صفحه نخست > دیدگاه > د "فرشتو" د وحشت معراج

د "فرشتو" د وحشت معراج

داسې نومونه لکه ابو حمزہ، ابو خالد، الزرقاوی، ابو بکر، علي، اسامہ، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ایښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی تر کومه بریده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي.
ققنوس
يكشنبه 5 آپریل 2009

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

نور بس دی! هغه څه چې په سوات کې روان دي، د وحشت معراج او د دیني بنسټپالۍ رښتینی مظهر او منظر دی؛ د رحمان او رحیم غیابت، او د قهار او جبار حضور دی.

سوات سوزي. ځمکه او هسک، ځوان او زوړ، کونډې او رنډې، ونه، پاڼه، سم او غر یې ټول د بنسټپالۍ او جهالت د اور په لمبو کې سوی سکوریږي. یو موټی جاهلان د یو ملت پر اوږو سپاره دي، نړۍ ځان پورې خندوي. یو موټې جاهلان چې زړونه یې ړانده او کاڼه دي، د یو ملت هویت پسې ملنډې وهي او موجودیت یې ګواښوي.

هغه ویدیویي کلپ چې رسنیو د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی، یوه زړه بوږنونکې صحنه انځوروي چې په ترڅ کې یې اولس کلنه انجلۍ په دُرو وهل کیږي. دوه ږیرورو ځناورانو یې لاس او پښې ټینګې نیولي او دریم ږیرور ځناور پرې د وحشت او قساوت دُرې یو په بل پسې راوروي. د تماشاګرو یوه کوچنۍ کړۍ هم راتاو ده. پیغله پوره دوه دقیقې په درو وهل کیږي، کوکارې یې اوریدل کیږي، د خپل خلاصون لپاره زاري کوي. په کومه ژبه: پښتو؛ ګناه یې: پرته له محرم نه له کوره وتل.

په پښتو ژبه د خلاصون کوکارې د بلې هرې ژبې په شان دردونکي دي، ځکه چې دا ژبه د هرې بلې ژبې په شان د کوکارو په ځای دا ظرفیت لري چې ښځې او نارینه پرې یو شان د نړۍ تلپاتي فکرونه وزیږوي لکه دا چی د یوې میرمنې ظریفانه احساس بیانوي:

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده-څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅیده
ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې- ده ویل ژوند مې دې یوه خوله خندیده

که دې قساوت د رسمي کړیو ظاهري غبرګون راپارولی او د پاکستان د قاضی القضات په ګډون د ګڼو چارواکو لخوا غندل شوی او د رسمي "تحقیقاتو" غوښتنه يې شوې، نو له بل پلوه دیني ډلو ټپلو او غټ خیټو مشرانو یې هم دا یوه توطئه ګڼلې چې موخه يې د دین بدنامول دي. کوم دین؟ کوم بدنامول؟ مګر بدنامۍ ته څه پاتي دي؟ دا د خپل نوعیت لومړۍ بیلګه نه ده. دې ته ورته کلپونه له اندونیزیا او نایجیریا نه هم لیدل شوي دي. ولې لا تر اوسه یې ډیر لږ کسان قهرجن کړي او ډیرو پرې د چوپتیا خوله راښکلې ده ځکه چې دا ور ته د یو الهي فرمان عملي کول بریښي.

له بده مرغه آن پښتانه چې د دې بیرحمانه توطئې اصلي قربانیان دي غلي پاتي شوي دي. هغه کسان چې ادعا کوي دا د دین د بدنامولو په موخه ترسره شوی، نو په کوم شان چې یې په ګوانتانامو کې د قران شریف د سپکاوي یا د کارتون د ناندرې په وړاندې قهرجن غبرګون وښود، په همهغه شان د دې منحوسې کړنې په ضد هم راپاڅیږي او خپله کرکه دې څرګنده کړي، څو دین له بدنامۍ وژغوري. که رسمي کړۍ او غربي رسنۍ د رسمي وظیفې له مخې دا اقدام په نیمګړی نیت غندي، خو پر هغه فرهنګپالو او ژمنو انسانو ده چې له داسې جزم اندیشانو او د هغوی له امپریالیستو ملاتړ له منګولو څخه د پرهاري انسانیت ژغورنه خپل رسالت ګڼي، چې یوازې خپله کرکه دې نه په ډاګه کوي بلکه باید د داسې پیښو د فکري جړو له بیخه راویستلو په لټه کې شي.

د امپریالیستي ځواکونو او په ځانګړي ډول انګلیسانو لخوا ګړڼدۍ هڅې روانې دي چې پښتون میشته سیمې لاپسې د دیني بیسټپالۍ په اور کې وریتې او ستي کړي او خپل تاریخي غچ په دې توګه غوڅ کړي. درې اونۍ وړاندې د صوبه سرحد ایالتي حکومت د همدې ځواکونو په اشاره او د افراسیاب خټک په نوښت چې په سیمه کې د امریکا د غیررسمي نامیشته سفیر دنده ترسره کوي، په سوات کې له ځایي طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او سوات او شا و خوا سیمه يې طالبانو ته په قباله کړه. ایالتي حکومت او په سر کې یې اسفندیار ولي او افراسیاب خټک غواړي د دوی په وینا دیره او جومات سره پخلا کړي. دا قساوت او دهشت یې هم د پخلا کیدو یوه پایله. داسې تړون کولای شي تر بل هر څه ډیر د ولسونو د فرهنګي تعالي مخه ډب کړي.

افغانستان کې طالبان یو وار بیا د کابل او په پاکستان کې په لومړي وار د لاهور زړه ته رسیدلي. تیره اونۍ، نړۍ د هند پولي ته څیرمه د مناوا د پولیس پر روزنیز مرکز د برید شاهده وه. کیدای شي دې برید نوازشریف چې په سیمه کې د پنجابي غضب او قهر میرغضب دی، له خوبه راویښ کړی وی. شریف او ورور یې په وریښمو جامو کې د دیني افراطیت له اور سره لوبیږي او تل د آی اس آی په ملاتړ په دې لټه کې دي چې وکولای شي طالبان او هغوی ته ورته جاهلان پر پښتنو وتپي او له دې لارې د پښتنو طبیعي زیرمې او په ځانګړي ډول د سرحد ایالت د اوبو بهیر او د هغوی انساني ځواک لوټ کړي. همدا اوس پښتانه ځوانان د پنجاب تر ټولو طاقت فرسا کارونو ته اوږه ورکوي څو وکولای شي یوه مړۍ ډوډۍ کور ته راوړي. که د مناوا پر ځای په رایونډ کې پر نوازشریف فارم هاوس برید ترسره شوی وی، لږ تر لږه دا پنجابي میرغضب خو به یې اړ ویستلی وی چې نور د قاضي حسین احمد په شان جاهلو عناصرو سره ائتلاف ونکړي او پر مذهبي افراطیانو له پانګونې لاس په سر شي.

دیني بنسټپالۍ او ورسره تړلې ترهګري، یو خپلواک اقتصادي سکتور رامنځ ته کړی چې کافي ګټه وټه هم له ځانه سره لري او یو شمیر بې هویته پښتانه ترې د ټولو پښتنو په بیه ګټه پورته کوي. داسې نومونه لکه ابو حمزہ، ابو خالد، الزرقاوی، ابو بکر، علي، اسامہ، ابو طارق، مروان، ذوالفقار او ابومحمد چې طالب قوماندانو پر ځان ایښي، د دې ښکارندويي کوي چې دوی تر کومه بریده له ځانه پردي او مقلد او دلقک لاسپوڅي دي. خو د تپل شوې بنسټپالۍ او جهالت قهقرایي بهیر، هغه څه دی چې بیه یې پښتون ولس د خپل ژوند په بیه پرې کوي.

طالبان چې سیمې او په ځانګړي ډول پښتنو ته د امریکا او بریتانیا د ښکیلاک ستره پیرزوینه او ډالۍ ده او په لومړي سر کې د غربي رسنیو او فرهنګي تالي څټو او مرتجعینیو لخوا د فرشتو په نوم ټولنې ته پیژندل کیدل او سره لدې چې د افغانستان د ټولو قومونو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو په وړاندې یې ناکردې کولي خو لویدیځوالو پرې غوږونه کاڼه اچولي ول، هڅه کوي چې د لویدیځ ځواکونو د اوږدمهاله ګټو د خوندیتوب لپاره سیمه د ډبر پیر او له هغې هم هاخوا، شا ته وګرځوي. همدا لامل دی چې تر هر څه د مخه ښوونځي او په سر کې د نجونو ښوونځي په نښه کوي. ښوونځي په بمونو الوزوي، او د نجونو په ورتګ پابندي لګوي.

پشتانه شاعرانو تل له دې پلپوت کړې چې "جانان را نه کړه پناه په تور وربل کې..." باید پوه شي چې د دې جنایت په وړاندې سکوت، په خپل وار د نه بخښنې جنایت دی.

آلماني مترقي هنرمند برتولد برشت لیکلي و:

څوک چې مسکی دی، بوږنونکی خبر یې لا تر غوږ شوی نه دی

عجیبه عصر دی چې پر ونو غږیدل، پوره جنایت دی

ځکه چې پر ونو غږیدل، پر بې شمیره جنایتونو خوله راکاږل دي!

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس