Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 68043

عبدالرحمن پژواک دیپلومات ورزیده یا چهرهء حیله گر تاریخ؟

28 نوامبر 2012, 13:21, توسط ستا وطنوال

ښاغلی یا اغلی کابل وطنه سلامونه او نیکی هیلی
په پښتو او په پارسی دواړو ژبو کی یو متل دی چی زه به یی دواړه درته ولیکم:
[ وایی په خره سپور یی او لندن ته ګوریی ] او په فارسی کی عین معنی داسی وایی [ سر کیک سوار استی و بخارا را تماشا داری ] بخښنه غواړم که په پارسی می سم نه وی لیکلی. په هر حال دا دواړه متلونه ستا او ستا پشان کسانو په حال باندی پوره دلالت کوي ، تاسو زمانی فکتور په مکمله توګه له یاده ویستلی دی. ستاسو تحلیل داسی معنی لری چی یو سپینږیری ته ووایی خدای دی غرق کړه ولی سپینږیری شوی یی !!! کله چی یوه تاریخی پیښه څیړل کیږی نو هڅه دا وی چی د هماغه زمان لیکنی او اسناد را واخستل شی او لیکوال د هماغه زمان په جامه کی ځان ځای کړی او په ښه او بدو یی قضاوت وکړی!
ته چی لیکی [وفرزندان عبدالرحمن نابود نمود] دا ستا لویه تیروتنه ده لکه زه چی هزاره دوستانو ته مخاطب شم او ووایم: خدای مکړه تاسو دی خدای تباه او برباد کړی چی تاسو د چنګیز اولاده یاستی او هغه هم د دی لپاره چی ستاسو شکل او شمایل د چنګیز لښکریانو او هغه ته ورته دی.
او بل دا چی چنګیز د خپلی توری او د ظلم په زور نیمه نړی تر خپلی ولکی راوسته ! ستا قضاوت د هغه په مورد کی څه دی ؟ زما په اند باید د چنګیز ښه او بد د هغه د زمانی سره سم تر قضاوت لاندی راشی.
حتی قران هم د مرییانو د حقونو په اړه د هغی زمانی خبری راخستی دی، نو ننی دینی عالم نشی کولی په یویشتمی پیړی کی هغه اسلامی کردارونه په هماغه شکل پلی کړی چی په ۱۴۰۰ کاله مخکی پلی کیدل ، ننی دینی عالم باید د زمانی فکتور په نظر کی نیولو سره د اسلامی ښوونو نه قیاس را واخلی او د اسلامی ښوونو په چوکاټ کی نوی لارښونی د ټولنی مخته کیږدي.
زه دا نه وایم چی پخوانی افغانی سرداران او حاکمان لکه د مور شیدی داسی پاک دی او هغوی ته براًت ورکړم ، د نړی هر حاکم او حکمچلوونکی له نن نه نیولی تر پخوا پوری تیروتنی او ظلمونه کړی دی. دا باید په روښانه او ملی روحیه وڅیړل شی او د راتلونکو نسلونو لپاره د پند او درس په توګه وکارول شی. نه لکه ستا غوندی چی تری د لعنت طوق جوړ کړی او د یوه ځانګړی قوم په غاړه چی ورسره شخصی تربګنی لری وزړه وی او د ځان لپاره افتخار وګټي!!
بهمنه انډیواله تاته به هم ستا د خپلی ژبی یو متل مخته کیږدم:
وایی [ هرکه آب از دم شمشیر خورد نوشش باد] ته نارینه شه توره تر ملا کړه او داسی خراسان جوړ کړه چی خلک پکښی د عزت او افتخار ژوند ولری. د عزت او افتخار ټکی ډیر مهم دی ! نه داسی یو خراسان چی لکه پاکستان د انګریزانو نه یا د کوم بل یوه نه میراث کی درته ورسیږی او ته ورباندی فخرونه وپلوری !! نو هله به د یو پښتون په صفت دی اول زه خواته اودریږم . نه یوازی چی حمایه دی کوم بلکی زه هم توره درسره اخلم او میدان ته وردانګم. کاش چی تا داسی کولای شوی نو چی نه یی شی کولی نو هڅی ببولالو باندی مه سر کیږه او که سر کیږی نو زه مالومه یی کړه ....دا ګز او دا میدان!!
د پښتو نشنلزم په اړه چی تا ورته د قبیله ګرا او پښتونیزم متافورونه کارولی دی باید دا درته په ډاګه ووایم چی ته باید د پښتونیزم او د پښتنو د حق غوښتنی تر منځ توپیر و پیژنی . د آل یحیی دی کور برباد شی چی د ړونداندو او ازادی غوښتونکی پښتنو نه ډیر سخت بیریدل او له ځانه شا او خوا یی تاجک تکنوکراتان راټول کړی وه ، نه دوی به چی ها کړل تاجک تکنوکرات به د بلی صیب په ویلو امرونه مخته بیول. زه خو دا وایم آل یحیی خاندان د تاجکو زیات په خپله پښتنو ته ډیر خیانت کړی دی. کیدای شی دا ادعا می هم صحیح ثابته شی که ووایم چی تاجکو ته آل یحیی تر پښتنو ډیر خدمت کړی دی نو په حقه به وی . نو ای کاش تاسو ته خو یی د خدمتونو قدر معلوم وای !!! نن چی پښتون په مورنی ژبه د زده کړی چیغه پورته کړی. نو لکه تاغوندی تاجکو روښانفکرانو باندی اور پوری شی او ګوته پورته کړي ...اینست پښتونیزم خونخوار و هیله ګر!!
هیله لرم لږ د خپل وجدان اواز ته غوږ ونیسی او هاغه څه چی لیکی لږ پری غور وکړی. او دا کوشش وکړی چی ها څه چی لیکی د تفاهم او د وصل سبب شی نه د فصل او نفاق.
بل راځه چی پښتو نشنلزم او تاجک نشنلزم ته په مثبته سترګه وګورو. او دواړه په یو ستراتیژیک حالت کی داسی پرمخ بوزو چی د دواړو فرهنګونو بډاینه یی پای وي. پریږده چی پښتانه خپله ژبه بډایه کړي . پریږده چی پښتانه تعلیم وکړي او د پوهی د برکته پخپله ژبه باندی برخمن شی نه لکه انګریز او د آل یحیی سیاستونه چی له پښتنو نه یی د عسکر او پوځ په توګه کار واخیست او د دوی نشنالستی احساسات یی په سیاسی بغرۍ کی د ځان په ګته وڅرخول.
په دی توګه نشنلیزم یو مثبت ارزښت دی خو شرط دا چی په ستراتیژیک ډول وکارول شی. نو په اخرکی به د رحمن بابا د اشعارونه یو شعر درته ولیکم:
ته چی بل په غشو ولی هڅی پوی شه چی همدا غشی به ستا په لور ګزار شی
په درناوي
ستا وطنوال

جستجو در کابل پرس