صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > په يوه آواز به وايو

په يوه آواز به وايو

Hask
پنج شنبه 14 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

 

مناجات


لويه خدايه
درنه غواړم ، بيا خپلوک افغانستان مي

هغه غرونه پټ په واورو، هغه لعل د
بدخشان مي

 

شګوفې مي
دبادامو، ګل غونډۍ او ارغوان مي

سره ګلونه د انارو، کندهار غېږ
د جانان مي

 

بوى د ګلو د
نارنجو، ننګرهار ښکلي زلميان مي

له آمو تر ارغندابه، يوه کړيکه يوه
ميدان مي

 

خدايه داسي وطن
غواړم، چي مي خپل پکښي واکمن وي

چي قومونه سره خپل وي، د يوې ابۍ زامن
وي

 

داسي ملک در
څخه غواړم، چي مي خپلي وي پلټني

غرونه خپل، سيندونه خپل وي،
زموږ کيږدۍ وي پکښي پلني

 

چي په زړه د
توپانو کي، لکه غر هسي ولاړ وي

نه واورين ژمى ئې مات کي، نه ئې ويره
له اهاړ وي

 

چي مي کلي، چي
ښارونه، په پښتو راته ګړيږي

چي مي غرونه پښتو وايي، په سيندونو کي
بهيږي

 


چي په ليکم حماسې مي، د ازل د شمله
ورو

چي په اخلم جنازې مي، د نړۍ د زور ورو

 

چي ليلا پښتو
مي نه وي، زه د چا ښکلا به ستايم

زه به چاته نظم ليکم، زه به چاته غزل
وايم

 

کومه ژبه 
به مي ستايي، د کيږديو دنګي ښکلي

کوم نسيم به راته راوړي، بوى د ګلو د
سنځلي

 

خدايه! پڅه خو
ئې مه کړې، د خوشال فولادي توره

تر قيامته درنه غواړم، پر اورنګ باندي
مور بوره

 

دې پېچومو، دې
دښتونو، توپانونه دي ليدلي

د پېړيو سرکښانو، پرې آسونه ځغلولي

 

له سکندره تر
فرنګه، مات ليچونه دي وتلي

پرهارونه ئې خوړلي، ککرۍ ئې رغړېدلي

 

نن که يو بل
سره وژني، خير دئ، پوه به سي نادان دئ

هى قربان ئې تر بګريو، زما اولس دئ،
زما جانان دئ

 

يوه ورځ به
داسي راسي، چي قومونه سره خپل وي

په يوه خوله به ږغېږي، يو به کور يو
به مورچل وي

 

ړندوي به غبرګي
سترګي، د لستوڼي د مارانو

نه به نوم د دُراني وي، نه به څرک وي
د غلجيانو

 

مونګ او موږ،
پختو، پښتو به په يوه ژبه ګړېږي

سېب، مڼه، ونه او درخته، سايه سيورى
به يو کېږي

 

نه به لاس د
مېړنيو، د خپل ورور په وينو سور وي

نه به وينو ته څوک تږى، د کاکا او د
تربور وي

 

نه مرمۍ به پر
کورونو، د خپلوانو اوروي څوک

نه قبرونه هديرې به، په تربرونو ډکوي
څوک

 

يو ملت ، يو به
بيرغ وي، يو به خداى، يو به ايمان وي

يو وطن ، يو به لښکر وي، يو قانون، يو
به پيمان وي

 

نه قلا به مو
ټانکونه، د پرديو سي ويشتلاى

نه واسکټ به د مرګي سي، څوک په ځان کي
اچولاى

 


دا وطن به وي د خپلو، دا به مېنه د
وروۍ وي

دا هيواد به وي د سولي، دا به کور د
خپلواکۍ وي

 

په يوه آواز به
وايو، ترانې د پخوانيو

په يوه ژبه به ستايو، کارنامې د
مېړنيو

 

دا قلا د مسجدي
ده، دلته کور د ايوب خان دئ

دا مقتل د شاه شجاع دئ، دا مورچل د
اکبر خان
دئ

 

دا وطن د پښتنو
دئ، دا وطن دئ ، د تاجکو

دلته کور د هزاره دئ، دلته اور دئ، د
اوزبکو

 

له پېړيو دلته
اوسي، په پېړيو به اوسېږي

په ازل کي سره خپل وه، په قيامت به
جلا کېږي

عبدالباري جهاني


١ جولاى ٢٠١١
ویرجینیا


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post-484.aspx

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :
loading...
loading...

پیام، نظر، تفسیر یا نقد؟

تعديل از پيش

اين سخنگاه از پيش تعديل مي‌شود: نظر شما پيش از تأييد مديران سايت ظاهر نخواهد شد.

كى هستيد؟
وصل
پيام شما

براى درست كردن پاراگراف، كافيست كه خط خالى ايجاد كنيد.

جستجو در کابل پرس