یک و نیم دهه پیش شناخت من از جامعه ی هزاره های اسماعیلی تقریبن صفر بود. من نیز مانند بسیاری از هزاره ها، جامعه ی اسماعیلی را محدود به دم و دستگاه جنایتکار معروف سید منصور نادری می دانستم و نمی دانستم که هزاره ها بیش از هفتاد درصد از جامعه ی اسماعیلی را در آن دوزخی که بنام فغانستان می شناسیم تشکیل می دهند. من از جنایات سیستماتیک مافیای نادری در همدستی با سران حکومت افغان علیه اسماعیلیان و بويژه هزاره های اسماعیلی اطلاعی نداشتم و نمی دانستم که روشنفکران هزاره ی اسماعیلی، بويژه آنانی که سعی در پیوند دادن شاخه های مختلف هزاره داشتند و جنایات نادری ها را نقد (...)
پذيرش > دیدگاه > خدای د میډیا ته هم انصاف ورکړی

خدای د میډیا ته هم انصاف ورکړی
سه شنبه 17 سپتامبر 2013, بوسيلهى
وپکیانو د مقدس جهاد نه پس له ځانه سره لیوان جوړکړی اوهغه غټه ستونزه یی رامنیځته کړی چی لکه ښاماران دحکومت په خزانه پراته دی او هرافغان وګړی ته یی یو ځل دزهرو ټک ضرور ورکړی ، که څه هم دملی پولیسو حربکیانو یا ملی اردو په رسمی لباس کښی وی او یا پخپل سرپه غټووسلوسمبال غیرمسول مسلح کسان،حزبی او تنظیمی، سیمه ایز،اود ژبی توپیریان ،خارجیان دی اوکه د طالبانو په جامه کښی پټ داړه ماران اوکه داسلام ترنامه لاندی ګټورسیاستمداران ټولو په خپل وارسره دغه مظلوم اولس ځورولی او کړولی دی ،څوک یی مړه کړل اوچا خپل سرتر مال او ناموس ځارکړو، تاوتریخوالی،سپکوی ورځ تر بلی زیاتیږی دخلکوله مال او زمکو یی د ټوپک په شپیلی ځانته کرښه تاوکړه ناموس یی له کوره وتښتول شو لنډه داچی هیڅ قسمه تیری یی له دی مظلوم اولسه ونه سپماوه اوهیڅوک تری په څنډه پاتی نشو،اوس هم دغم ټغر لا ټول شوی نه دی او خلک د ډیموکراسی په تورتم کښی د ویری او ډار نه ډکی دسړه لری شپی سباکوی . دا منم چی پولیس دټولنی خدمتګاردی خو حربکیی دکوم پټی مولی دی، اوس نه پوهیږم چی حکومت مونږ ساتی او که په حربکیوخپل ځان ساتی داټول باید چاڼړ شی دبدو بد وویل شی اوریښتنی پولیسان په ښیګړه وستایل شی.
پرون دکندز ولایت دشت ارچی ولسوالی کښی یو چانړیز عملیات ترسره شوچی کندزکښی دکنموکلی د ډله ایزه وژنی لویه غمیزه رایاده کړه ډیر ریپوټونه دمیډیا له لاری خپاره شول چی دطالبانو مورچلی فتحه شوی، خو داپکښی هیچا ونه ویل چی د ارچی ملکی بیوزله اولس سره څه چلند وشو که لږ ورته زیرشو نو ټول حکومتی ځواکونه یوګوښه کښی په قلاره کیښناستل د ارچی او امام صاحب بیلی بیلی سیمی یی دحربکیو لوټماروقوماندانانوته دهریوحربکی په سر لس زره افغانی په اجاره ورکړی، هغوظالمانوچی له خدایا همدا ورځ غوښتله د بی وزله کلیوالوچی یوخوایی طالبان ځوروی اوبلی خوا همدوغو حربکیانو لستونړی رابډ وهل او په وهلو ټکولو، لوټ ماریی لاس پوری کړو او له دی موقع نه یی پخپله ګټه ښه تنورتود کړو، دخلکومال ، موټر اوموټرسایکلی یی بوتلی آن تردی اوریدل کیږی چی دخلکوپه کورونو ننوتل او بی ناموسی هم ور واړولی، نوڅنګه به خلک حکومت ته خوشحاله شی کله یی په خارجیانو سپک او بندیان کړل او کله یی ترهغوهم غټوداړه مارانوته په خله کښی ورکړل، خو اوس یی دا اولس دخپلی څوکی د اوږدمهاله مودی غزولو لپاره په حربکیوخرڅ کړی ترڅو خپل ځان پری وساتی،اوبیا د ټاکنو پروخت د ووټونو طمعه هم ورته کوی.
دلړم طبعیت خو ټک ورکول دی، خوزه له میډیا والا نه سرتندی ټکوم ! چی دوی خو دحکومت په ګټو سپاره لاسپوسی ګوډاګیان نه دی، ددوی کارخود آزادی بیان پلی کول دی نوبیا ولی لکه مردکی دتلی هره پله چی درنه شی هغی خوا ته رغړی، دوی ولی په حقایقو سترګی پټوی بیا چی کله خلکوته درد ورسیږی او په غصه شی نوبیایی همدغه میډیا پر طالبانووتپی او چیغی بغاری یی تر آسمان پورته شی چی دبیان آزادی مو خپه کړه، دا د بیان آزادی د ډول غږ اوس ولی نه پورته کیږی چیرته ده هغه میډیا چی ورشی او د مظلوم اولس دزړه دردونه پټی کړی اوغږیی نړی ته یی ورسوی. د اولس همدغه درد وی چی حکومت یی پښتنه ونکړی نوبیا لکه دخان آبادولسوالی د طاوس آباد کلیوال په همدغو ټپونو کښی رنځیږی اخر یا جلاوطن شی د اسټرلیا په سمندرکښی ډوب شی او یا طالب ته پناه یوسی چی اخر د طالب په توروژل کیږی، خو میډیا، حکومت او مدنی ټولنی ټول چپه خله ناست خپل سیل کوی.
خو جوته دی وی او په ډاګه ووایم چی پښتون هغه مټکوری نینی دی چی هرچایی تر کټوری لاندی اوربل کړی خوچی کله یی خلی ته اچولی نو دوه دیرش ښاغونه یی ورسره توی شوی، خدای د میډیا ته هم انصاف ورکړی.
IP Plans: Best Cloud Web Hosting
br>Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans
39 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند
پذيرش > دیدگاه > خدای د میډیا ته هم انصاف ورکړی
پيامها
17 سپتامبر 2013, 18:26, بوسيلهى پتان
شنواري بودن شد افتخار،امان اله خان،ملاليشنواري!!!!!!!