صفحه نخست > دیدگاه > مجاهد سالاران او طالب سالاريزم

مجاهد سالاران او طالب سالاريزم

نويسنده: م. جلالزی
پنج شنبه 22 مارچ 2007

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملګري يې
د پنجشير د زمرى په نامه پيژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته اوس
د چټكو مرستو په تمه وو.
د سپني ماڼي دي پخواني ملګري اوس خپلو بادرانو ته نور مخ ندرلود ځكه چې هغه له يوو برياليتوب وروسته خپل زاړه ملګري هير كړي وو.
په دي وخت كي امريكا له افغانستان سره ديپلوماتيك تعلقات نلرل او ډيره موده شوي وه چې په ملګرو ملتونو كې افغانستان استازى هم نلرل.
د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسلوالو چريكانو دا پوځي قوماندان د هيروينو د قاچاقوړونكي او د بشر د حقونو د يو سرغړونكى په توګه پيژانده .

مرلين البيرت چي د طالبانو د واكمني پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكى په توګه دنده لرله وايې : هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندي لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څيړنه كوله او يا به يې هم غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البيرت وايې چې ډير كسان د ورته څيړنو په پلمه له مينځه ولاړل.

دا بي شكه خبر ده چې كله احمدشاه مسعود د افغانستان ډيري سمي له لاسه وركړي نو په همدي وخت كي دجميت اسلامي حزب د قوماندي اصلي مركز د بدخشان ولايت وو.
په دي ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډير كرل كيدل.
د فيض آباد ښار په دي وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو.
د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسور برهان الدين رباني د تم ځاي په لور په موټر كي روان شوي نو تر هغه چي به ټاكلي ځاي ته رسيدي د څړ ك دواړو غاړو ته پريمانه د كوكنارو كروندي ولاړي وي.
د راپورونو او د عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هيروينو د توليد درى فابريكې موجودي وي ، خو پوښتنه دلته ده چې ايا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دي سوداګري كې ښكيل وو او كه څنګه ؟

طالبان چي په همدي كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره
لاندي كړي وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك ګدۍ ته رسيدلي وو.
خو هغوي د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاي په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندي بايد له مينځه ولاړي شي او كه څوك له دي امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخامخ شي كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي .
د طالبانو د ړنګ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي
فرمان سره سم د يو كال په تيريدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په
۱۰۰ كې د كوكنارو كروندي محوه شوي او د رسمي ارقامو په بنسټ په ۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكي لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس.
خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندي له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته وچتي شوي.

د شمالي ټلوالي له وتلي مشر
احمدشاه مسعود څخه چې به
كله د كوكنارو په اړه پوښتنه
وشوه نو هغه به ويل چې
مونږ د كوكنارو د كر كيلي
مخالف يو او زمونږ دريځ
په دي اړه روښانه ده .
مسعود دا څرګندوني د
انتوني ډاويس په نامه يو بهرني
خبريال ته كړي وي.
د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نلرله.
د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډيره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاقوړونكو له خوا ليږدول كيدل ، خو په دي وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو ، دلته د كوكنارو د كروندګرو او د قاچاقوړونكو كاروبار په ټپه دريدلي وو.
له شمالي ولايت بدخشان څخه په دي وخت كې هيروين د
( يو ، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته ليږدول كيدل خو طالبانو د خپلي ولكي لاندي سيمو كي د قاچاقوړونكو د نيولو پر سر د سروزرو انعام يښي وو.
دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوي وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنګيالي هم په ورته تور نيول كيدل نو د مرګ له سزا سره به مخامخ كيدل .
د راپور چمتو كونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهيږم او په دي اړه مستند اسناد هم نلرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لرل او كه څنګه؟

په افغانستان كې د طالبانو د واكمنى پر مهال د ملګرو ملتونو استازى اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼي له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار وار خبري اتري لري نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولي نده اوريدلي چې ګواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس

لري او له همدي وجه نه غواړو له هغه سره
مرسته وكړو.
د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل
مونږ پوهيږو چې د افغانستان په غټه شميره
مخدره توكې په شمالي ولايت بدخشان كې
كرل كيږي خو په دي نه پوهيږو چې آيا
مسعود به شخصا ترينه
ګته اخلې او كه څنګه.

د سپټمبر د ۹\۱۱ نيټي په اړه د ځانګړي كميسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ ميلادي كلونو تر منځ د خپلو متحدينو له خوا دي ته اړيستل شو چې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د بودجي د برابرولو په منظور له هغوي سره د هيروينو معاملي ته ورګډ شي.

د همدي كميسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي :د مسعود ټول پوځي لګښتونو د همدي كلونو تر منځ د هيروينو د قاچاق له پيسو برابر شوي وو.

د همدي راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغلي كلرك په قلم ليكل شوي :مسعود اود هغه ملګري داسي خلګ ندي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي ځكه هغوي د مخدره توكو په كاروبار كې ښكيل دي او په دي سربيره مسعود او د هغه ملګري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوي سره دولت جوړ كړو .

د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي اداري ( سي ، آي ، اي) د مدير ښاغلي تينت له قول ويل راغلي چې مسعود يو محتاط او ځيرك سړي وو او د هغه ډله له يو څخه په ډيرو جنايتونو كي ښكيله وه .
د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالي د ملګرو ډير لګښتونه د هيروينو له كاروبار څخه تر لاسه كيدل .

د نظار د شورا د وسلوالو چريكانو د دي مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پيښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوي ده .
د راپور پر بنسټ نوموړى په همدي كال د كابل په لويديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارګان په ډليزه توګه ووژل.
دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكې د مسعود تر ټاكل كيدو وروسته د هزاره مليشو په وړاندي دهغه پياوړي عمليات په ګوتو شوي دي.
د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د ګوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د ګوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخالف مشر ګلبدين حكمتيار تر منځ په پتو خبرو اترو خبر شو.
په داسي حال كې چي د وحدت ګوند په روان حال كې له جمعيت ګوند سره يو ځاي وو خو په همدي وخت كې مزاري او حكمتيار د يو ځاي كيدو پټ پلانونه جوړول تر څو په ګډه د جميعت ګوند په وړاندي ودريږي.
د عبدالعلي مزاري او ګلبدين حكمتيار
د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود
او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف
لاسونه سر يو كړل او د ۱۹۹۳ ميلادي كال
د اكتوبر د ۱۱ مي نيټي د سهار په پينځو بجو
يې د وحدت ګوند په مركزي دفتر چې د
تولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقيع
لرل بريد وكړ ، خو له بريد څخه مخكې
د وحدت ګوند مشران له سيمي تښتيدلي وو .
د وحدت ګوند مركزي دفتر بي له كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اسلامي جميعت ګوند د چريكانو لاس ته ورغى .
د همدي ورځي د غرمي په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلتونكې عمليات پيل كړل .
د ورځي په پاي كې روښانه شوه چې د وحدت ګوند په مركزي دفتر كې خلګ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تيري هم شوي وو.
د كابل دټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بي شميره غړي تر لاسه شول او كيداي شي دا غړي د مستندو شواهدو په توګه ياد كړو.

عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندني په پروژه كې ګمارل شوي وو وويل:چي په همدي ورځ د اتحاد اسلامي ګوند كسانو د هزارګانو په سيمو يرغل وكړ ګڼ شمير ملكي كسان يې ووژل او د هغوي په ښځو او نجونو يې جنسي تيرى وكړ.
عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو چې د عبدالرب رسول سياف جنګيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونمنله او له
بريالي توب وروسته يې خپل استقلاليت
اعلام كړ په داسي حال كې چې احمد شاه مسعود
ټولو متحدو جنګيالو ته مخكې تر عملياتو خبر
وركړي وو چې د عملياتو پر مهال د د ملكي
وګړو خيال وساتي.
احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه
ورځ هوډ وكړ چې د دي ناوړه اعمالو پر سر
خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو
پكې ونډه لرله.
خو متاسفانه چې د مسعود دي كار د خلكو له ظهنونو دا ناوړي خاطري هم لري نكړاي شوي او سربيره پر دي د سياف د جنګالو جنايتونو دوام وموند.
پوښتنه دلته ده چي آيا احمد شاه مسعود د بشر د حقونو د سرغړونكو له ډلي شمير كيږي؟
په كال ۱۹۹۹ كې د كابل د شمالي د خپرپ او ترپ په جګړه كې داسي ګنګوسي خپري شوي چې د مسعود جنګيالي نغواړي طالب اسيران له ځان سره وساتې ځكه نه د هغوي د ساتلو ځاي لري او نه يې هم د خوراك لپاره د ډوډي پيسي.

د راپور ليكوال ښاغلي ډفيس وايې: ما له ۱۹۸۱ زيږديز كال څخه تر ۲۰۰۰ كال پوري په وار وار له احمدشاه مسعود سره د هغه دعملياتو پر مهال د افغانستان په بيلا بيلو سيمو كې د خبريال په توګه حضور درلود او د دي كلونو په مينځ كې مي هيڅ يوه داسي پيښه ونليده چې د مسعود جنګيالو ملكي كسان ځورولي وي او يا يې هم د جګړي يرغمل وژلي وي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړى استازى فرانسس وندرل د پخواني شوروي د ځواكونو په وړاندي د نظار د شورا د مشر احمدشاه مسعود او د امريكا د متحده ايالتونو د اړيكو په اړه دومره وايې چې امريكايانو يوازي يوه دقيقه هم په دي اړه له مسعود سره مرستي ندي كړي چي ګواكي دى د بشر د حقونو په سرغړونه كې ښكيل ندي ځكه چې امريكايانو د جهاد پر مهال له هغو مجاهدينو مشرانو سره هم مرستي كولي چې د بشر د حقونو په سرغړونو كې ښكيل ول هان دا چې امريكايانو هم پيژندل .

كه څه هم چې د طالبانو د حكومت پر مهال په هغو شمالي سيمو كې چې د احمدشاه مسعود ترولكي لاندي وي څه نا څه د بشر د حقونو وضيعت سم وو خو څيړونكي د مسعود له خوا د بشر د حقونو مراعت ته هم د شك په سترګه كوري.
هغوي وايې مسعود غوښتل په خپل دي كار د لويديځوالو او په خاصه بيا د امريكې مرستي يو ځل بيا تر لاسه كړي په داسي حال كې چې اوس د مرستو د راجلبولو كار ډير ګران وو هغه ځكه چې مسعود امريكايانو ته خپل پخوانى پوخ اعتبار له لاسه وركړي وو.

خو پوښتنه پيدا كيږي چې د د طالبانو تر ولكي لاندي سيمو كې د بشر د حقونو حالت څنګه وو؟
ځواب دا ده چې طالبانو په هغه وخت كې د افغانستان ۹۰ فيصده خاوره تر خپلي ولكي لاندي راوستي وه او په همدي وخت كې دبشر د حقونو د څارني ډلو ته د فعاليت اجازه نه وه وركړل شوي .
د طالبانو د ولكي لاندي سيمو كې د بشر د حقونو څخه د سرغړونو سيستماتيكي ، پراخيدونكي او تكراري پيښي ثبت شوي دي.
هغوي د ښځو حقونو تر پښو لاندي كړل ، د انسانيت لوي ځاي ته يې سپكاوې وكړ ، د انسانانو لاسونه او پښي يې د واټونو په څلورلارو را وځړول، د موسيقې په اوريدلو يې بنديز ولګول ، جنګي يرغمل يې په ډليزه توګه ووژل او په سلګونو هغه كورونه يې وسوځول چې پكې ملكي كسانو ژوند كاوه.
د طالبانو او د شمال اتحاد په جوړښت كې خورا ستر توپير ليدل كيدل.
د شمال د اتحاد د جګړى د لومړيو كرښتو جنګيالي په موډرنو جګړيزو تكتيكونو پوهيدل .
هغوي د قوماندي منظمي كړي لرلي او د دي تر څنګ د بشر د حقونو او په جنګي جرمونو يې هم سر خلاص وو.
په ۱۹۹۹ كال كي د مزار د ګڼ وژني د پيښو د څيړنو په اړه د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د سازمان استازى (انډيس اچيس) وايې: شمالي ټلوالي د جنګي قانون د پلي كولو لپاره هڅي كړي وي.
د هغوي ځيني قوماندانان د جنګي اسيرانو سره د سلوك په نړيوالو قوانينو څه نا څه خبر وو.
خو د هغوي ستونزه د سيسټمونو په لنډ مهال بدلونونو كې وه .
هغه دا چي د شمالي ټلوالي كاري كمټو كې به ډير ژر ژر بدلونونه راتلل او هغوي د پوځي ډسپلين له اړخه هم كمزوري ول.
د پوځي قوماندانانو د قوماندو ادلون بدلون د قوماندانانو تر منځ دي ته لاره هواره كړي وه چي يو پر بل د نيم ګړتيا تورونه ولګوي.
خو د طالبانو پوځي جوړښتونو بيا بلكل ول.

له هر ۱۰۰ تنو طالبانو يو جګړيز ټولګى جوړ شوي وو.
د پوځي ټرينيګ پر ځاي هغوي ته ايډيالوژيك ټرينينګ وركړ شوي وو.
هر طالب قوماندان بي له شواهدو او خاصي محكمي كولاي شواي چې خپل ټيټ پوړي پلويان ووژني او يا يې هم بنديان كړي.
د طالبانو له پوځي عملياتونو داسي په ډاګه كيده چې هغوي درى بنسټيزي ځانګړتياوي لري.

طالبانو د اسلام دين او د هغه پرنسيپونو ته سخت درناوي درلود او له همدي وجهي يې ځانونه د لويديځ پلوو كفارو په جګړه كې ښكيل كړي وو.
هغوي د ژينوا په كنوانسيون نه پوهيدل .
نو له همدي وجهي به چي د دوي د عقيدي مخالف پوځي او ملكي كسان په لاس ورغلل نو بي له كومي پوښتني او پلټني به يې د مرګ له سزا سره مخامخ كړل.

په دي كې هم پوښتنه نده پاتي چي جنرال مالك او د هغه جنبشي جنګيالي په ۱۹۹۷ كال كې د يرغملو طالبانو په ګن وژنه كې مسول ول.
جنرال مالك وروسته له هغه چې په زرګونو تنه جنګي اسيران وو‍ژل چي هغوي د مزار ښار په كنترول كي پاتي راغلل او د تيښتي پر وقت د مالك د پلويانو له خوا يرغمل شول.

دا روښانه ده چي طالب اسيران د جنبش د ټيټ پوړو كسانو په خپله خوښه ندي وژل شوي ، هرو مرو د هغوي د وژني تر شاه د لوړ پوړو چارواكو لاس موجود وو.

د ۲۰۰۱ ميلادي كال په مارچ مياشت كې د ملګروملتونو سازمان د ۱۴ هغو پيښو راپور وركړ چي په ترځ كې يې ګڼ انسانان په ډليزه توګه د جګړي د ښكيلو غاړو له خوا په ۱۹۹۷ ميلادي كال كې وژل شوي ول.
طالبانو د اسلام دين او دهغه پرنسيبونو ته سخت درناوي درلود او له همدي وجه يې ځانونه د لويديځ پلوو او كفارو په وړاندي جګړه كې ښكيل او پر حق ګڼل.
هغوي د ژينو دا كنوانسيون په اساساتو خبر نه وو.
په دي څورلسو پيښو كي ۱۳ يې د طالبانو او يوه يې په شمالي ټلوالي پوري اړونده وه .
د ملګرو ملتونو د څارونكو په حواله د هغه وخت جنايتونه سيستماتيك او تكراري تر سره شوي دي.
او طالبانو په گڼ وژني ځكه لاس پوري كړ چي هغوي غوښتل د مركزي او شمالي افغانستان كنترول تر لاسه كړي.
ټول قربانيان په خټه تاجك ، هزاره او ازبكان وو.
كله چي طالبانو په شمالي او مركزي افغانستان كي كوم سيمه له شمالي ټلوالي ونيوله او ترينه به وروسته په طالب چريكانو بريد وشو په دي صورت كي به طالبانو په ډليزه توګه د سيمي اوسيدونكي را ټول كړل او په ډليزه توګه به يې هغوي ته سزا وركوله پرته له دي چي دوست او دښمن وپيژني.
د طالبانو دا ټول اعمال د ملګروملتونو له خوا د جنګي جرمونو په توګه ثبت شوي دي.
د ملګروملتونو په راپور كي راغي چي د طالبانو د جنګي جنايتونو ډيري پيښي په مركزي او شمالي افغانستان كي ثبت شوي دي.
دا هغه ارقام دي چي د ۲۰۰۱ ميلادي كال په مارچ مياشت كي د ملګروملتونو د بشر د حقونو د سازمان له خوا په اوږده ليست كي خپاره شول .
ولايت سيمه كال مياشت شميره
بلخ دليلي دښټه ۱۹۹۷ مي ۲۰۰۰ طالبان ووژل شول
بلخ د قزل آباد هوايي ډګر ۱۹۹۷ سپټمبر ۵۳ هزارګان ووژل
فارياب ولسوالي قيصار ۱۹۹۷ ډسمبر لږ تر لږه ۶۰۰۰ كليوال ووژل
مزار نه لري ۱۹۹۸ اګسټ لږ تر لږه ۲۰۰۰ تنه ووژل شول
بغلان دره كيان ۱۹۹۸ اګسټ ۴۰ زره كسان بي ځاېه شول
باميان ۱۹۹۹ مي ۱۲۰ تنه هزارګان تر تيغ تير شول ۲۰ زره كورنه پريښودل شول
د كابل شمال شمالي سيمه ۱۹۹۹ اګسټ ۱۴۰ هزار تن بي ځآيه شول
تخار خواجه غار ۱۹۹۹ سپټمبر ۷۰ تنه ووژل شول ۲۳ زره كورونه وران كړل شول
تخار ګوسفندي ۲۰۰۰ جنوري ۵۰ تنه په يو جومات كي ووژل شول
بغلان رباتك سيمه ۲۰۰۰ مي ۳۱ اعدام شول
تخار تالقان ۲۰۰۰ څه نا څه ۳۰۰۰۰۰ كسان بي كوره شول
باميان يكاولنګ ۲۰۰۱ جنوري ۱۷۶ هزاره كشته ۳۰ هزاره اوره
تخار خواجه غار جنوري ۲۰۰۱ له ۳۴ تر ۵۰ ملكي استوګن ووژل شول
باميان فبروري ۲۰۰۱ په راپور كي ځاي نشول

په پورتني ليست كي ثبت شوي ارقام په خورا دقت او زيار را ټول شوي .
راځي چي له دي ډلي د قزل آباد پيښي ته يوه تفصيلي كتنه وكړو
د افغانستان لپاره د ملګورمتلونو د بشر د حقونو ځانګري رپوټ وركونكي ښاغلي چونګ هيون پيك چي په خپله يې د ۱۹۹۷ كال په ډسمبر مياشت كي مزار ښار ته سفر وكړ د ستګرو حال او ر اټول شوي ارقام په دي ډول وړاندي كوي.
هغه وويل طالبانو په ۱۹۹۷ كال كي د افغانستان په شمال مزار ښار بريد وكړ خو بريد كامياب نشو .
طالبانو له ښار څخه د تيښتي سره سم د قزل آباد هوايي آډي ته څيرمه د هزارګانو په پرتو كليو بريد وكړ.
هغوي وويل چې دا ملكي هزارګان بايد بي وسلي شي نو له همدي سره سم كور په كور يي د وسلو لټون پيل كړ.
ښاغلي پيك د عيني شاهدانو د خبرو په حواله ليكي چي طالبانو د كورنو دروازي ور وټكولي او چي به ورته دروازه ورخلاصه كړه چي وسله نلرو نو سمدستي به ئي د خپل كورني تر مخ پر ګولي وويشت او كه چيرته به كوم كس په خپله خوښه د ورسره وسلي سپارلو ته غاړه كيښوده نو هغه هم په دي تور چي ولي وسله ساتي له تيغه تير كړ شول.
ښاغلي پيك وايې : د قزل آباد هوايي اډي ته څيرمه پرتو كلو يو شمير كروندګر په خپلو كروندو كي د طالبانو له خواه ووژل شول .
راپورونه وايي چي ځيني كروندګر په خپلو كرنيزو وسايلو ّكه بيل رمبي يوي او داسي نورو وسايلو حلال شول.
او په همدي سيمه كې د هزاره ځوانانو يوه څورلس كسيزه ډله بيا د طالبانو له لاس ته ورتګ وروسته په ناوړه توګه د مرګ له جزا سره مخامخ شول هغه دا چي طالبانو پر ژوند ترينه سترګي ويستلي او پر ځيني يې هم له وژني مخكي په جوشو اوبو كي ويشول .
په دي كلونو كي په ټوليزه توګه ۵۳ تنه له مينځه ولاړل او د قزل اباد نژدي سيمو كي ۲۰ كورونه وسوځول شول.
پاتي له ۱۴ تر ۱۵ نور كسان طالبانو له ځان سره د قزل آباد هوايې ډ ګر ته يوړل او هلته يې بيل بيل اعدام كړل.
د عبدالعلي په نامه د ( ليپكو) غير حكومتي اداري يو تن مامور چي په همدي وخت كې يې د قزل آباد د هوايي ډګر ګرد چاپير كليو كي په روغتيايې مرستو بوخت وو وويل:
ما پوره څلور ورځي په دي سيمه كې چې طالبانو نيولي وه تيري كړي.
ما په وژل شويو كسانو كې يو ۵ كلن ما شوم ، يو بوډا سړى يوه د لوړ عمر درلودونكي ميرمن او ګن هغه كسان وليدل چي عمرونه يې د ۱۵ او ۶۰ كلونو تر منځ وو.
علي وايې: يو انسان يې ليدلي چې د څټ له خوا په چاړه حلال شوي وو .
هغه د ملكي وژل شويو كسانو ټول ټال شمير ۷۱ تنه په ګوټو كړ.
او د قزل آباد په هوايې ډګر كې يې د جنرال رشيد دوستم دجنبش ګوند د ۴۳ تنو چريكانو د اعدام شاهدي هم وركړه.
د بشر د حقونو كارپوهان پورتني ټولي پيښي په تفصيل سره په خاصو ليستونو كې درج كړي دي خو دا ليستونه تر اوسه په پوره توګه ندي بشپړ شوي.
د ملګروملتونو د بشر د حقونو د سازمان د ليستونو په دننه كې د ثبتو شويو كيسونو له ډلي د بيلګي په توګه د شيخ آباد پيښي ته يوه ځغلنده كتنه كوو.
د شيخ آباد سيمه د مزار ښار ته څيرمه پرته ده .
د دي سيمي سپينږيرو د ملګروملتونو د بشر د حقونو رپوټ وركونكي ښاغلي پيك ته وويل: كله چي طالبانو د دوي سيمي ته راغلل نو قومي مشران او سپينږيري يې را ټول كړل .
او په دي پلمه چې ولي يې خپل ځوانان د طالبانو سره له جګړي څخه ندي منع كړي تر تيغ تير كړل.
د سپينږيرو شميره ديرشو تنو ته رسيده .

د مزار ښار د اوسيدونكو د ډل وژني يوه بله پيښه بيا د كندز په ولايت كې رامنځ ته شوه .
خو دا پيښه د ملګروملتونو له خوا د كندز په ليست كې نه بلكه د قزل آباد او شيخ آباد د پيښو تر څنګ د بلخ ولايت د ډليزي وژني په ليست كې ثبت شوي ده .

د ګلبدين په نامه د كندز له ولايت څخه د طالبانو په ليكو كې ولاړ يو په خټه پښتون ځوان وايې : فكر كوم چي د ۱۹۹۷ ميلادي كال د اكتوبر مياشت به وه .
طالبان د مزار ښار تر بريد لاندي ونيو خو ډير ژر يې ماتي وخوړه د طالبانو د مزار ښار څخه له را وتلو سره سم د خلكو په كورونو يرغل وكړ هر هغه ځوان او سپينږيري چي په لاس ورغى له كور څخه يې را ويستل او له ځان سره يې وړلو ته چمتو كړ.
په سلګونو تنه يرغمل ملكي سړي د څارويو په شان د هغو كانټينرونو كي واچول شول چي په بار وړونكو تريليو بار شوي وو.
ګلبدين وايې يرغمل سړي ۱۰ ساعته په همدي كانټينرونو كې په داسي حالت كې چې د سا ايستل يې په دننه كې ګران كار وو له مزار ښار څخه قندوز ته يوړل شول .
په ځوانانانو او سپينږيرو ډك كانټينري موټر له لس ساعته منېل څخه وروسته د قندز هوايي دګر ته نژدي په يوه كرهنيزه ځمكه كې ودرول شول.
ګلبدين په ناهه پښتون طالب ځوان چې د پلار نوم يې سليم خان او د كندز د چهار دري ولسوالي اوسيدونكي دي وايي : د موټرو د كتار له دريدلو سره سم مي سوج وكړ لكه چې د كوم پوځي تمرين لپاره دلته راغلو خو هر څه زما د فكر پر خلاف وو.
په ما امر وشو چې د كانټينرونو ورونه خلاص كړم او يرغمل شا په شا په ليكو كې كتار ودروم .
د دي اسيرانو شميره ۲۴۰ تنو ته رسيده .
ما هم د امر مطابق اسيران كتار كړل او د هوايي ډ ګر د رنوي د كرښي تر څنګ مي په كرونده كې يوستوي ليك ودرول .
ګلبدين وايې : ډير ژر زما ملګرو اسيران د كلاشينكوفونو خولي ته ونيول او پري يي ډزي پيل كړي او په دي منظور چې مرمي وسپموي يرغمل كسان يې له نيم متري فاصلي څخه تر مردكيو لاندي ونيول .
اسيران په كوپړيو په ګوليو وويشتل شول.
ګلبدين وايې: طالبانو خپلو موخو ته دومره نژدي ور ودريدل چې له ډزو سره سم يې د ځينو توري او سپني ږيري د يرغملو كسانو په سرو وينو څه نا څه خوشتي شوي او د ځينو سپينو جامو هم د وينو رنګ واخيست .
طالب مشرانو سم د لاسه د مړو په خښولو لاس پوري كړ او هغوي يي د په اوږده بياله كې چي د هوايي ډګر څنګ ته پرتو كروندو ته پري اوبو را تلي يو د بل پر سر سره واچول او خاوري يې پري را واړولي .
او د لاريو چلونكو ته يې امر و كړ چې خپل درانده موټر په دي ډليز قبر څو ځلي تير او بير كړي تر څو ښه په خارو كي خښ شي.
ګلبدين د امريكا د متحده ايالتونو د بشر د حقونو يوي مدافعي ډلي كاركونكو ته وويل: له خپل ملګري مي اوريدلي چي د سيمي ګڼ شمير كوڅه ډب سپي له دي پيښي وروسته ليوني شول.
كله چې د ولي په اړه تيرنه پوښته وشوه .
ګلبدين وويل : دا ځكه چې سپو د همدي وژل شويو كسانو د بدن ورستي غوښي خوړلي وي .

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • ba salam

    anche man bardasht kardam een ast ke az dede nawesenda afghanistan na derooz rahbarane khoob dasht , na emrooz wa na ham farda. magar dar hama hal dar moqabele tahajom haye sorkh wa seya mardane fedakar hamesha jan bazi kardand ke man wa nawesenda hardo az een nemat be bahra hasteem ya hoooooooooooooooooooooooooooooooooo
    tareq

  • با سلام خدمت شما. اگه ممکن است این مقاله را به زبان فارسی نیز بنویسد. تا ببینم چه نوشته ای است.
    ممنون

    • دوست عزیز،
      خوب است پشتو یاد بگیرید. شما هم از همین سرزمین هستید. همانطوری که آنان پشتو و دری (دو زبان رسمی) را یاد دارند. برای شما جای خجالت است که زبان رسمی کشور تان را یاد ندارید.
      با احترام

  • لطفاً مقاله پشتو را به فارسی ترجمه نماید

    از سایت کابل تشکر داریم که مطالب بسیار خوبی را تقدیم خوانندگان می کند

    آنلاین : http://www.geocities.jp/afghan...

  • درود برخواننده گان عزیز وشخصی آقای کامران میرهزار وبعدهم عرض کنم که اگرامکان داشته باشد به نوسنده ای مقاله بگویید که به فارسی تبدل کند ودرغیرآن نودوپنج درصد ازخواننده گان ازین مقاله چزی نخواهند فهمید . وبه اندازه ای محرومیت همه جانبه داشتیم که زبان پشتوراهم به ما یاد ندادند .

    • با سلام! اول برو زبان بشري را ياد بگير، بعد مقاله بنويس. با زان حيوانات در باره جهان انسان اظهار نظر كردن نشانه حيوانيت شما است. از اعضاي كابل پرس مي خواهيم كه نوشته به زبان پشتو را يا منتشر نكند، چونكه معلوم است در پشت زبان پشتو چييزي وجود ندارد و يا اينكه آن را به فارسي ترجمه كنند تا بدانيم كه در كله پشتون ها چه مي گذرد. به هرحال نشر نوشته به اين زبان باعث انحطاط جامعه ما مي شود. زيرا اين زبا زيان نوشتاري نيست زبان گفتاري و نشانه كوچي گري و اسپي بازي است. خداياى!! چرا اين ها اين زبان پليد و فقير را ترك نمي كنند!

    • جاي نهايت تآسف است كه خودت با زبان و طرز بيان حيواني به زبان ملي توهين مي كني. واقعيت اين است كه پشتو مثل ساير زبانها زبان نوشتاري وگفتاري است و واژه سازي پشتو بيشتر از زبان دري رو به رشد است. اگر ايران در به شما ندهد شما هيچ زبان نداريد.

    • برو چوچه ایران،اگر ایران نبود کسی ترا در این کشور هم به رسمیت نمی شناخت. زبانت خو بسیار دور است. این همان زبانی است که اگر عربی را از آن بیرون کنی، به انسان بی تنبان شباهت پیدا می کند. خوبست که مانند پشتون ها حاکم نبودی و قدرت نداشتی، ورنه "میخ بر سر مردم می کوبیدی". می گویند: خدا بی دست را دست ندهد و کل بز را شاخ.

    • zani tu fashist kharkos ra gayam. khosed meyayad ke degara zan wa khwareta dashnam bedan?

  • نویسندهً این مطلب با آنکه کوشیده تا اندازهً بیطرفی را مراعات کند اما در مورد علت منع کشت تریاک توسط ملا عمر و بن لادن اصل هدف آنها را که بلند بردن قیمت تریاک در بازار هائ داخلی و خارجی بود از قلم انداخته است. در هنگام اعلام منع کشت تریاک ملا عمر و بن لادن، به مقدار هزاران کیلوگرم تریاک و هیروئین را در گدام ها خویش ذخیره کرده بودند که با عملی نمودن این فرمان به اصطلاح اسلامی صدها میلیون دالر را به جیب زدند.

    در جای دیگر نویسندهٌ مطلب از بی اطلاعئ طالبان از قوانین جنگی گفته که صد در صد خلاف حقیقت میباشد. رهبران طالبان به امر مستقیم پنجاب دست به جنایت زده و میزنند که این ادعا برای تمامئ مردم ما ثابت گردیده و از طرف دیگر در ریاضیات یک قاعدهٌ موجود است که میگوید اگر (آ = ب) بوده و (ب = ث) باشد پس (آ = ث) است. چونکه پاکستان بدون چون و چرا نوکر ...ها است و طالبان نوکر پاکستان، پس طالبان عساکر ... میباشند و خوب هم از قوانین بین الملی و حقوق بشر آگاهی دارند و اینکه چرا عمل نکرده اند و یا چرا این جا ویا آنجا ویرانی و قتل عام کرده اند این یک امر واضح و روشن میباشد.

    داستان ما و ابر قدرت هائ امروز بی شباهت نیست با قصهٌ که در دوران کودکی خوانده بودم که در آن یک فرد شبهنگام دزدی و غارت مینمود و در روشنائی روز اضافه گئ آن اموال را دوباره در میان مردم جهت کسب نام و شهرت نیک تقسیم میکرد. مردم با آنکه از حقیقت آگاه بودند ولی از ترس فرد مذکور خاموش مینشستند...

    لشکر کشی های طالبان به شمال و مناطق مرکزی با آنکه جهالت و کم فکرئ آن تعداد از پشتونهائ را که از این گروه مزدور پیروی مادی و معنوی میکنند نشان میدهد، در حقیقت توسط استعمارگران کهنه کار در آنسوی اوقیانوسها طراحی شده است. در حقیقت افغانستان را به حق شیونستان گفته اند (احتمالا در آن هنگام سروشی از سرزمین فرنگ دم گوش احمدشاه کاکو نجوا کرده که...) چونکه استعمار اهداف دور و درازی برای این منطقه در سر داشته و دارد و متاٌسفانه (تا ختم ذخایر زیرزمینی) ما همچو مواد سوخت برای همیشه در این بحران درگیر خواهیم بود و سالانه هزاران تن از افراد این مرزوبوم به بهانه های مختلف شکار این آتش خواهد گردید. و لعنت اله الی قوم الجاهلین...!!!

    آنلاین : مجاهد سالاران و طالب سالاريزم

  • اینکه بعضی از برادران به زبان پشتو توهین میکنند متاٌسفم. زبان پشتو باآنکه زبان رسمی و مطعلق به یکی از اقوام این کشوراست و همچنان در بخشی از پاکستان نیز کار برد دارد، به قول علمای دینی از تسنن و تشیع زبان رسمئ دوزخ نیز میباشد اما متکلمین این زبان میگویند:

    اغیار وائی چه پشتو د دوزخ ژبه ده
    خو زه دخپل پشتو سره جنت ته زمه

    اما اینکه زبان فارسئ دری از واژه هائ عربی استفاده میکند به نظر بنده جای افتخار است چرا که عربی زبان قرآن، حدیث و بهشت است.

    برادران پشتون هم نباید از استعمال الفاظ فارسئ دری خجالت بکشند چونکه بجز زبان عربی هیچ زبانی صد در صد کامل نمیباشد.

    آنلاین : مجاهد سالاران و طالب سالاريزم

  • شادمان
    از نوشتن مقاله به زبان پشتو که زبان رسمی کشور ما است نه تنها ناراحت نباشیم بلکه خوب است خوشحال باشیم که برادران پشتو زبان ماهم از طریق فرهنگ و نوشته و منطق و با رویه بی طرفی به تحلیل و فهم مسایل سیاسی افغانستان روی می آورند. این مساله در صورتی قابل درک است که به گذشته ها مراجعه کنیم. راستش این است که در گذشته کشورما به جای این که تعامل و تفاهم فرهنگی و اجتماعی ایجاد شود سعی شده با استبداد قومی و زبانی تنها برتری طلبی و خشونت قومی اعمال شود. این گذشته تلخ کشورما بوده است. در نتیجه سایر اقوام نه تنها به فراگیری زبان پشتو روی آورده که در برابر آن مقاومت کرده اند.در شرایط جدید که فضای برادری اقوام رسم کشور ما قرار گرفته است, لازم است این زبان توسط فرهنگیان افغانستان از تمام اقوام فراگرفته شود.
    راستش این است که نه پشتو توسط پاکستان به پشتون ها یاد داده شده و نه فارسی توسط ایرانی ها. سابقه تاریخی تمدن آریانا و خراسان در افغانستان خود اساس زبان فارسی است. پشتون های افغانستان هم سابقه طولانی در این کشور دارند.

    • پشتون ها مجبور است زبان دری یاد بگیرد ما خو مجبور نیستیم

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس