Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 45194

بوریا باف اگرچه بافنده است، نبرندش به کارگاه حریر

16 جون 2011, 13:26, توسط پوپلیزی

هرڅوک چی یاست او هر چیری چی یاست کیداسی شی چی هر څه ولری خو چی وطن و نه لری بیا هیڅ هم نه لری پوره لس کاله وشوه چی زموږ په وطن کښی د ۴۵ هیوادو عساکر پراته دی خو وروسته تر لسو کالوبیا هم امنتی وضع ورځ په ورځ خراببیږی چی یا په مین او یا دداخلی قواو او یا د خاریجو قواو دجنګ او مهریبی په صورت کښی زموږ ولس له منځه ځی چی ښه مثال یی هم هغه د بی ګناه او معصومو انسانان موټر چی پر ۱۴/۰۶/۲۰۱۱ دهلمند څخه تر کندهار پر لویه لاره پر مین برابر سوه او ټوله شهیدان سوه نو څوک چی څه وای دهغه خوله مه بندوی څوک چی څه لیکی دهغو لاسونه مه نیسی د جنایتکارانو پر جنایت پر ده مه غوړوی زموږ دګران افغانستان تاریخ چی د خونړیو پیښو څخه ډک تاریخ تیر سوی دی او همیشه په دی تاریخی حوادیثو او پیښو کښی تاریخ ډیر زړور شخصیتونه زیږولی دی چی هغوی همیشه خپلی شخصی ګټی د ملت تر ګټوقربان کړی دی او دداخلی او خاریجی غلیمانو پر ضد یی سخته نه ستړیکیدونکی مبارزه کړی ده او هم داډول ډیر موضر نا متلوب او خاین اشخاص هم ددی تاریخی پیښو په جریان کښی زموږ په ګران افغانستان کښی منځته راغلی او بل اخره هم دوی دخپلو شخصی او بدو کار نامو پر اساس دمدنی قانون اویا د طبعت د ستر قانون پر اساس پخپله سزا رسیدلی دی ؛ شاید زما څخه لوستونکی پوښتنه وکړی چی ولی ما ودی نویشتی ته دا راز عنوان ورکړی دی. لس کاله تیر سوه چی دا اوسنی شورایی نظار پر قدرت ده او زموږ ملت ددی حالت څخه ورځ په ورځ نا امیده سوی دی او نور نو یی خپله حوصله دلاسه ورکړی ده .

غواړم چی واساسی هدف ته دوباره را وګرځم هغه داچی ولی احمد شا مصعود په قتل ورسیدی چی دده قتل احتا پخپله هم و شورای نظار ته ډیر غیری مترقیبه او مهم سوال را منځته کړی دوهم سوال دادی چی روسانو ولی شخصا د احمد شاه مصعود سره دنظامی معاهدو لاسلیک وکړی ایا ؟ روسان په نظامی لحاظ دومره ضعیف وه چی د نوموړی قومندان په مقابل کښی یی دنظامی برخورد توان نه درلودی چی بیا یی د نوموړی قومندان سره روغه او جوړه وکړه په داسی حال کښی چی دجهاد په جریان کښی خو تر احمد شاه مصعود نور ډیر ورزیده اشخاص او جهادی قومندانان موجود وه چی روسانو حساب پری کړی وای . داحمد شاه مصعود په مورد کښی دلسو کالو را په دی خوا مختلیفی نویشتی او مقالی خپری سوی دی زه نه غواړم دده پر جهادی شخصیت کومی خبری وکړم زه غواړم چی دا ووایم چی دنوموړی دمرګ څخه دادی لس کاله تیر سوه خو دادی لا تر اوسه پوری د نوموړی قومندان روزل سوی اشخاص او افراد په ملک کی په غلا اداری فساد او قاچاق مصروف دی ورځ تر بلی تقویه کیږی او ملت یی ګیراوګان نیولی دی بین المللی ټولنه ددوی په مقابل کښی ساقطه ناسته ده دافغانستان دغه اوسنی ریس جمهور ساقط دی او دغو نا متلوبو اوغلو انسانانو دافغانستان ددولت پر ټوله اداره خپله سایه اچولی ده خو ملت ارزو لری چی دبون په دغه دوهم کنفرانس کښی مثبت تحول رامنځته سی. چی نور نو ملت خپله حوصله دلاسه ورکړی ده یو جاسوس په قتل ورسیدی خو دانور یی لا ژوندی او بر حاله دی او دلسو کالو ټول هغه مشکیلات چی رامنځته سوی دی که دا دامنتی وضعی په مورد کښی وه او یا د اداری فساد سوال وی او یا دطالبانو بیرته منسجم کیدل وی دهم دی ټولو عامل همدغه اوسنی شورایی نظارده ددوی مشخصه وظیفه تنها جاسوسی او داوسنی نازکو سیاسی وضعی څخه پخپله ګټه کار اخستل دی. چی ددولت دری مهمی قواوی یی هم یو دبل سره په مناقشه اخته کړی دی ؛ په داسی حال کښی چی په ملک کښی حالات ډیر نازک او پیچلی دی خوددی جنا هغه بی بیسواده عناصر چی دپیسو په زور دخلګو په کور کښی ناست دی پر ځای ددی چی دملک نور مهم کارونه سرته ورسوی او دخلګو مشکیلاتو ته په کتنه او دهغوی هغه خواستی چی دوی ددغو وکیلانو څخه درلودی لاس په کار سی نوموړی وکیلان چی ټول جهان یی د تلویزون له لاری ګوری هیڅ نوعه شرم نه کوی او دخپلو دغو مهمو مسولیتونو چی ددوی پر غاړه دی هغه یی تر شا غورځولی اومیزونه دربوی او تنها پارلمان ته دمعاش او سبوتاژ دپاره را حاضیریږی. دا ځکه چی دوی هم داحمد شاه مصعود پر قدم اولاره روان دی. جاسوسی شبکی هم همیشه په سست عنصرو کسانو پسی ګرزی چی لاس ماتی غوندی ددوی پر غاړه پروت او څړیدلی وی په ځان متکی او د با شخصیتو کسانو سره کار نه لری.

دا ځکه چی جاسوسی هم پخپل ماهیات کښی یو پیچلی علم او ریشته ده هر څوک جاسوس کیدانسی داځکه چی هر هغه قوی هیواد چی په نظامی ؛لحاظ سیاسی ؛لحاظ او اقتصادی لحاظ په منطقه کښی تسلط ولری دخپلو سیاسی هدافو پخاطر په داسی اشخاصو او افرادو پسی ګرزی چی دهغوی په وجود کښی په اجتماعی اړخ سیاسی اړخ اوهم داډول په قومی او مذهبی اړخونو کښی خاص مشخص دضعف نقاط پیدانکړی؛ لکه څنګه چی پورته ذکر شوه هغوی د با عزمه اوبا شخصیتو عناصرو باندی غرض نلری. تر کوم ځایه پوری چی دروسانو دنظامی حضور درلودل ۱۹۷۹ کال را په دی خوا شروع او روسانو پر افغانستان نظامی یرغل وکړی ورسر سم په افغانی ټولنه کښی یو ستر ملی قیام شروع سوه چی ددی سترملی قیام په نتیجه کښی امریکایانو هم دساړه جنګ په جریان کښی دهمدی موقع څخه په استفاده دافغانی مجاهدینو په منسجم کولو شروع وکړه او افغانی مجاهیدن یی دپاکستان په خاوره کښی تر خاص تربیی او اقتصادی اونظامی کومک لاندی راوستل چی احمد شاه مصعود هم یو دهغو قومندانانو څخه وه چی نوموړی دمرحوم سردارمحمد داود خان دوخت څخه راشروع بیا تر ثور تر انقلاب پوری خو نوموړی قومندان د ثور تر انقلاب وروسته په یوه رسمی او په یوه منظم استخباراتی سازمان کښی دسی ؛آی؛ای لخوا جذب سوه دا ځکه چی د نوموړی قومندان ستراتیژیکه موخه تنها جهاد کول نوه بلکی نوموړی قومندان دتاجکو دحقوقو په منظور او غوښتنی او دپردو د سیاسی مخو د پیاده کولو لپاره یی دخپل شخصی موقف داعادی پخاطر ځان دسی آی؛ی په استخباری کړیو کښی تنظیم کړی چی نوموړی غوښتل د هم دی لاری و خپل سیاسی هدف ته ورسیږی چی موخه یی دافغانستان ټوټی ؛ټوټی کول وه . خو کوم وخت چی نوموړی دغربیانو د تبلیغ په زریعه او په داخل دپاکستان کښی شهرت وموندی او داحمد شاه مصعود مجلل پوسترونه او عکسونه په ټوله پاکستان کښی وځړول شول او دخلګو په ذهنتونو کښی داسی تبلیغ شروع سوه چی نوموړی قومندان شیری پنجشیر او چا هم (عقاب پنجشیر ) ورته ویل چی پر یوه ملی او بین المللی چهره بدل سوه خو کوم وخت چی نوموړی جهادی قومندان خپلی اړیکی په کال ۱۹۸۵ کښی دروسی د استخباراتی کړیو سره هم ټینګی کړی نوسی؛آ؛ی ددی عمل څخه دخپلو جاسوسانو له لاری مطلع شوه خو داچی ولی یی احمد شاه مصعود په هغه وخت کښی په قتل ونه رسوی دا د زمان هغه خواست وه چی امریکایانو و نوموړی قومندان ته دروسانو پر ضد د جنګولو په غرض ونکړی؛غواړم بیرته موضوع ته را وګرزم چی بلااخره دروسانو او احمد شاه مصعود تر منځ په مخفی شکل سره نظامی تړونونه وشول چی پدی تړونونو کښی داسی ذکر سوی وه چی دمصعود قواوی باید په ټولو شمالی ولایتو کښی دروسانو د قواو پر ضد نظامی حملی بندی کړی او هم دا ډول روسان باید دقلاب له لاری و پنجشیر ته اقتصادی او نظامی کومک ورسوی. د احمد شاه مصعود په مورد کښی دا مالومات لا ده ډیره پخوا په میډیا کي نشر سوی دی چی ټول ملت پری خبر دی ؛ خو سوال دادی چی لا تر اوسه هم اوسنی نظام او اولس دهمدی نامتلوبو اشخاصو دشر څخه خلاص نسوه هغه تربیه سوی اشخاص او افراد چی وروسته دده تر مرګه پاته سوه لا تر اوسه یی پر ټوله ملت لاس دقبضی اچولی دی احمدشاه مصعود ۲۰۰۱ کال ۱۱/۰۹/ تر حادیسی مخکښی په قتل ورسیدی دا ځکه چی د نوموړی ټولی کار نامی دسی آی د جاسوسی دستګاه سره موجودی وی امریکایان په دی ښه خبر وه چی نوموړی جهادی قومندان دروسانو سره مخفی اړیکی لری دا نه چی په اینده کښی دهمدی نامتلوب شخص له لاری په افغانستان کښی و امریکایانو ته په یوه معضله تبدیل سی. ودی ته په جاسوسی علم کښی ډبل یا دوطرفه اجینټ وایی چی خلاصه نوموړی قو مندان په څومره مهارت سره غوښتل چی زموږ دغه د پلرو اونیکونوخاوره دپردو او تجاوز ګرو تر ګټو قربان کړی نور به نو احمد شاه مصعود دافغانستان دتاریخ و قضاوت ته پریږدو . داچی دده تر مرګ وروسته بیا هم دهغی بازی لاره په څه شکل تاقیبیږی ولس ډیر ښه پری خبر او په پوهیږی.

اوسنی ټولی ناخوالی له همدی جنا دشر څخه را ولاړیږی چی هغه عبارت د اداری فساد ؛په مخدره موادو ککړ او انسان وژنه کښی لاسونه درلودل ؛ چی اوسنی نظام یی هم دخطر سره مخامخ کړی دی نو و ټولو ملی شخصیتو ته په کارده چی دهمدی اشخاصو او افرادو پر ضد لاس په کارسی په داسی حال کښی چی په ملک کښی ډیری نوری دوسی شته چی حل سی خوددی جنا هغه بی بیسواده عناصر چی دپیسو په زور دخلګو په کور کښی ناست دی ددولت ددروقواو تر منځ همیشه کوښښ کوی چی تفرقه او جنجال اوسبوتاژ را منځته کړی چی مثال یی هم د هغه د سرپرستو وزیرانو پر سر لانجه چی دریس جمهور او پارلمان تر منځ قرار لری دا یی هم یو ډیر ساده مثال دی او هم دا ډول دکوم وخت راهسی چی د طالبانو سره مذاکره دصلحی روانه ده همیشه د مختلیفو لارو او چارو دلاری کوښښ کوی چی یو سیاسی خنډ ایجاد کړی نه غواړی چی په ملک کښی یوه دایمی صلحه راسی دا ځکه چی دوی خو په دی ښه پو هیږی چی ددوی هغه ظالیمانه واک له منځه ځی دطالبانو په راتګ سره او ددوی هغه سیاسی ونډه چی دوی یی دافغانستان دجغرافیایی جوړښت پر اساس مستحق دی تر (۳) فیصدو تجاوز نه کوی نو هغه سیاسی ونډه چی فعل حال ددوی په قدرت کښی ده ډبره زیاته ده چی د افغانستان دملتو دحقوقو توازون یی ډیر دخطر سره مخامخ کړی دی. دلته سوال تنها دطالب نه دی طالب هم د ښو غوښو ښوروا نده طالب هم پخپل زمامداری کښی هغه څه وکړه چی په واک او قدرت کښی وه دلته سوال زموږ دملی امنت ؛زموږ دښه دولت؛ او دیوه ښه نظام سوال طرحه دی تر کله به زموږ ولس ددغو نا خوالو څخه رنج وړی عدل او انصاف تر پښو لاندی سوی زور او جبر حکومت کوی دغه اساسی ټکی دی چی د ا لس کاله زموږ خلګ ناری وهی؛ چی څه سولی هغه دکرزی صاحب وعدی چی د ولس سره یی کړی وی لس کاله مخکی یی ویلی وه چی مردم سالاری به بر پا کوی هوه دکرزی صاحب دخولی خبره صحی وه خو دزړه په راز یی تنها پاک الله خبر وه چی نوموړی هم یو ځای ددغو غلو سره یو ځای شریک او همکار دی که داسی نه وی نو سوال پر څه دی آیا دغه عناصر دروسی او امریکی له خوا ۲۰۰۱ کال را په دی خوا پر کرزی صاحب تحمیل سوه او که د همسایه ګانو او یا نور هیوادو دونډی پر اساس دوی وقدرت را وبلل سوه ؛ نو که هم داسی وی بیانو دکرزی صاحب رول اوظیفه تنها یو سمبولیک اړخ لری بیا نو دنوموړی د کار او سلا حیت اغیزه لمنځه ځی همدا علت دی چی کرزی صاحب په خوله و امریکایانو ته د بی ګناه و خلګو پر وژنه په ډیره سخته لهجه اختار ورکوی خو په زړه کښی یی نور څه پټ دی

۱۵/۰۶/۲۰۱۱
په درناوی

جستجو در کابل پرس