رفتن به محتوای اصلی
هغه ماشوم چي ستاسو پر مخ به دروازه خلاصوي

هغه ماشوم چي ستاسو پر مخ به دروازه خلاصوي

زمان مطالعه: ( کلمه)
همرسانی:

د واده په لومړي سهار سړي
او ښځي تړون وکړ چي دروازه به هیچا ته نه خلاصوي، په لومړیو کي د هلک مور او پلار
راغلل. زوم او ناوي یو بل ته حیران حیران کتل ، ځکه دوی مخکي دا تړون کړی وو چي
هیڅ یو به دروازه نه خلاصوي بلاخره دروازه ئې خلاصه نکړه . وروسته د نجلۍ مور او
پلار راغلل، دوی دواړو بیا یو بل ته تر ډیره حیران حیران کتل ، د ناوي په سترګو کي
اوښکي را ټولي سوي وې ځان ئې کنترول نکړای سو پدې حالت کي ئې وویل : نسم کولای چي
مور او پلار مي د دروازې تر شا ووینم او دروازه ورته خلاصه نه کړم . سړي څه ونه
ویل او دروازه ئې خلاصه کړه ، اما سړي دغه موضوع 
له ځانه سره وساتل
.


کلونه تیر سول خدای ج دوی
ته څلور زامن ورکړل . پنځم اولاد ئې نجلۍ وه . ددغه ماشوم د زیږیدو په ویاړ پلار
ډیره ښادي او خوشحالي وکړه څو پسونه ئې حلال کړل یوه ډیره لویه مهماني ئې جوړه کړه
. خلکو له ده څخه په ډیره معتجبانه توګه وپوښتل:  ددغه ښادی او مهماني اصلي علت څه دی ؟ سړي په
ډیره سادګۍ ځواب ورکړ : دا هغه ماشوم دی چي دى به  دروازه به زما په مخ خلاصوي
.

Poems for the Hazara

The Anthology of 125 Internationally Recognized Poets From 68 Countries Dedicated to the Hazara.

Order Now
ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس