Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 48821

جنــــرال حمــــید گل در یک مصــاحــــبه تلــویزیونی گفــت که مولوی حقـــــانی و گلب الــدین حکمتـــــیار مانــند او پاکســــتانی اند !

13 اكتبر 2011, 11:16, توسط قریب الرحمن «سعید»

دپښتومشهور متل دې :«چی څه کرې هغه به ریبې»، دپاکستان د (ISI)یا نظامی استخباراتو پخوانې مشر متقاعد جنرال حمیدګل د افغانستان په اړه ډیری په زغرده او په ډاډه زړه څرګندونی کوي اوخپل آند دهیچا څخه نه پټوي . نوموړی په افغانستان کی د روسانو دماتی او دشوروی امپراطورۍ د له منځه تللو په وخت کی د پاکستان د ځواکمنی فوځي استخباراتي ادارې مشر و ، او په کابل کی دکمونست رژیم دراپرزیدو نه مخته یی په پاکستان کی دمیشتو مجاهدینو دقیادتونو سره دخپل کاري تړاو په اساس ډیر نزدی اړیکی درلودل . هغه د روسانو ماتی دخپل ځواک یوه نښه ګڼی ، او په دی آند دې چی په افغانستان کی دکمونست رژیم د له منځه تللو او دشورويانو دفوځونو په ماتی کی یی د نورو ادارو ترڅنګ ډیر مهم رول لوبولی، نوپه دی لاره کی ورته باید دیوه اتل شخصیت په سترګو وکتل شي.

په دی څو تیرو ورځو کی جنرال حمیدګل د امریکایانود فوځی ماتي په اړه په پرلپسی توګه وړاندوینه هم کوي اوپه پوره جرئت سره دامریکایی فوځونو په لاسو د افغانستان اشغال غندي .دطالبانو په ملاتړ اودهغوی دمشرانو په نمایندګۍ هم کله کله خپله خبره نه پټوی .

په دی وختو کی ښاغلي جنرال حمیدګل دپاکستان په ګډون د نړۍ د مشهورو اومهمو تبلیغاتي ارګانونو د توجه وړ ګرزیدلی . په ځانګړې توګه په دی ورځو اوشپو کی چې د مولوی جلال الدین حقاني مجاهدین د امریکایانو دسختو ګذارونو لاندی دی او دهمغوي دځپلو په خاطر امریکایانو په پاکستان باندی فشار راوستی تر څو دهغی دډلې په خلاف هلته په پاکستان کی فوځي عملیات پیل کړي اودا شبکه له منځه یوسي، خو دپاکستان نظامی مقاماتو د امریکایانو ددی امر د منلو څخه انکار کړې او ویلی دی چی دحقانی شبکی سره یی اړیکی د سولی د راوستلو په لار کی دمرستی په خاطر دی اوهیڅکله به دهغوی په خلاف په پاکستان کی نظامی عملیات و نه کړی . دغو نظامی کړیو دا ډاګیزه کړی ده چی نه غواړی نور هم افغانان دخپل ځان دښمنان کړي . خو دا چی دپردې تر شاه څه لوبه روانه دهمغو لوبغاړو پرته یی هیڅوک په حقیقت نه پوهیږي.

امریکایان چی اوس په افغانستان کی ددی تاریخی اوږود ملاماتونکی جنګ څخه په تنګ راغلی اوپلان لري چی ددی هیواده خپلی پښی سپکی کړی ، غواړي دخپلی ناکامۍ دغه بار په پاکستان ور واوړوي او پاکستان په دی و ځپي چی ګویا د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ د پاره د راولاړ شوي غورزنګ تر شاولاړ دې او ددوه مخیزه پالیسۍ څخه کار اخلي . حال داچی دپاکستان دوه مخیزه پالیسی اوسنۍ نه بلکه هماغه دانګریزانو نه راپاته پالیسی ده چی دغه نوي نسل هم خپله کړی ، دوی یی هم په لوټه وهي او هم په سټک . خو تاریخ ګواهي ورکوي چی هر استعمار او نیواکګردخپلو پرلپسی ناکامیو دپټولو له پاره ، کله چی دیوی سیمی څخه خپل ځواکونه باسي نو هغه سیمه د قومونو ،ژبو اویا مذهبونوترنامه لاندی ویشي اوهیڅکله هم دسیمی خلک په یوه ټغر راټول نه پریږدي. دانګلیس تاریخ همدا اوس زمونږ تر مخه دې.

امریکایان هم دخپلو ناکامیو دپټولو له پاره ، داوسنیو خپرنیزو راپورونو په بنسټ ، دخپل بي او سي پلان له مخی غواړی د سیمی جغرافیه بدله کړي . انګلیسان وایی چی د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به دپښتونستان خوب ریښتیا شی . یعنی دپاکستان د تجزیی نه به دپښتونستان په ګډون څو نور نوي هیوادونه هم را وټوکیږی ، په دی توګه به افغانستان هم ټوټه ټوټه شي او پښتانه به دپښتنو سره یو ځای شي ،پاته هیواد به د شمالی افغانستان تر عنوان لاندی د شمال د ټلوالی تر کنترول لاندی ، دروس او ایران ، د پوره ډا‌ډمنۍ په خاطر اداره او کنترول شي . ایران به هم د بلوچو او کردانو برخی له لاسه ورکوی ، ازاد کردستان او ازاد بلوچستان به منځته کیږي ..... په دی اړه د ایران امنیتي چارواکي دادی وړاند وینه کوی چی د ایران د ولسمشر احمدي نژاد او دهغه هیواد د روحاني مشر خامنه اي ترمنځ اختلافات او د سني مذهبه ډلو په خلاف دهغوی سخت دریځي دی ځای ته رسیدلی ده چی په ایران کی به دڅو میاشتو په دوران کی دا نظام ختم او اغتشاشات به را پیدا شی چی شونی ده د ایران په ویش باندی پای ته ورسیږ ي او دا هغه څه دی چی په کابل کی یی د انګلیس سفیریی په اړه سوچ کوي .

دهمدی سوچونو او آندونو په بهیر کی هر سیاست پوه هڅه کوی د بل نه په خپلو وړاند وینو کی مخته شي ، ځانته نوي دوستان او انډیوالان راپیدا کړي . بریښنایی خپرونې هم دخپلو خپرونو د په زړه پورې کولو په خاطر د یو لړ داسی خلکو د آندونو پسې ګرځي چی ددوې دخپرونو تجارتي مارکیټ پرې سربه کیږی . په دی اساس جنرال حمیدګل هم ، چې په افغانستان د شوروي دسرو لښکرود وحشیانه یرغل په وخت کی په پاکستان کی د یوه اداري ځواک خاوند و، دغسې پروګرامونو ته رابلل کیږي . دغه متقاعدجنرال د پاکستان میشت دنیا تلویزنی شبکی سره په خپلو خبرو کی دحقانی د نیټ ورک د پوښتنی په اړه د پوښتونکي اصلي پوښتنی ته د ځواب دویلو په ځاې په تبصره کی وویل چی : «د جلال الدین حقانی سوچ بلکل پاکستانې سوچ دې، دجهاد په وختو کی ،کله چی زما زامنو عمر او عبدالله غوښتل افغانستان ته د جهاد له پاره ولاړ شي نوما هغوی ته مشوره ورکړه چی دحقانی صیب سره ولاړ شي .حقاني صیب زما هومره پاکستانی دې ، حکمتیار دې که حقاني ، دهغوې په اړه زه په وثوق سره ویلې شم چی هغوې هومره پاکستاني دی لکه څومره چی زه یم ....؟»

داڅرګنده نه ده چی جنرال حمیدګل به دا خبري په کوم بنسټ او یا په کوم ارتباط کړي وي . ایا هغه غواړي د دې لارې خپل ولس ډاډ من کړی؟ او که غواړي د افغانانو سره خپله پخوانۍ دوستي د خپل قوم اوولس تر مخ کیږدي ؟ اویا غواړي چې په دی توګه نړیوالو ته دافغانستان په اړه خپل اتلوالې را ډاګیزه کړي ؟ او یا ......یا...؟

په دی کی شک نه شته چی جنرال حمیدګل به دافغانستان د مجاهد ولس سره د شوروي د زبرځواک د بربنډ تیری او د افغان ولس د حقه جهاد او مبارزي په وخت کی د خپل هیواد د ملي ګټودساتلو په خاطر او د نړیوالی ټولنی د پراخو مرستو اوسیاسی ملاتړ په اساس دیوی استخباراتی مهمی اداری دمشر په څیر دخپلو کاري اړیکوله مخې پوره منډې ترړې کړی وي ، خودا چی اوس معلومه نه ده چی هغه ولې او څنګه دغه ډول خبرو ته اړ شوی چی دافغانستان دننګیاليو او د ویاړلي جهاد داتلو شخصیتونو لکه د حزب اسلامی دامیر محترم انجنیرګلبدین حکمتیاراو مولوی جلال الدین حقانی په اړه دغسی څرګندونی وکړي .

دا ډاګیزه ده چی په افغانستان کی د شاهی رژیم په وخت کی د دینی مدرسو کمښت او د ښوونی اوروزنی د ځایو د نشتوالي په اساس دافغانستا ن ځوان کدر پاکستان ته مخه کوله تر څو هلته په مدرسو کی ښوونی او روزني تر سره کړي او بیرته د راستنیدو سره سم دخپل ولس په خدمت کی واقع شی . ان تر دی چی زمونږ ډیر ستر ستر علماء دپاکستان د جوړښت نه مخته د هندوستان مدرسو ته تلل او هلته یی په ډیر زحمت او تکلیف ګاللو دینی علوم زده کول اوبیرته به خپل ټاټوبي ته را ستنیدل ، چی په دی اړه یی ډیره کیو دهند د دیوبند په مشهوره مدرسه کی ښوونه او روزنه تر سره کړی ده . په همدی توګه زمونږ د هیواد ګڼ شمیر نور چی ددولتی ښوونیزو برسونو څخه ګټور کیدل د مصر د ازهر پوهنتون ته دښوونی او روزنی له پاره ورتلل او دهغی ځایه یی دخدمت له پاره سند تر لاسه کوو. مولوی جلال الدین حقانی هم دپکتیا د ولایت اوسیدونکی ، دخپلو دینی علومو د زده کړي له پاره د اکوړه خټک دینی مدرسی ته چی دحقانیه په نامه مشهوره ده ورغلی اودهغه ځایه یی خپلی زده کړی تکمیل کړی او بیا یی دخپل ولس د دینی زده کړو په خاطر په خپل ولایت کی مدرسی جوړی کړی . خو ددغه مجاهد شخصیت علم او پوهه تر ډیرو نورو لوړه او غوره وه . هغه په همغه اوله وهله کی د کمونستانود آند نه په خبریدو سره سم دهغوی په خلاف قیام وکړ . او په افغانستان کی یی د سردارد محمد داودخان په خلاف دکمونستانو دکودتا سمدستی وروسته دپکتیا دمستبلر په غرونو باندی ولکه وکړه .اودا د افغانستان د جهاد یوه ستره تاریخي پیلامه وه .(تفصیل یی زما په خاطراتو کی مه هیروئ )، دهغی وروسته مولوی جلال الدین نه خو خپل ولایت پري ایښی او نه خپل ځای ځیږې . د هجرت په شپو کی یی هملته دخپل ولایت تر څنګ دخپل قوم تر منځ په میرانشاه کی دینی مدرسی جوړی کړی ، شاګردان یی ورزول ، دمجاهدینو خدمت ته یی ور ودانګل او دخپل ژوند تر اخری ورځی پوری یی هم چاته سر ټیټ نه کړ . دهغه مدرسی ، کورونه او....هر څه د پاکستانی واکمنانو له اړخه بمباري شول ، زامن او کوچنیان یی په کی شهیدان شول اود راپورونو له مخی یی همدا اوس هم زامن په پښتني قبایلي سیمه کی د ویري ژوند نه شی کولی ،او اوس د ټولو کړاونو سره سره په خپل هیواد افغانستان کی میشت دي .

دحزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم هغه وخت دپاکستان قبایلی سیمو ته هجرت وکړ چی په خپل هیواد کی ورته ژوند کول او ازاد ګرزیدل شونی نه وو .( هیله ده چی دهغه دژوند په اړه به د هغه کتاب اسلامی نهضت ته مراجعه وکړئ) ، اوبیا وروسته په طبیعی توګه دپاکستان خاوره دشوروي دزبرځواک د وحشت نه دخوندي پاته کیدو په خاطر د افغانانو له پاره یو ستر پناه ځای وګرځید چی په دی اړه د پاکستان ولس دپوره ممنونیت وړ دې .

اما دا چی د پاکستان سیاسي او نظامی واکمنانو د افغانانو سره د هغوی دجهاد په پایلو کی څومره خیانت وکړ دا هم د تاریخ هغه تور باب دی چی افغانان به یی هیڅکله هم هیر نه کړی ، دغه ننۍ ناخوالی او دافغانستان غمیزه ټوله د پاکستان د همغه منافقانه سیاسیونو د کړنو پایلی دی چی نن په کی افغان ولس سوزیږی . د نړیوالی ټولنی تر نامه لاندی د افغانستان په اشغال کی چی د وخت حکمران جنرا ل مشرف څومره خیانت د افغانانو سره کړی هغه به هیڅکله هم تاریخ له ياده و نه کاږی .

که لږ څه شاته ولاړ شو او په ۱۹۹۲ کال کی د ډاکترنجیب الله د رژیم دسقوط تر ځایه خپل فکر و ځغلوو نو هغه وخت او دهغه وخت په لوبو کی چی دپاکستان سیاسیونو کوم منفی اوافغان وژونکې رول لوبولی هغه به هم دافغانستان د پوهانو په زړونو کی یوداغ وی . په هغو وختو کی چی دوی غوښتل د خپلی خوښی جوړکړل شوی یو نظام په افغانانو ور وتپی نو هڅه یی داوه چی شاغلی حکمتیار ورسره موافقه وکړي ، دوی ددی کار له پاره ان د ښاغلی حکمتیار د لوګر په لور د تللو په وخت کی د هغه دنیولو هڅه هم وکړه خو په دی ځکه بریالی نه شول چی حکمتیار هغه وخت پخپله خاوره ، افغانستان، کی ور ننوتی وو .

جستجو در کابل پرس