زرو افغانيو پور ي ماجب تر لا سه كوي . خو په بل لوركي په همدي اداره كي كوچني ډله په يوه ورځ كي دده مخي ته كاركوونكي د كال ماجب لا سه كوي .دهيواداداره د يو ه منل شوي پرا ختيايي كړ نلاري په پلي كولو او غو ره كولو كي پا تي را غلي دي .دهيواد په ډيرو اداروكي په چاروكي خپلواكي د بهر نيا نو مر ستو اولا سنيوي ته بيله شويده. دپرتلي په توګه كه د پخواني شوروي اتحاد دتير ي سره پر تله شي ،روسي ژبه او كلچر سره دټولوهلوځلو سره پاتي را غله.خو نن پيا وړي او غښتلي ا نګر يزي ژبه زمونږ پراداري ير غل كوي . په ډيرو ادارو كي څه په خصوصي او څه رسمي ناستو او وينا واو رسمي مكتوبي اړيكي پر ته لدي چي، پو هيد ونكي او اوريد ونكو ته يي پا ملرنه وشي ،انګريزي ژبه د هيواد دملي او رسمي ژبو پر ځاي كا رول كيږي .په خپلو ژبو مئين تخر يب كار ، ضد ، عقد ه در لود ونكي ، ورو سته پاتي ،تنګ نظره او ختيځ پلوه نومول كيږي .
اقتصادي بيوزلي بهرني تړاو ته لاره پرانيستي اودمهال دلويو بلاګانوڅخه شميرل كيږي اودراتلونكي نسل د پاره ملا ماتوونكي پيټي دي . د دولت اداري ډير ې كا ركوونكو د صدا قت او خد مت په مټ دلوړپوړو كر سيو او دندوترلا سه كولو هيله د تل د پاره له لاسه وركړيده .په اوس مهال كي غوره اومنل شوي معيار ،غوړه مالي ، سفا رش ، و يښ،ا ختلاس ،بډي ، كورني ، تنظيمي ، ګوندي تړاو، سياسي بډي او خوله تړل ټاكل شويدي .بهرني اوكورني ا نجو ګا ني د ټولمنلي واك راورو سته لاهم په خپل پخواني خر پ او تر پ سره د هيواد د ننه په چارو بوختي دي .د بهر نيو او كورنيو انجيوګانو په شميره او ګڼه كي لږ والي نه تر ستر ګو كيږي او په ډير و برخوكي ير غليزه بڼه يي خپله كړيده . د انجو ګا نو څخه ، څه دبهرنيو او كورنيو څخه ناوړه او نا سم تعر يف او پو هاوې رامينځته شويدي .بهر ني مو سسي په راتلونكي كي دافغانستان ټول سيا سي او ټولنيز جوړښت ته لوي ګواښ ګڼل كيږي .نه يواځي دا چي، كار پوه وګړ ي د لوړو ما جبونو په مټ خپلوي ، ان، ډير ځله ليدل شويد ي چي، دهيواد بيا رغوني چا ري تر سيوري اوسمي چاري شنډ وي . دظرفيت تر سرليك لاندي بهرني او كورني انجو ګاني د كور د ننه د ګمارل شويو وګړو په همغاړي اومرسته دافغانستان ملي كړ نلاري او تګلاري د خپل پا يښت په موخه ويجاړوي . طالبانو دخپلي واكمني په مهال د بهر نيو انجوګانو د چارو د څر نګو الي اوڅارني او د سيا سي ضد يت له مينځه وړلو په موخه د پوليتخنيك په ا نګړكي سره يو ځاي كړي .د پلان بخواني وزيراو په نن مهال كي د ولسي جرګي يواځيني ريښتوني استازي ښا غلي ډاكتر بشر دوست د بهرنيواو كورنيو انجو ګانوسره حساب او كتا ب ته ملا وتړله . ښاغلي ډاكتر بشر د وست پدي كاركي پاتي راوستل شو. انجنو ګا نو سره سيالي او دقانون په ژبه خبره دتل د پاره ناشوني شوه او دامسله لا تراوسه لا ځوابه پا تي وسا تل شوه .هغه څه چي، د كورد ننه د( صا يبانو) په ملتيا كي شوني دي .دقانون او عدالت د جوړولو د پاره يه بيلا بيلو مهالو نوكي هڅي شويدي . قانون يو ټولنيز تړون دي او دپلي كولو دپاره يي د خولو تويولو اړتيا دي .د لته خبره دقا نو ن پلي كولو دي .افغانستان هغه هيواد دي چي، د قا نون پلي كول او نه پا ملرنه هغه ته په كي دلمرپه څير ښكاره دي . په افغانستان كي قا نو ن يواځي د خوارو او اړمنواو سيدونكو دپاره كارول كيږي اوپه يوه مخه ايزه پلي كولو دپاره يي ديوي بلي پلي كو ونكي څانګي را مينځته كولو اړ تياليدل كيږي .د قانون نه پلي كول په يوه هيواد كي د هرډول ټولنيز عدالت په اړه كي شك اوشوبي را پورته كوي .قا نون يو منل شوي معيار دي اوپه يوه ټولنه كي ټول معيارونه يي دقا نون پلي كولو كچي څخه آټكل كيږي .افغا نستان وروسته دډيرو كړاوونو لاسوهنو، تيريو، جګړو، ورانيو،وژنود نړيوالو ټولني په ملا تړ او هر اړخيزه مر سته د ولسي جرګي خاوند شو. دا هم په خپل وار سره د ولس لوي برې اوهغه هم پد ي مهال كي غنيمت ګڼل كيږي .خو د ولسي جر ګي جوړښت او په هغي كي برلاسه ذهنيتونه ، د وا ك ويره ، په لنډمهال كي د ولسي جرګي څخه ريښتوني تمه خوب او خيال دي او ليونتوب . سره لدي چي، دولسي جرګي لږه شميره د ولس په نيغ ووټ اورايه غوره شويدي . همدا په ولسي جرګه ( ملي نهاد ) په چا پيريال كي برلا سه ذهنيت لامل شويدي چي ،د يوي ملي كړنلاري او ملي پرمختيا په لور ټولي لار ي وتړي .كه چيري لار ي چاري او چال چلند همدا ډول پرمخ ولاړشي ،نو په نږدي راتلونكي كي دهمدي ( ملي نهاد) په چا پيريال كي دهيڅ ډول سمون اوپر مختګ هيله نشي كيدا ي . زمونږ د ولس استازي دخپلو سر ته رسول شويو چارو په بدل كي په نړ يواله كچه دځا نګړتيا و ترلاسه كولوهيله من او پر هغوي تل ټينګار كوي . ولسي جر ګه دي هر ورمرو دي دي ته پا ملرنه وكړي چي، په بهرنيو اثا ثو كي دميا شتني ماجب تر لاسه كول د عدالت څخه وتلي ما جب د ي . اړينه وه چي،د ولسي جرګي استازو د بي عدالتي پر وړاندي او دبهر نيو تش په نامه پوهانواوسلا كارود ماجب په اړه چي، دوه ګوني غبرګو ن را پا روي ګامو نه پورته كړي واي .افغانستان دخيلي ادار ي د سمو ن دپاره په راتلونكي كي هغي اوږد مهاله كړ نلا ري ته اړتيا لر ي چي، په هغي كي .ځان تير يد نه، لير ي ليد، د خپلو ګټو پر ځاي ملي ګټو ته لمړيتوب چي، دملي وا ګ يوه برخه ګڼل كيږي اړ تيا لري . زمونږ ګران هيواد افغانستان هغه بڼ ته ورته دي چي،بيلا بيل ګلونه په كي زرغون دي . هر يو يي زړه كښوونكي او د بورا پري چغار اودپا م وړ دي .
په ټولنيز چاروكي د هيوادوالواوزګار ي د ورځي له ټولو لو يه ستو نزو څخه ګڼل كيږي . پدي برخه كي هسي چي، آټكل يي كيږي دكو مي ځا نګړي كړ نلاري په نږدي راتلونكي كي يي تمه نشي كيداي . د توكوبيي په بهرنيو اثا ثو كي ټاكل كيږي .هغه پداسي مهال كي چي، د دولت يوتن كا ركوونكي په يو ه مياشت كي تر پنځسو ډالرو پور ي ماجب تر لا سه كوي . بي عدالتي يوي ټولني ته تر ټولو لو ي او نا وړه ګواښ دي اوزمونږ ټولنه نن د باروتو په اڼبارخپله را تلونكي ودانوي . لوږه، بيوزلي، او زګار ي كمو نيزم ته پرا نيستي دړه دي . دهركال په تيريدوسره زرګونه ځوان نسل ښوونځي او په پوهنتونونه پا ي ته رسوي . د هغوي د برخه ليك د پاره داسي كو مه غو ره كړ نلاره نه تر سترګو كيږي چي، ډاډمنه وي. همدا اوس په بي شميره ګڼه او شميره زمونږ ځوان ځواك بهر نيو هيواد ونو استا زڅا نګو ته په ليكوكي ولاړ اولا هم د خپل ټا ټوبي څخه په تيښته كي دي . هغه هم پداسي مهال ي چي، د نړي تر ټولو بډآيي هيواد ونه د افغانستان بيار غوني او ودانولو دپاره هنګامي جوړوي او په او نيو اونيو په خبرواتروبوخت وي . آيا په ر يښتيا سره زمونږ د هيواد اداري ټولي څانګي دراتلونكي تګلار ي كړ نلار ي جوړولوكي پا تي را غلي.؟ دډير و په آند، واكمنا ن لا د بن د پر يكړو په پلي كولوكي لا بو خت دي . د وا ك ليږداوبدلون دي .دكو كناروكر كيله بله افغانانوپوري تپل شوي بودري دي . يوځل طالبانو په يواځي تو ګه ددي نا وړه بوټي په كر او كيله بنديز ولګولواوپه ټول هيوادكي يي پلي كړاي شو.خو نن چي، څه كمه ټوله نړي له خپل ټول واك اوځواك سره دهيوادد ننه ميښته دي پد ي بريالي نشوه چي، د دي نا وړه بوټي دكراوكيلي په بند يز كي بريالي شي. هيوادكي د بيړني خپلواك اقتصادي كړ نلاري په وجه د لګښتي توكوپه درګاه اړول شويدي.د هيواد دتجارتي توكوترمينځه هغه چي، بهر ته او له بهر څخه هيواد ته د ننه ليږدول كيږي انډول نه ليدل كيږي .هغه لويي او كوچني فابريكي چي، د هيواد په ځينو سيمو كي او په ځا نګړي تو ګه د هرا ت ، ننګرهار او په نورو ولايا تو كي د هيواد دپا نګه والو په پا نګه جوړوي شويدي د بهرنيو توكوسره په بيه كي دسيالي ندي او د ديوالي كيد و سره مخا مخ دي . سيمه ايز او نړيوال غليمان په افغانستان كي د هرډ ول پا نګي اچوني او پرمختګ پروړاند ي خنډونه را مينځته كوي .زمونږ د هيواد تر ټولو لويه نيمګړ تيا ، په هيوادد ننه د روڼ آند و نشتوالي دي .په خواشيني سره زمونږ دډيرې تنظيمونو، ګو ندونواو روڼ آندوملاتير سيمه ايز، ژبني ،اوټبر يزي تګلاري جوړوي .افغانستان نن دپراخ ليده روڼ آندو ته اړمن دي .روڼ آندي په افغانستان كي افغان پاله ګوندونه اود سيا سي ځواكو نو په راټوكولو كي پاتي را غلي دي . سيمه ايزي ، ځاني ، ژبني ، ټبريزي تګلاري وژونكي ختلي دي . ريښتوني روڼ آندي دملي كړنلاري په درلودولو سره څه د واك څخه بهر او څه د واك د ننه په پوړوكي خپل دريڅ سره مخه ښه نكوي .په اوس مهال كي د هيواد د ننه په بي شميره او بي سار ي ګو ندونه او سيا سي ډلي د ورځي په تير يدو سره په راټوكيد و دي . پو ښتنه دادي چي، يو نه لوستونكي افغان به پدي شميره سياسي كړيوكي څنګه د خپلي غوره كړ نلاري درلودونكي سيا سي كړي او ډله ومومي ؟ د ګو ندونو ډيروالي او بيلا بيلي سياسي كړيو ځا نګړ تيا په څۀ كي نغښتي دي ؟آيا په ريښتيا سره ددي ګو ندونو اوكړيو مشران ، منشيان كله هم د ي ته پا ملرنه كړيد ه چي، ددوي بيلوالي د افغانستان د روڼ آندي خوځښت ته زيا ن دي ، نه سود؟آيا كله يي هم د ټولني ورو سته پاتي او د نورو ټولو ستونزو په له مينځه وړلو كي په ملي كچه خبرواترو د پاره چمتو دي ؟آيا نا شوني دي د افغاني جوړجاړي د افغان ملي ګټوپه موخه يو موټي او دا ډ ول اوږد واټن را لنډ كړي ؟د ستونزي په بهرني اړخ كي كه څه هم چي، آمريكا متحده ايالا تو د افغانستا ن څخه په سا تنه كي تر پا يه هوډكړيد ي .افغانستان د آمريكي متحده ،بريتا نيا او د اورپا يي ټولني سره اوږد مهاله دپوځي مر ستي لوظنامي لا سليك كړيدي . په بدل كي يي په سيمه كي د دي تړونو پروړاندي سيمه ايز واو ګاونډكي بيلوټي هيواد ونه د خپلو ګټو خوندي ساتلود پاره اړيني لار ي چار ي لټوي ..په افغانستان كي در ي ډله هيواد ونو په خپلو خلوځلو بوخت دي .
لمړي هغه هيوادونه چي، په پوځي ، ديپلو ما تيكو هلو ځلو بوخت دي .
دوهمه ډله هغه چي، د ليد و او د خپلو خاطراتو بدائيني ورو سته له هيواد څخه پښي سپكوي.
در يمه ډله هغه چي، يواځي د ګټو تر لاسه كولو د پاره په بيلا بيلو مكيزونو بوخت دي .
اړينه ښكاري چي،دهيواد ددي مهال كارپوه مشران د مرسته وركوونكوهيوادونوپه ملاتړدهيوادملي ژوند او ملي پراختيا د پاره اړيني لا ر ي چار ي ولټوي..نن او همدا نن دا يواځيني چانس او مو كه دافغانا نو دړي وړاندي تر لا سه شويدي . سبا او بل سبا كيداي شي دا نني مو كه له لا سه ووځي. هيڅ كله به دهيواديو وګړي د خبل ټا ټوبي سره دښمني ونكړي.د جوړښت سره بيلوټي ، خو نه غليموتوب. تر هغي چي، په افغانستا ن كي يو بيلوټي وي ، ريښتوني امنيټ او ټيكاو نشي رامينځته كيداي . د ټولو بيلوټوسره كيداي شي دخبرو اترو په مټ ملي جوړجاړي په لور تړ ل شوي لاري پرانيستل شي. كه چير ي د ټول افغان په لورخبرو اترو د پاره ږ غ پو رته كړاي شي، نو دابه ټول هغه څوك دي را وهڅوي چي، په بيلا بيلو خبر ي رسنيوكي تر بيلا بيلو نومونولاندي تر ي يا دونه كيږي. اړينه ښكاري د لوي زغم اوافغان شموله ديا لوګ او يا خو پرا خ بنسټه خبرو اتروته دي لاره پرانيستل شي. پدي برخه كي يا خو دملي تګلا ري څرك نه ليدل كيږي او كه چيري هغه د لته په سيمه ايزه كچه ټاكل شوي وي نودابيا پراخ بنسټه ندي . اړينه ښكاري چي، ټول افغاني څوځښت د پاره ملاوتړل شي. يواځي د لته يوګا م پكار دي ، د خپلو ګا ونډيانو ، او نړيوالو ته خپلي ګټي په ګو ته كول او د هغوي د پاره نويو هلوځلو پيل د ي .ښكاره ملي ، سياسي ، ټولنيزي تګلاري .ګډ دريځ دا كه يه كورني كچه وي اوكه په نړيواله كچه.افغانستان لا تر اوسه پور ي ملي ګټو په ګو ته كولو كي پاتي راغلي او لمړيتوب غواړي . دي ورته نورو ملي ګټو ته پاملرنه او دګامونو پورته كول به زمونږ دهيواد دستونزي كونجي دتل دپاره وموندل شي .

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس