ټپيېزي

Hask
جمعه 3 می 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

هره
انجلۍ د وطن زوی کړې

ښه
غيرتي يې ته رالوی کړې

په
شهامت باندي يې پوی کړې

زلمو
سنګر کي ويني توی کړې

پېغلي
ړندې کړې چي کونډتوب نه قبلوينه


اور
به يې پور په کاله کړي

زور
د د ښمن به ژر اوبه کړي

له
وينو ډکه به يې خوله کړي

جانان
به ولي توره نه کړي

تر
نيمايي مورچله زه ورسره ځمه


په
دښمنانو باندي بريد که

ختم
د وخت هر يو يزيد که

وطن
دي پير ځان دي مريد که

ته
په سنګر کي ځان شهيد که

زه
به سور شال ستا په مزار وغوړومه



ورک
شه مېراث او ورکي شومي

د
بري لار کي ډېري لومي

شته
دي ازغي او هم پېچومي

توري
وهه بری به مومي

که
بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه


په
سرو لمبو باندي ګډيږي

له
خپله سره پري تيريږي

سل
واري مري خو ژوندی کيږي

په
مورچل هغه سړی خيږي

چي
يا مين وي يا يې پېغله ناسته وينه



حنیف
حیران

 



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/55...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس