Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 76872

اشرف غنی احمدزی: دوستم قاتل شناخته شده است | نوشته ای که اشرف غنی چهار سال بعد آن را سانسور کرد

10 اكتبر 2013, 21:26, توسط AFGHAN...

له ډاکتر اشرف غني سره د جنرال دوستم

له ډاکتر اشرف غني سره د جنرال دوستم او سرور دانش د ملګرتیا ګټې او تاوانونه

1) دا خو ټول افغانان او نړۍ مني چې ډاکتر اشرف غني د نړۍ یو لوی مفکر دی. ټول افغانان ورته ژور درناوی لري او پر دې صفت یې پیژني چې د خدمت او دولت جوړولو یو اورنی عاشق دی. دکار کفایت او پوهه هم لري، نیت او اراده یې هم لري او ملي او نړیوال ملاتړ هم.
2) پښتنو ته په خاص ډول او ټول افغانستان ته په عام ډول سوله د اب حیات حیثیت لري. خو د کرزي ـ فهیم اوسنی ټیم د سولې او روغې ـ جوړې هیڅ ډول اراده نلري. ډاکتر اشرف غني د سولې لپاره عملي پلان او اراده لري.
3) مارشال او کرزی غواړي افغانستان د څو کورنیو شخصي ملکیت شي. او غواړي ځانونه په دروغو د پښتنو او تاجکو استازي وښیي. د کرزي ورونو دا خبره هر ځای افشا کړي ده چې په پښتنو کې د کرزي کورنۍ او په نورو قومونو کې د فهیم، عطا، رباني، خلیلي، دوستم او مسعود د کورنیو په شان اووه کورنۍ بس دي چې افغانستان اداره کړي. دا خبره په عین عباراتو ډیرو خلکو له فهیم او عطا څخه هم اوریدلې ده. عملآ د هیواد ۲۰ لوی تجارتونه د کرزي صیب او مارشال فهیم د ورونو له خوا پر مخ بیول کیږي. اشرف غني به افغانستان له کورنۍ ټولواکۍ او کورنۍ سوداګرۍ څخه څخه راوباسي او یو ماډرن دولت ته به یې پورته کړي.
4) شرایط داسې دي چې له یوې خوا په پښتنو سیمو جنګ دی او ووټونه به کم استعمال شي، له بلې خوا د کرزي ـ فهیم ۱۲ کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ فاسد ترین هیواد کړ او د هیڅ ډول سمون ارده نلري. نو په هر دول چې وي باید دومره رایې واخیستل شي چې واک ته د اشرف غني په رسیدو د سمون لپاره لار اواره شي.
5) متاسفانه نړیوالو او کورنیو شرایطو یو واحد افغان ملت په قومونو ویشلی او سیاست یې قومي کړی دی. نو سره لدې چې ایډیاله خبره نده او پکار وه چې افغانستان شموله سیاسي ګوندونه موجود وای او د ارزښتونو مقابله یې کړی وای، خو تریخ واقعیت دادی چې دوستم او خلیلي د ازبکو او هزاره په منځ کې ژور نفوذ لري او د خپلو قومونو عملي مشران دي.
6) بله ستراتیژیکه مسئله داده چې هزاره او ازبک قومونه هم په تیر تاریخ کې او هم له تیرو شل کلونو راهیسې د پښتنو څنګ ته ولاړ دي: له حکمتیار سره هم وو، طالب ته یې هم تمایل درلود خو د همکارۍ نیت یې سبوتاژ شو، د اسمعیل خان پر ضد یې له طالبانو سره مرسته کړې وه. کرزي صیب سره هم ولاړ وو. اوس عملا نظار شورا او جمیعت د افغانستان نظام انحصار کړی او له ۷۵٪ څخه تر ۸۵٪ اردو او ملکي ادراه یې په واک کې ده. سره لدې چې د کومې ولسوالۍ، ولایت او قوم استازولي نشي کول او د ۱۰ ـ ۱۵ زرو په خواوشا کې خلک دي، خو د شریفو تاجکانو د نماینده ګي دروغجنه دعوه کوي. نو د نظار شورا او جمیعت له انحصاره د هیواد د را ایستلو یوه لار داده چې ټول افغانان سره یو شي، تر څود تاجکو ورونو په ګډون واک ټولو قومونو ته په عادلانه او متوازن ډول انتقال شي.
7) بل ستراتیژیک اړخ یې دادی چې د افغانستان شمال زموږ د هیواد د وحدت لپاره تر هر څه مهم دی. استاد عطا د یو جلا پاچا په توګه دا دولس کاله ولکه کړی دی او د غلا رز میلیون ډالر یې ذخیره کړي دي. د دوستم سره اتحاد دغه ګټه هم کوي، چې د عطا د سکتاریستي پلانونو مخه پرې ونیول شي.
د دوستم په باب د پښتنو تشویشونه شته. د کمونیست شهرت او په کانتیزنو کې د زرګونو پښتنو د وژلو تور یې معنویت ته تاوان پيښ کړی دی. خلک یې له نوم سره حساس دي او ممکن ځینې یې د استار سیاف په شان داسې چا ته رایه ورکړي چې نوم پرې د مجاهد پروت وي، خو ټول عمر د شورای نظار د نوکر په توګه پاتې شوی او تل د پښتنو پر ضد دریدلی دی.
9) خو ددې سره سره دوستم ته برائت ټولو جهادي مشرانو تر اشرف غني مخکې ورکړی دی:
a. تر ټولو مخکې رباني صیب، امر صیب مسعود او استاد سیاف ورسره په هغه ائتلاف کې برخه واخیسته چې د افغانستان لپاره د سولې پر پلان یې کودتا وکړه، کابل پکې وران شو او نظام پکې وپاشل شو. ددغه کار مسئولین په لومړۍ درجه کې کارمل او مسعود وو چې دوستم او نور هم ورسره شریک وو، او د روسانو په قومانده یې دغه خیانت وکړ.
b. مجددي صاحب ورته د خالد بن ولید لقب او د ستر جنرال رتبه ورکړه.
c. پیر صیب هم ورسره ډیرې خوږې اړیکي تر اوسه پالي او د کابل په کورنیو جګړو کې یې خپل دفتر د دوستم تر ولکې لاندې سیمو ته د دې لپاره وړی و چې مصئون ورته ښکاریده.
d. حکمتیار صیب ورسره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه (چې یو نسبتا مثبت کار و او د هیواد د تجزیې او د قومونو د مطلق بیلتون مخه یې پرې ونیوله).
e. کرزي صیب ورته د وسله وال پوځ د درستیزوال پوست تر نن ورځې ورکړی و او د میاشتې یو میلیون ډالر ورکوي.
f. نو که اوس یې اشرف غني هم د حکمتیار په شان د یو ملي ستراتیژیک هدف لپاره له ځان سره نیسي، فکر کوم افغانان باید دا د ذهرو ګوټ د یو لوی ملي ستراتیژیک هدف د حصول لپاره ومني. البته ټول ځوانان او مشران باید د نظام د سمون او اصلاح لپاره بیا له ډاکتر صیب غني سره ملګري شي. فکر کوم د دوستم رول به بیا ډیر کم او سمبولیک وي که ډیر هم وي د رایو په تناسب به یې وي.
g. له بلې خوا جنرال دوستم پخپله وایي چې تر مارشال فهیم یې اخلاق، تقوا او افغانستان ته وفاداري زیاته ده. پخوا یې هم دا باور و چې بې له پښتون لیډرشپ څخه افغانستان نشي ارامیدای او اوس هم. خو مارشال فهیم او نظار شورا چې کرزی صیب یې ځانونو لپاره سمبولیک سرپوښ پیدا کړی دی، د پښتنو په شمول بل هیڅوک نه زغمي.
10) په بهرنۍ برخه کې هم جنرال دوستم تر فهیم کم خطرناک نه دی: مارشال صیب د روس او ایران سره نژدې دی چې دواړه هیوادونه د افغانستان او خصوصا پښتنو پر ضد بد عزایم لري. دوستم له ترکانو سره نژدې دی چې ترکیه په افغانستان کې له ټولو قومونو او د حکمتیار او طالبانو په شمول له تولو افغاني اړخونو سره ښې اړیکې پالي.
11) نو نتیجه دا شوه چې سره لدې چې ډاکتر اشرف غني د خپل لومړي مرستیال په توګه د جنرال دوستم په ټاکلو له انتقاد سره مخ کیدای شي، خو پښتانه او افغانان باید دا د یو لوی دوام په نسبت دا کار ګټور دی او د راتلونکو اصلاحاتو او سمونونو لپاره لار هواروي.
د افغانستان او افغانانو د هراړخیز بري په هیله

جستجو در کابل پرس