Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 76472

احسان الله بیات به کارمندان پشتون تلویزیون آریانا باج میدهد

23 سپتامبر 2013, 08:12, توسط همت

بيات پښتنو ته باج نه وركوي ،بلكې پرې كارونه كوي

زما نه خوښيږي چې په هره مسله د چا بې ځايه نيوكه وكړم ، خو كله مې چې په انترنيت كې ( بيات به پشتونها باج ميدهد ) په ليكنه سترګې ولګيدې نو هغه ناخوالې مې ټولې سترګو ته ودريدې چې په دغه رسنى كې موجودې دي او ځينې مسايل چې په دې ليكه كې بې ځايه ياد شوي او تورونه لګول شوي دي سپيناوى وكړم ،
زه نه غواړم په دې ليكنه كې د يادو شويو كسانو مدافع وكيل شم ، خو هغه څه چې زه يې شاهد يم غواړم لوستونكو ته وړاندې كړم . په دې ليكنه كې چې ګويا بيات پښتنو ته باج وركوي . دا ليكنه چې سرترپايه ايراني رنګ لري او ښكاري ليكوال يې چې كافي سواد هم نه لري يو له هغو كسانو وي چې په دغه شبكه كې د شيعه مذهبۍ په خاطر ګومارل شوى او په ايران كې يې زده كړې كړې وې ، په ليكنه كې داسې ښودل شوې چې ګنې تلويزيون له خپلې تګلارې چې د ايران د ګټو دفاع ده سرغړونه كړې او د خپلو ادعاوو د ثبوت له پاره هيڅ داسې څه نه لري چې لوستونكي پرې قضاوت وكړاى شي .
په ليكنه كې د بيات د شخصيت په اړه شوې ادعاوې هم پوچې دي ځكه ليكوال وايي چې هغه يو چاپلوس شخص دى او يوازې پښتنو ته پيسې وركوي ، خو دا يې له ياده ايستلې چې په دغه تلويزيون كې څومره هزاره ګان او شيعه ګان كار كوي او څومره كسانو ته هره ورځ خپلې مرستې ويشي او يا عام المنفعه ځايونه جوړوي ، خو يوازې په دې يې څپ پړسيدلى چې احسان الله آرينزي ته پنځلس زره ډالره وركوي ، زه خبر نه لرم چې هغه ته به څومره معاش وركوي ، خو دومره خبريم چې هغه په تلويزيون كې هيڅ مسوليت نه لري او نورې چارې پرمخ وړي .
بيات چې تر دې كچې رسيدلى همدومره پراخ فكر لري چې مذهب ، قوم او ژبې په اړه فكر نه كوي او هغه ځانته خپلې ځانګړتياوې لري .ليكوال چې زه غواړم ورته عزيزي وايم په دې هم سترګې پټې كړې چې په دغه شبكه كې څومره هزاره ګان د شتمنيو خاوندان شول ، څومره كسان په كې غلاوې كوي او څو نورو يې شخصي شركتونه جوړ كړل .
عزيز وايي چې د آريانا تلويزيون خپرونې خنثى او د پښتنو له منافعو سره سمې جوړيږي ، عزيزي چې سرتر پايه ايراني ماغزه لري ملي ګټې هم د پښتنو ګټې ګڼي ، خو له ده ګيله په كار نه ده ځكه چې د قوم له كبله د بيات د يوې مهمې مجلې چارې ورسپارل شوې ، خو هغه هم له ګڼو غلطيو سره مل را وباسي يوازې انترنيت يې كافي كوي او وروسته يې په اعلى كاغذ خپروي ، كه قوميت مطرح نه واى نو عزيزي به چيرې باردنګ پلورل .
عزيز وايي چې له دغه تلويزيون څخه تراوسه هيځ د علي ولي الله آذان نه دى خپور شوى خو دا يې هم هيره كړې چې دا شبكه هيڅ آذان نه خپروي .
عزيز په دې هم اعتراف كوي چې د دغه تلويزيون خپرونې خنثى دي ، خو له ياده يې وتلي چې په دې شبكه كې ټول پروديوسران او چارواكي پښتانه نه دي ، د عزيزي ليكنه ښيي چې دا ښاغلى د هغو كسانو له ډلې دى او يا له هغو كسانو څخه دى چې د نصير فياض د استعفا په منظورى كې ښكيل وو، ځكه فياض په دغه تلويزيون كې د ايران د لاسوهنې له امله استعفا وركړه چې د ايراني چاپلوسانو يې استعفا ومنله ، خو بيات چې په حقيقت خبر وو دا ښاغلى بيرته په عزت راووست او اوس لكه د نورو ميړه داسې ګرځي ، عزيزي دومره په تعصب كې ډوب دى چې يوازې د فياض يادونه كوي او د علي كاظمي په اړه چې هغه هم ورسره و هيڅ نه وايي .
د عزيز او دهغه د ملاتړو په سر كې د يوه ميږي ماغزه هم واى نو په د فياض په راتګ سره يې بايد استعفا وركړې واى او له شرمه يې له رسنيو سره مخه ښه كړې واى ، خو د شرم د نشتوالي له امله اوس هم خپل كارونه كوي . فياض تراوسه په دې اوو اتو كلونو كې يوه خپرونه هم په پښتو نه ده خپره كړې او په دري يې خبرونه لوستل چې ښه ده غير پښتون يې وبولو ځكه څوك چې پښتو نه وايي هغه پښتون نه دى .
اوس به راشو دې ته چې په دغه دفتر كې څومره پښتانه او څومره يې د ليكوال قوميان دي . دا شبكه درې رييسان لري چې يو يې امريكايى ، يو ازبيك او يو هم تاجيك دى هيڅ پښتون رييس نه لري ، د تلويزيون په ټولو دپارتمنتونو كې پښتون مسول نه شته يوازې د راديو په نامه مسول پښتون دى ، خو نه يې اخلاق دې پښتانه دي او نه هم استعداد نه يې پښتو زده ده او نه يې هم تراوسه ويلې ده ، د هزاره ګانو په تعليمي موسسه كې يې زده كړې كړې يانې يو شيعه ملا دى او بس .
نور د پرودكش مدير تاجك ، اداري مديريت ټول هزارګان ، ترانسپورت ټول هزارګان ، په راديو كې دوه پښتانه دوه هزاره او پنځه ازبيك ، په خبر څانګه كې چې په مركز او ولايتونو كې نيژدې شپيته كارمندان لري يوازې ۱۲ پښتانه دي ، ويب سايت له سره ټول هزاره ګان ، په ټوليز ډول د آريانا تلويزيون د څه دپاسه ۳۰۰ كارمندانو له ډې تر شلو پورې پښتانه دي نور نورخلك ، ايرانى جاسوس وايي تلويزيون د پښتنو په محاصره كې دى په داسې حال كې چې په څلورويشت ساعتونو كې يوازې نيم ساعت پښتو خبرونه لري او نور ټولې خپرونې يا دري او يا هم ازبيكي دي او بس . وايي متعصب عقل نه لري رښتيا ده د ايران دا جاسوس وايي فياض شرم نه لري او په ډير غرور ګرځي ، خو دې ته يې پام نه دى چې بيات په څومره عزت بيرته راووست د هغو كسانو پر سر يې وګوماره چې د ايرانيانو په اشاره يې د ده استعفا منلې وه ، خو دا يې له ياده وتلي چې د دغه تلويزيون اداري مدير چې د ايراني جاسوس خپل قومي او په كابل سرينا هوتل كې ګارسون و څو ځلې د تيلو ، موټرو د پرزو له امله ايستل شوى ، څو ځلې يې ګاردانو كارت ترې اخيستى او د تلويزيون مالكان يې اوس هم ورته د ټولو خلكو په وړاندې دغله خطاب كوي اوس هم كار ته دوام وركوي ؟
د قومي تعصب له امله د تلويزيون ټولې برخې له هزاره ګانو ډكې شوې ، پښتانه ولې نه استخداميږي . اوس په راشو په دې شبكه كې قومي تعصب ته چې څومره خپرونې په همدې معيار ويشل شوې او څومره كسان چې هيڅ معيار نه لري د تلويزيون صفحې ته ايستل شوي دي . د پرودكش پخواني مدير چې يو لوى كميشن كار) او د رييس لاسپوڅى او د غير اخلاقي كړنو له امله له تلويزيون وايستل شو د ( انتخاب بينندها ) خپرونې چلوونكى د دغه د غوښتنې د نه منلو له امله له دندې ليرې شوه او پرځاى يې يوه داسې نجلې راوستل شوې چې هو به هو چلۍ وزه ده خو يوازې معيار يې دادى چې د رييس قومي ده ، د ميليونر پښتو خپرونه ليرې كړاى شوه ، د ( مبارزات نهايي ) خپرونه د يوه داسې كس له خوا پرمخ وړل كيږي چې په ښه سره ګرمۍ كې يې اندازه كړې هم تر ۶۰ سانتي لوړ نه دى ، خو دا چې ازبيك او د رييس قومي دى نو اوس خپرونه چلوي .
په پاى كې د كابل پرس د ليكنې ليكوال ته وړانديز كوم چې مطالعه وكړه ، د غلا پرځاى په كار كې جدي هڅې وكړه ، له قومي او مذهبي تعصب څخه لاس واخله ، د مجلې مطالب له سايتونو مه غلاكوه ، املايي غلطۍ دې سمې كړه كه نه نو ډير به ونه چليږي

جستجو در کابل پرس