کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

يكشنبه 7 آوريل 2013, بوسيله‌ى Hask

local/cache-vignettes/L124xH166/himmats_pict6d66-728d8.jpg?1521574763

ليکنه : عبدالنافع همت

مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

DefSemiHidden="true" DefQFormat="false" DefPriority="99"
LatentStyleCount="267">
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Normal"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="heading 1"/>


















UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Title"/>

UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Subtitle"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Strong"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Emphasis"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Table Grid"/>

UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="No Spacing"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 1"/>

UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="List Paragraph"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Quote"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Intense Quote"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 1"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 2"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 3"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 4"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 5"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Shading Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light List Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Light Grid Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 1 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Shading 2 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 1 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium List 2 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 1 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 2 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Medium Grid 3 Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Dark List Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Shading Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful List Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" Name="Colorful Grid Accent 6"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Subtle Emphasis"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Intense Emphasis"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Subtle Reference"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Intense Reference"/>
UnhideWhenUsed="false" QFormat="true" Name="Book Title"/>


کله چي د ارواښاد مولوي
صالح محمد کندهاري نوم اورو نو د پښتو ژبي لومړی معلم مو سترګو ته درېږي او کله چي
بيا د پښتو ژبي ادبيات پر څو دورو وېشو اووروسته د معاصرو ادبياتو دورې ته راځو نو
هم يې مولوي صاحب له مخکښانو څخه ګڼل کېږي، ان دا چي يو شمېر خو يې د معاصر ادب
موسس بولي. د مولوي صاحب ژوند ډېر اړخونه لري ،لکه معارف، ژورناليزم، سياست،
ليکوالي، شاعري او داسي نور خو موږ يې دلته يوازي د معارف او ادبياتو پر ګډ ترکيب،
ياني تعليمي ادبياتو خبري کوو
.

 نامتو يوناني عالم ارسطو ادبيات په عمومي ډول پر څلور برخو وېشي لکه
اسطوره، تراژيدي، کوميډي او حماسه، خو د نوو څېړنو په رڼا کي د ادبياتو نوي وېشونه
هم سوي دي چي په دې وېش کي تعليمي ادبيات هم مطرح او نن په نړيواله کچه يو مهم بحث
ګڼل کېږي. څرنګه چي په دې ليکنه کي د ادبياتو او تعليم پر ګډ جوړښت خبري کوو نو د
ادبياتو په اړه دوو تيوريو ته لنډه کتنه هم ضروري برېښي
.

ادبپوهان د ادب په اړه پر
دوو برخو وېشل سوي دي
: يوه ډله باور لري چي ادبي ليکني بايد خوندوري وي او بله ډله بيا وايي
چي ادبي ليکني بايد ګټوري وي، چي پر همدې بنسټ هره ډله خپل دلايل او پلويان لري،
خو دريم بحث هم سته، هغه دا چي که ادبيات هم ګټور او هم خوندور وي، نو چندان څوک
ورسره اختلاف نه لري، هغه د چا خبره غوړي لا غوړ
.

د مولوي صاحب له هنري
ليکنو داسي برېښي چي پر همدې لاره تللی دی، ځکه دده ليکني هم هنري ارزښت لري، ياني
هم خوندري دي او هم ټولني ته ګټه لري، دده اکثره کتابونه او ليکني که هغه نظم دی
او که نثر د هنريت تر څنګ تعليمي پيغامونه لري، دده تعليمي او تربيوي مفکوره هم پر
دين او هم پر نوي تمدن ولاړه ده چي د نوي ژوند غوښتني يې له دين سره ښې تړلي او
ددې دوو ارزښتو تر منځ يې د اعتدال يوه کړۍ جوړه کړې وه. ده په هغه وخت کي د يوه
سپېڅلي افغان او يوه تکړه معلم په توګه دا کار په خورا دقت او مهارت سره کړی دی
.

د ښووني او روزني نوی علم
يا موډرن پيډاګوژي د نوي نسل د روني لپاره په نهايي هدف کي څلور ټکي ټاکي. يو دا
چي په سالمه زده کړه سمبال انسان بايد لومړی د خپلي کورنۍ لپاره ګټور تمام سي، ځکه
چي د ټولني کوچني او اساسي واحد کورنۍ ده او فرد په کورنۍ کي زېږي او وده کوي.
دوهم بايد د خپل هيواد لپاره ګټه وکړي، تر هغه وروسته سيمه مهمه ده او وروستۍ پوله
يې نړۍ ده، هغه انسان چي داسي استعداد ولري چي بشري ټولني ته خدمت وکړي نړيوال
شخصيت بلل کېږي
.

په عمومي ډول علوم پر دوو
برخو وېشل کېږي چي يو يې طبيعي او بل يې هم اجتماعي علوم دي، چي هره برخه يې خپلي
څانګي او مفردات لري
.

که موږ هغي دورې ته وګورو
چي مولوي صاحب په هغه کي ژوند کاوه نو نه هغه مهال افغانسان د ښووني او روزني په
برخه کي يوه موډرنه او روښانه پاليسي او نه يې هم د پيډاګوژۍ مسلکي کدرونه درلودل،
خو مولوي صاحب د خپل لوړ استعداد او نبوغ له مخي په خپلو ادبي ليکنو کي، هغه که د
رسمي تعليمي نصاب لپاره ليکل سوي او که په نورو کتابونو، مجلو او اخبارونو کي خپرې
سوي دي هغه څه په پام کي نيولي چي د ښووني او روزني نننی علم يې ملاتړ کوي. د مولوي
صاحب ليکني د محتوا له مخي خورا غني دي خو موږ يې دلته يوازي د ادبي ليکنو يو څو بېلګي
را اخلو
:

١- دين او مذهب : څرنګه چي د ښووني او روزني په هدفونو کي لومړی د يوې ټولني معنوي
ارزښتونو ته پام ضروري دی او له بلي خوا مولوي صاحب خپله هم يو ديني عالم او متقي
شخصيت و نو دې اړخ ته يې ډېر پام کړی دی او د اسلامي عقايدو، اسلامي اخلاقو، د اسلامي
اصولو په رڼا کي ټولنيزي اړيکي او نورو اړخونو په اړه يې ډېري ليکني کړي دي، لکه د
مدينې د لور ژړا، د عبرت کيسه، حمد، نعت، مناجات او داسي نور يادولای سو
.

٢- اقتصاد: اقتصاد چي د معنويت تر څنګ د ټولني يو مهم اړخ دی هم د مولوي صاحب له
ياده نه دی وتلی، لکه په پښتو مثنوي کي يې د ټولني د هغو متخصصينو، کارګرانو، کسبکارانو
او هنرمندانو ارزښت ته اشاره کړې چي د افغاني ټولني په اقتصاد کي مهمه ونډه لري،
دغسي يو نظم هم لري چي د بېلابيلو پيغمبرانو ( ع) د کسب او شغل ياونه يې پکښي کړې
ده
.

٣- سياست: مولوي صاحب سياست ته هم پوره پام کړی دی، مثلا د (دعائيۀ افغاني) په
نوم يوه قصيده لري چي په هغه کي د هغه وخت د ويښتابه غورځنګونو، د نوي عصر غوښتنو،
عصري تخنيک، د وخت د استعمار دسيسيې او تر څنګ يې د وخت د نظام د سياسي اصلاحاتو
يادونه سوې ده، دغه ډول په پښتو مثنوي کي د پاچا، عسکر، والي او مامور رول او
ارزښت هم خورا ښه تشريح سوی دی
.

٤- ښوونه او روزنه: څرنګه چي مولوي صاحب خپله ددې ډګر اتل و نو دې خوا ته يې خورا دقيقه
توجه کړې ده، په دې برخه کي ډېر مثالونه لرو خو څرنګه چي موږ يوازي دده تعليمي ادبيات
څېړو نو دلته هم يوازي دده ( يوه ورځ غير حاضري ) نومي ډرامه او د مکتب د هلکانو
لپاره ترانه يادوو
.

٥- فرهنګ: اکثره علماء فرهنګ په عمومي ډول پر دوو عمده برخو، ياني معنوي او
مادي برخو وېشي چي معنوي اړخ ته يې تهذيب او مادي اړخ ته يې تمدن وايي، مولوي صاحب
ددې دوو اړخونو تر منځ خورا ښه تناسب ساتلی دی، د بېلګي په ډول په معنوي برخه کي
يې ادبيات لکه متلونه، کيسې، ټوکي، ټولنيز اخلاق او نور اړخونه را اخيستي دي او د
تمدن په برخه کي يې د کلال، نانوای، ترکاڼ، جولا، خټګر او صندلۍ نظمونه د يادوني
وړ دي چي د افغاني ټولني ډېره روښانه انځورګري پکښي سوې ده
.

٦- جغرافيه: د انسان په روزنه کي وراثت، تعليم او چاپېريال اساسي رول لري چي
مولوي صاحب د افغاني چاپېريال ياني د سياسي جغرافيې ډېرو اړخونو ته پام کړی دی لکه
کور، کوڅه، کلی، ښار، اجتماعي موسسات، هوا او داسي نور چي د صندلۍ نظم يې هغه هنري
اثر دی چي د کابل سړه هوا انځوروي
.

مولوي صاحب د ښووني او
روزني په ډګر کي لومړی خپل وس له ټولني سره شريک کړی دی، خو چي کله يې فکر کړی چي
د نورو پوهانو، شاعرانو او ليکوالو اثار هم دټولني د سالمي روزني په برخه کي ګټور
تمامېږي نو هغه اثار يې هم د خپلي ټولني له روحيې سره سم سکښتلي او په روانه او
ساده ژبه را ژباړلي دي چي په دې برخه کي د نامتو افغان عالم او متصوف مولانا جلال
الدين بلخي د مثنوي نظمونو او حکايتونو ژباړه يادولای سو. مولوي صاحب په دې ډګر کي
د پښتو ژبي اسلاف هم نه دي هېر کړي، نه يوازي دا چي خپله د نوي عصر د غوښتنو په
پام کي نيولو سره ددغو مشرانو پر لاره تللی، بلکي د هغوی ځيني شعرونه يې هم په
خپلو کتابونو کي راوړي دي چي په دې لړ کي د رحمان بابا او خوشال بابا ځيني شعرونه
د يادوني وړ دي
.

د لوستونکو او زده کوونکو
پېژندنه
:

د پيډاګوژۍ او تعليمي
ارواپوهني علماء د ښووني او روزني په برخه کي له فزيکي، اروايي او ټولينز پلوه د
زده کوونکو څېړنه او مطالعه ډېره ضروري بولي. دوی دغه څېړنه او ارزونه پر درو برخو
وېشي، لکه د زده کوونکو ذوق، ضرورت او صلاحيت . دغه پوهان باور لري چي که موږ د
تدريس په بهير کي له دغو درو اړخونو څخه يو هم له پامه وغورځوو، نو ښوونه او روزنه
به هيڅ نتيجه ور نه کړي. دا چي د زده کوونکو او لوستونکو پر ضرورتونو مو مخکي خبري
وکړې اوس يې پر ذوقونو بحث کوو
:

الف : خندا او تفريح : نوميالی اروا پوه (فرويډ) په دې اند دی چي د خندا له لاري د انسان له
وجود څخه ګڼ شمېر اندېښنې او ګرومونه وزي چي په نتيجه کي يې د انسان ذهن سپک او
کار ته چمتو کېږي، ددې عمليې فزيکي دليل دا دی چي انسان د خندا پر مهال ډېر اکسېجن
جذبوي او په نتيجه کي يې ډېره انرژي اخلي، نو په همدې اساس نن تعليمي اروا پوهان
په تعليمي بهير کي خندا يو ضروري عمليه او يو ښه افزار ګڼي. مولوي صاحب دې اصل ته
ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي يو شمېر منظومي او منثوري
ټوکي راوړي چي هدف يې له دې لاري د خپلو لوستونکو او زده کوونکو خندول او زده کړي
ته چمتو کول دي
.

ب : له حيواناتو سره مينه : د پيډاګوژۍ په ژبه دې علاقې او مينې ته د فعاليت اصل ويل کېږي. د
ښووني او روزني پوهانو تر ګڼو څېړنو او تجربو وروسته يو شمېر اصول وضع کړل چي اوس
په تعليمي ډګر کي د يوه موثر افزار په توګه کار ځني اخيستل کېږي. ددې لاري لارويان
په دې باور دي چي انسان فطرتاً يو فعال موجود دی او تل غواړي چي د ژوند په ټولو
چارو کي مداخله وکړي. انسان علاقه لري چي په خپل چاپيريال کي ټول موجودات له نژدې
وويني او تجربه يې کړي، ځکه نو هر انسان د کوچنيوالي په پړاو کي غواړي چي د
انسانانو تر څنګ حيوانات، مرغان، خزندې او نور موجودات هم له نژدې وويني او د هغوی
ژوند وڅېړي
. د پيډاګوژۍ پوهان پر دې ټينګار کوي چي بايد د کوچنيانو دغه خوی او
غوښتني په دقت درک او د دوی له دې مينې او علاقې څخه د ښووني او روزني په بهير کي پوره
ګټه واخيستل سي، مولوي صاحب دې واقعيت ته ښه ځير سوی دی، ځکه يې نو په خپلو ليکنو په
تېره بيا کيسو او ټوکو کي حيواني کرکټرونو ته ډېره پاملرنه کړې او ددې کرکټرونو پر
اوږو يې انساني پيغامونه سپاره کړي او د خپلو لوستونکو او زده کوونکو تر ذهنه يې
ور رسولي دي
.

ج: له ولسي ادب سره مينه : د انسان روزنه نه يوازي دا چي له ښووني، بلکي له نورو اجتماعي علومو
سره هم ژوري اړيکي لري چي په دې لړ کي فولکلور هم يادولای سو
.

د فوکلور يوه مهمه برخه
ولسي ادب تشکيلوي چي په ولسي ادب بيا يوه غوښتنه برخه په کوچنيانو پوري اړه لري. د
کوچنيانو ولسي ادب يوه برخه لويانو د کوچينانو لپاره پنځولې او بله برخه يې خپله د
کوچنيانو تخليق دی ، نو د پيډاګوژۍ متخصصين تعليمي پيغامونه دولسي ادب په پوښ کي
نغاړي او په دې ډول په تعليمي بهير کي له ولسي ادب څخه د يوه ښه افزار په توګه کار
اخلي. مولوي صاحب په دې برخه کي هم خپل لوستونکي او زده کوونکي ډېر ښه پېژني، ځکه
يې نو په خپلو کتابونو او ليکنو کي ګڼ شمېر متلونه، لنډۍ، نکلونه او ټوکي راوړي دي
.

تر دې ځايه مو د لوستونکو
او زده کوونکو پر ضرورت او ذوق خبري وکړې، اوس به د هغوی پر استعداد او صلاحيت
خبري وکړو چي دغه موضوع د تدريسي ميتودونو په نوم يادېږي
.

تدريسي ميتودونه :

څېړنو ښوولې چي انسانان د
يادولو له پلوه پر څو ډلو وېشل سوي دي چي هره ډله يې په جلا ډول زده کړه کوي، چي
دا لاره يا روش د ميتود په نوم يادېږي. د ښووني او روزني پوهان تدريسي ميتودونه په
عمومي ډول پر درو برخو وېشي چي لومړی يې شفاهي، دوهم يې عيني او دريم يې هم عملي
ميتودونه دي. دلته به وګورو چي مولوي صاحب په خپلو ليکنو کي کوم ميتودونه کارولي
او څومره موثر دي
:

الف : کيسه : کيسه ډېر موثر او په زړه پوري ميتود دی، ځکه چي کوچنيان له کيسې سره
ډېره مينه لري نو که تعليمي مطالب د کيسې په فورم کي وړاندي سي کوچنيان يې په ډېره
مينه مني. مولوي صاحب په خپلو کتابونو او ليکنو کي کيسو ته ډېر پام کړی دی، لکه
حکايتونه، ټوکي، ډايلاګونه او يوه ورځ غير حاضري نومي ډرامه او داسي نور يادولای
سو
.

ب : رول پلې: رول پلې يا تمثيل انساني ژوند ته تر ټولو نژدې ميتود دی، ځکه چي د
انسان د واقعي ژوند پېښې دي، لکه مخکي چي مو يادونه وکړه مولوي صاحب د يوه ورځ غير
حاضري په نوم يوه ډرامه ګۍ ليکلې چي په حبيبيه ليسه کي د غازي امان الله شاه په
حضور کي د نوموړي ليسې د زده کوونکو له خوا پر سټيج لوبول سوې هم ده. ځيني خلک دا
ليکنه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ بولي خو زه وايم چي ډرامه ده، ځکه چي يوه ډرامه
معمولا موضوع، هدف، کرکټرونه، ډايلاګ، مکان، زمان، کشمکش، غوټه، پېښه او صحنه لري
چي فکر کوم دا ډرامه دا ټولي ځانګړتياوي لري. د ډرامې په برخه کي زما تجربه داښيي
چي کله د سټيج ډرامې سکريپټ يا متن په چاپي بڼه وړاندي سي نو ټول ډايلاګونه او
حالتونه يې پر کاغذ د ليکولو وړ نه وي، ځکه چي کرکټرونو ته اکثره خبري د ډايريکټر
له خوا په خوله ور زده کېږي، نو کله چي څوک دغه متن لولي ځيني برخي يې ګونګي ښکاري،
ښايي له همدې امله به ځيني خلک فکر کوي چي دا يوه ډرامه نه، بلکي يوازي ډايلاګ دی
.

ج : ډايلاګ : که څه هم ډايلاګ ته په يوازي سر ادبي او هنري اثر نه سو ويلای خو د
داستاني ژانرونو لکه ډرامې، لنډي کيسې او ناول يوه مهمه برخه بلل کېږي. مولوي صاحب
په خپلو تدريسي کتابونو کي څو ځايه ډايلاګونه راوړي دي چي د معلوماتو د انتقال
بهير يې ډېر اسانه کړی دی، د بېلګي په ډول د پښتو ژبه لومړی ټوک تدريسي کتاب په
(٩٣) مخ کي د ملاقات په نوم يو ډايلاګ راغلی چي د خټکيو د دوکاندار او يوه
رانيوونکي تر منځ خبري اتري او سودا انځوروي
.

د : عملي کار :دا ميتود ډېر موثر او
معلومات ډېر ژر انتقالوي. مولوي صاحب په څو ډايلاګه او ډرامه کي هڅه کړې چي په
تعليمي بهير کي د عملي مثالونو او تجربو انځورونه وړاندي کړي
.

و: مقايسه : مقايسوي ميتود ډېر موثر دی چي په اکثرو داستاني اثارو کي کارېږي، په
دې ميتود کي منفي کرکټر خپل او مثبت کرکټر د خپل استدلال او منطقو په رڼا کي عمل
کوي، په پای کي يوه پېښه کېږي چي په نتيجه کي يې منفي کرکټر د خپل عمل ناوړه سزا ويني
او په نتيجه کي لوستونکي يا تماشاچيان په غير مستقيم ډول زده کړه کوي چي په يوه
ورځ غير حاضري ډرامه کي له همدې تخنيک څخه کار اخيستل سوی دی
.

ه : له ماشوم څخه ماشوم ته د
تجربې انتقال
: په دې ميتود کي شاګرد له شاګرد څخه زده کړه کوي، ددې ميتود ګټه دا ده
چي د شاګردانو ژبه، د استدلال او معلوماتو کچه تقريبا سره ورته ده، مولوي صاحب هم
په يوه ورځ غير حاضري ډرامه کي دواړه کرکټرونه شاګردان ټاکلي دي چي په پای کي
تماشاچيان د معلم له سزا څخه نه، بلکې په حقيقت کي د مثبت شاګرد له موقف څخه زده
کوي چي مېلې ته د تګ پر ځای يې ښوونځي ته تګ غوره وباله
.

د مولوي صاحب په اړه دې
څېړني وښووله چي ده د هغه مهال له امکاناتو او شرايطو سره سم د وطن د بچيانو په
سالمه روزنه کي يو ستر رول لوبولی دی، ان دا چي له ادبي ليکنو له لاري يې خلکو ته
په داسي ډول زده کړه ورکړه چي معاصره تعليمي اروا پوهنه او پيډاګوژي يې هم ملاتړ
کوي، خو له بده مرغه تر مولوي صاحب وروسته بل چا په دومره مينه او دقت دې برخي ته
پام نه دی کړی
.

دا يو روښانه واقعيت دی
چي زموږ د اوسنۍ بدمرغۍ يو لوی عامل بې سوادي ده، که د امنيتي، اقتصادي، کلتوري او
داسي نورو عواملو له مخي په رسمي ډول زموږ د ټولو ځوانانو اړتياوي نه سي پوره
کېدای، نو شخصي زده کړي او هلي ځلي هم کولای سي چي په هيواد کي د بې سوادۍ کچه
راټيټه کړي. فکر کوم نن تر بل هر وخت د ليکوالانو لپاره د کار او ډوډۍ پيدا کولو
زمينه برابره ده، نو که زموږ ليکوال د خپلو ليکنو له لاري ځوان نسل ته هم يو څه ور
زده کړي، يو خو به د اراښاد مولوي صاحب سپېڅلي لاري ګڼ لارويان پيدا کړي او بل به
زموږ د ليکوالو هنري اثار د خوند پر ځای ولس ته ګټه هم ورسوي

يادونه : دا مقاله په هغه
سيمينار کي اورول سوې چې د روان لمريز کال د غبرګولي پر ١٢-١٣ نېټه په کندهار کي د
مولوي صالح محمد کندهاري د پنځوسم تلين په مناسبت جوړ سوی و. ليکوال

 


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/519/%d9...

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






44 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > مولوي صالح محمد کندهاری او تعليمي ادبيات

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.