د امریکې د ګټو په برخه کې لولو: «د دغه پوځي عملیاتو اصلي هدف د امریکي د هیواد د امنیت او سرلوړی تامینول دی. په عملي ژبه د دې معنا دا ده چې د امریکا پر خاوره باندې د مستقیمو پوځي بریدونو مخنیوي او د امریکې د اوږد مهالې اقتصادي روغتیا ضمانت کول. یو روغ اقتصاد د ملي قدرت بنسټ او زموږ د ارزښتونو د خوندي ساتلو متضمن دی.»
راپور ادامه ورکوي: «امریکا ته ښایي چې افغانستان ته د یو نه خلاصېدونکی تعهد د ورکولو څخه ډډه وکړي.» د دغو کارپوهانو له نظره په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتونو ګټې په دوو ستراتیژیکو ټکو خلاصه کېږي:
– د تروریستي کامیابو بریدونو محدودول. په عملیاتي ژبه کې مانا یې دا ده چې د افغانستان څخه د تروریستي ځالو د جوړولو مخنیوي کول تر څو چې د القاعدې له خوا د امریکا پر ضد د عملیاتونو توان شند کړلای شي.
– د افغانستان د کشالې د خپریدو مخنیوي، خصوصاً منځني آسیې ته. دغسې اخ و ډب به د پاکستان ثبات ګډ و وډ کړي او دهغه هستوي تاسیسات له خطر سره مخ کړي.
وړاندیز شوې طرح:
۱- د قدرت د ویشلو او پر سیاسي اصلاحاتو تأکید
متحده ایالات باید د هغې سیاسي پروسې څخه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د دولتي واک د غیرمتمرکز کولو پر محور ولاړ وي؛ او په دولتي واک کې ټولې خواوې د یو متوازن ګډون لپاره وهڅوي. د افغانستان د موجوده اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر د ټولو دولتي ارګانونو او محلي مقامونو د ګومارلو بې حدوحصره واک لري. د یو ښه پیل لپاره باید پارلمان ته د ټولو مهمو ټاکنو لپاره د تأیید صلاحیت ورکړل شي، د ولسوالیو شوراګان ټاکنیز (انتخابي) شي،بودجوي صلاحیتونه غیر متمرکز شي، د ولایتونو ټاکل شویو استازو ته په ملي کچه په بودجوي تصمیمونو کې ونده ورکړل شي.
۲- په سویلي سیمو کې د محاربوي عملیاتونو محدودول او په پای کې ختمول؛ او د میشتو پوځونو کمول
د امریکې موجودیت په دغو سیمو کې د زیاترو پښتنو د رادیکالیزه کولو سبب ګرځېدلی دی چې په نتیجه کې طالبانو ته د نویو جنګیالیو شاملېدلو لامل شوی دی.
۳- پر القاعده او داخلي امنیت باندې تمرکز
امریکایی خاص ځواکونه، استخباراتي امکانات، او داسې نور امریکایی پوځي توان د القاعدې د ځالو په نښه کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا ځواکونه د دې توان لري چې دغه ګروپونه آن د تغیر مکان او تبدیل په حالت کې هم ومومي. د څېړنې ګروپ باور لري چې دا به ګټور وي چې په دې لا زور واچول شي تر څو د دغو ګروپونو د ټوټې-ټوټې کولو څخه پوره ګټه واخیستل شي، هغه هیله چې د امریکایی پوځونو د نشتوالی په حالت کې تحقق موندلای شي.
۴- د اقتصادي پراختیا هڅوونه
له هغه ځایه چې فقیر او اړ هیوادونه د تروریزم، نشه یي ټوکو، انساني قاچاق او نورو خلافو کارونو د تولید په ماشین ګرځېدلای شي، نو ټولې سوله ییزې او پخلاینې هڅې باید د نړیوالې اقتصادي پراختیایی هڅو سره هم غږ شي. لکه:
– افغانستان ته، د امریکا، اروپا، جاپان سره د سوداګري د پراختیا لپاره؛ ارجحیت ورکړل شي.
– د افغانستان په ملی او محلي ساختارونو کې د پانګه اچولو لپاره د ملي او بین الملللی کمپنیو تشویقول.
– د خشخاش ضد محلی زارعینو، ساختماني شرکتونو او صنعتګرانو ته د پورونو، سبسیدیو، او تخنیکي مرستو برابرول.
– داخلي او بهرني کمپنیو ته د صادراتي اقلامو د تولید لپاره د بیارغونې خاصو زونونو تأسیس او د دغه کار لپاره د دوی هڅول. دغه زونونه کولای شي چې اختصاصي مالیاتي تدابیر، د لوړې کچې امنیت او زیربنایی امکانات (خپلو مشتریانو) ته وړاندې کړي.
– د ښځو اقتصادي بنسټونو ته وده ورکول.
– د خشخاشو د تولید لپاره د قانوني لارو لټول.
۵- د ملي او بین المللي شریکانو او پانګه اچونکو را جذبول
د افغانستان د بیطرفی د تضمین او پیاوړتیا او د محلي ثبات د تحکیم لپاره، یو هراړخیز بین المللی او دپلوماتیک حرکت ته ضرورت شته. د هغو بنسټیزو تقاوتونو سره-سره چې د ګاونډیو هیوادونو لکه هند، پاکستان، ایران او چین د افغانستان پر مسألې یې لري؛ ټول په یوه ګټه سره شریک دي؛ او هغه د دغو هیوادونو د یو په لاس کې د افغانستان لوېدل او ددې د دولت همېشګی ناکامی؛ چې پخپله بیا د نورو د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شي.
نتیجه اخیستنه
په راپور کې د نتیجې اخیستنې په هکله داسې لیکل شوې ده:
«امریکا باید افغانستان خوشې نه کړي؛ خو، د موجوده کړنلارې څخه تېر شي.» په ادامه کې راځي «په زور سره سوله نه راوړل کېږي. یو اوږدمهال او د خرڅ نه ډک حضور د امریکې ملي ګټو ته زیان رسوي پرځای د دې چې یې تأمین کړي.»
د څېړنې ګروپ په دې نظر دی چې امریکا نسبتاً لنډو هدفونو ته، چې د امریکې د ګټو سره سمون ولري او عملي کېدو امکان یې موجود وي، پام ولري.
د راپور په پای کې ځینو احتمالي پوښتنو ته ځوابونه په نظر نیول شوی دی. د څېړنې ګروپ فهرست هم په آخر کې راوړل شوی دی.
.....................................
منابع :
The Afghanistan Study Group۱-
www.afghanistanstudygroup.com
http://www.thewashingtonnote.com۲-
Afghanistan Study Group- Director -Matthew P. Hoh۳
–