کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > موروثي سياست او حکومت

موروثي سياست او حکومت

يكشنبه 30 اكتبر 2011, بوسيله‌ى جمعه خان صوفي

د خيبر پښتونخوا حکومت نا تجربه کارو، خامﻻسو او خام فکره خلکو په ﻻس کې دى نو ځکه د حکومت صوبايي مشر لګيا دى په دواړو ﻻسونو د ماما او بابا په ګټه صوبايي حکومت څرخوي او د کابينې نور غړي يې تقليد کوي – تر دې چې د رڼيتوب بين المللي ادارې يعنې ټرانسپيرنسي انټرنيشنل ورته په پاکستان کې تر ټولو کرپټ او فسادي حکومت ويلي دي. فکر وکړئ چې کوم حکومت د زرداري_ګيلان مرکزي حکومت او رئيساني-قايم علي صوبايي حکومتونو نه هم زيات فسادي وي نو هغه به څنګه حکومت وي؟
دصوبې د وزارت اعلې دپاره څو نور په معيار پوره نوماندانان (اميدواران) موجود وو چې تر ټولو وړاندې يې بشير احمد بلور ؤ. مګر هغه ته دغه عهده ورکول د موروثي سياست په معيار نه برابريده (اګر که بلوران پخپله هم لويه ډاينسټي (Dynasty)کې دننه وړه ډاينسټي جوړه شوېده او ځانونو ته حق ورکوي چې د خدايي خدمتګارۍ ټول افتخارات پخپله نفع استعمال کړي.)
اصلي خدايي خدمتګاران خو د جنګ دپاره ساتل شوي اوږي مړزان وو چې باچا خان به په ډير مهارت په کار راوستل او جنګ او جدوجهد به يې پرې پر مخ بوتللو. هغوى هم په جر مست وو او ښه بار به يې اوړلو. نور د هغوى هيڅ کار نه وو. فکر، سياست، حکومت سازي او منصوبه بندي بابا کوله، چا پرې داعتراض جرآَت نه شو کولى. جمهوريت د هغوى دپاره نه و. با با د ګاندهي جي هره خبره منله خو خپله ډله يې پخپل جيب کې ساتله او هغوى ته يې د ګاندهي جي په پرله پسې اسرار هم د کانګرس دروازه نه خلا صوله بيا دهغوى ذهن او خوله خلاصيدله او د کانګرس دروازې صرف د هغه د خاندان دپاره وې – سر يې کانګرس او تنه يې خدايي خدمتګا ره.
ځينې پاکستاني معذرت غوښتونکي د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست طبعي ماحول ته ګوته نيسي او وايي چې د بر صغير خلک د لويو کورنيو تر شا ټوليږي. دا قسمي حقانيت لري، مطلقيت ته بوتلل يې خطرناک دي. ګاندهي جي، قايداعظم او نه لياقت علي خان مو روثي سياست ته وده ورکړېده. دنهرو ډاينسټي ارادتآً يعنې (By Design) نه ده جوړه شوې بلکه تصادفاتو منځته راوړې ده يعنې(By Default) وجود کې راغلې ده.
١٩٦٤ کې دجواهر ﻻل نهرو دمرګ نه پس د هندوستان وزيراعظم ﻻل بهادر شاستري شو او د کانګرس پارټۍ واګې د جنوبي هند کامراج ته حواله شوې وې. ١٩٦٦ کې په تاشکند کې ﻻل بهادر شاستري د زړه د اودريدو له کبله مړ شو نو د هغه د مرګ نه و روستو کامراج د مورارجي ډيسايي په مقابل کې د اندرا ګاندهي د وزيراعظمۍ مرسته وکړه او ددغه ځايه د نهرو (اندراګاندهي) ډاينسټي بنياد جوړ شو.اګرکه ددغه ډاينسټي تسلسل څو وارې مات شو. په سريلنکا کې د بندرا نائيکې او نيپال کې د کوئيراﻻ ډانسټيګانې هم تصادفاتو منځته راوستلي دي.
پاکستان کې د بهټو موروثيت هم تصادف جوړ کړ. يو خو دبهټو وژل ناڅاپي وشول او بيا هم هغه په آخري وخت کې غوښتل چې د پارټۍ واګې خپل نائب شيخ رشيد احمد ته حواله کړي خو هغه د لويو لويو جاګيردارانو په موجودګۍ کې د پا رټۍ سمبالښت نه معذرت وغوښت او بيګم نصرت بهټو ته يې د پارټۍ واګې ورپه ﻻس کړې يعنې بهټو ډائنسټي( By Default )منځته راغله.
دباچاخان نور خدمات يو غاړې ته کړه خو په حقيقت کې د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست باني مباني او بنسټ ايښو دونکى هم باچاخان دى چې د اولې ورځې نه يې د خپل فاميل د حاکميت دپاره هڅې وکړې. د عبدالغفار په ځاى په باچا (خان) خوښ شو او د خپل وارث ټاټوبى يې د شاهي باغ په نوم و نومول شو. خپله د مهمند زي قبيله يې په محمد زي مشهور ه کړه ځکه چې د هغه دپاره د تقليد نمونه کابل کې ددرانيوحاکمه محمد زي کورنۍ شوه.
هندوستان کې د اقتدار بوى لګيدو سره يې مشر ورور ډاکټر خانصاحب انګريزي فوج په ګائيډ (رساله) کې د نوکرۍ نه استعفا کولو ته اړ کړ. اول يې مرکزي قانون سازه اسمبلۍ کې غړى کړو او چې صوبايي حکومتونه جوړيدل نو د دغه ځايه يې مستعفي کړ، د صوبايي اسمبلۍ ممبر شو او ١٩٣٧ کې يې وزيراعلې جوړکړ. ډاګټر خانصاحب سره ددې چې دده نه مشر او طبيعت کې بيل و، ليکن د اقتدار کرسۍ يې په بل چا نه سوديدله.
باچا خان ته پته وه چې آل انډيا کانګرس په هر حالت کې د مسلمانانو د اکثريت په دې صو به کې خپل حمايت حياتي گڼي نو هغوى ددوى ډيرې نخرې برداشت کولې. دويم جنګ عظيم دوران کې کانګرس د پيرنګي دجنګي هڅو مخالف و، مګر زمونږ په صوبه کې ډاګټر خانصاحب د انګريز په ملا تړ کې و. وايسراى ﻻرډ ويول په دې حقيقت خپله خو شالي څرګنده کړه چې د کانګرس د ﻻين په مخالفت کې ډاکټر خانصاحب زمونږ جنګي کوششونو سره مرسته کوله. دغه وجه وه چې ټول هند کې يې په کانګرس باندې بنديز ولګولو (دکانګرس حکومتونو پخوا نه مستعفي شوي وو) ليکن زمونږ صوبه کې يې کانګرس آزاد پريښود او د نور هندبرخلاف يې دلته کانګرسي حکومت بيا جوړولو ته ﻻر هواره کړه.
دغه دوران کې د قاضي عطا ءالله او ډاکټر حانصاحب تر منځ او ثمين جان خان او ډاګټر صاحب تر منځ سپګه مړه شوې وه. د صوبې د کانګرس ممبران اکثريت کې د ډاکټر صاحب مخالف وو. ليکن باچا خان د ډکټېټر په حيث فيصله وکړه چې د صو بې وزير اعلې به ډاکټر صاحب وي. ثمين جان خان خو مسلم ليګ کې شامل شو، مګر قاضي د خپلولۍ په رشته تړلى و او غاړه يې کښيوده. د صوبې انګريز ګورنر اولف کيرو د باچا خان کورنۍ په خاندان پرستۍ، خويش خورۍ او خود خواهۍ باندې تورنه کړه. آو چې د جنګ نه پس ډاکټر صاحب بيا په دريم ځل وزير اعلې شو نو کيرو پرې داسې تبصره وکړه ((وزارت يوه خانداني معامله ده. د قا ضي عطا ءالله لور د عبدالغفار په کشر ځوى واده ده او نوى وزير يحىَ جان د عبدالغفار خان يوې لور سره واده کړى دى. د وزارت فا مېلي څهره نوره هم جوته شي چې د عبدالغفار يو ځوى عبدالغني په مرکزي اسمبلۍ کې د صوبې نمايندګي کوي)) (وګورئ د کيرو وايسراى ته پنځم رپورټ زما د انګريزي ژبې کتاب کې) په دغه وزارت کې بل وزير هندو مهر چند کهنه و چې طبعي طور د خپل خاندان نه نشو سپلايي کيدى. نور ټوله کابينه د بهرام خان د کورنۍ وه. کابينه کې ټول درې وزيران وو.
څه وخت چې باچا خان پخپل زوم يحيى جان باندې ګورنمنټ هايي سکول نمبر ون کې د هيډ ماسټرۍ نه استعفا ورکړه او وزير تعليم يې کړو نو عقلمند خدايي خدمتګاران وګوريدل. د احمدي بانډې ساﻻر اسلم د اعتراض په ډول باچاخان نه تپوس وکړ چې قربانۍ مونږ ورکوو، جيلونو ته مونږ ځو او وزير ته خپل زوم جوړوې نو باچا خان په ځواب کې ووې چې زما په نور چا اعتماد نشته. دغه وه چې ساﻻر صاحب کانکرس (خدايي خدمتګارۍ) نه مستعفي او مسلم ليګ کې شامل شو. باچا خان تر آخره پورې په يو پښتون هم باور نه درلود، فقط استعمالول يې.
باچا خان په خپل ژوندون خپل وراثت خپل منځومي ځوى ولي خان ته په داسې حالت کې پريښود چې خپل مشر ځوى غني خان ورسره اختلافات پيدا کړي وو، ځان يې ډډې ته کړى و او شعرو ادب،مجسمه سازۍ،پينټنګ او نورو نشو کې غرق شوى و او سياست ته يې شا کړې وه.
د ببرک کارمل حکومت و. د ١٩٨٢ کال و. باچاخان هند ته تللى و. هلته يې د افغان حکومت خلاف اخباري بيان ورکړى و. کارمل صاحب ورپسې نائب وزير اعظم او د پلاننګ وزير او زمونږ دوست محراب الدين پکتيا وال وليږلو چې بابا ددغه رنګ بيانونو ورکولو نه منع کړي. باچا خان د ګجرات ګورنر په کو ر کې ديره و. پکتياوال مخکې ددې چې خپله مدعا بيان کړي، باچاخان پوه شو او دهغه په مخکې يې د هند حکومت خلاف او افغانستان په حق کې داسې خبرې وکړې چې پيغام رسان يې سوال کولو ته پرې نه ښود. ساده افغان و، باور يې راغلو. دغه ورځو کې افغاني او ځينې شوروي حلقاتو کې د پښتنو د يووالي او افغانستان پراختيا په هکله ګنګوسې روانې وې. په دغه موضوع باندې پکتياوال رڼا اچوله او باچا خان ورسره همنوا و. آخر کې پکتيا وال ترې پوښتي‌ چې بابا ددغه افغانستان مشر به څوک وي؟ با چاخان بلا درنګ وايي چى ولي (ولي خان) به وي، نور به څوک وي؟ يعنې تورې به ﻻﻻ وهي، نوړۍ به حمدالله وهي.
باچا خان ولي باغ کې خپله بيعزتي برداشت کوله، مګر د خپلې کورنۍ د باچا هۍ خلاف يې خوله نه وازوله. حيدر هوتي د کړوسي په حيث د باچا خان د سياست تسلسل ساتي ځکه چې بابا هر څه خپلې کورنۍ ته محدود سا تل. ساﻻر صاحب،جرنيل صاحب، صدر صاحب او سيکرټري صاحب او دغه شان ډيرانى، بارانى او سارانى کاکا يې استعمالول، با چاهي کې يې نه شريکول. اقتدار د هغوى دپاره نه و. چې بابا به حکومت خپلو ته پريښود نو هغو خدايي خدمتګارو چې غو ښتل به يې دفترونو کې د خپلو پرديو مسايل حل کړي ته به با با په قار وويل چې پريږدئ دا د سرکار دفترونه؛ سرکار به خپل کار کوي، مونږ خو د کليو او خدمت خلک يو ځئ چې په خلکو وګرځو او دغه شان به يې د خپل حکومت اوږې سپکې کولې. تر دې چې د نورې نړۍ د نورمونو او قاعدې برخلاف يې د ايوارډونو او جائزو په نوم اغستل شوې پيسې هم خپلې کورنۍ ته پريښودې او د پښتون په کار يې را نه وستلې.

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






90 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > موروثي سياست او حکومت

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.