صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه

پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه

Hask
پنج شنبه 25 جولای 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

 پارلمان
ته د کاندیدیدو فورمه

۱- د کاندید نوم:  

  ۲ـ سیاسی
حزب:
(لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.) 

  ۳- ستاسو
انتخابی نښان څه دی؟ [   ]

 الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وی غزت خوندی نه دی)

ب- ګډوه (ګډوه نه وی استنجا وهل ستونزمنه ده)

ج- کانډوم (د نفوس زیاتیدو مخنیوی)

د- زمری/ی (تر څو زه هم نور ښکار کړم)

ذ- وچه ډوډی (خلک لوږی دی د ډوډۍ په لیدلو زما خواته راځی او
زه به دوی ته د نانوایی لاره وښیم)

س- قفل ( نه پوهیږم ولی خو هسی ما ویل چې یو نوی شی وی!)

ش- چلم (چې هیڅ نه وی، خماریان خو به رایه راکړی)

ص- بل

 ۳ـ جنس:
[ ] 

 الف: نارینه ب: ښځینه ج: خثنه 

  ۴ـ د څو
هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [ ] 

 الف: ۲ تر ۳ ب: ۳ تر ۵ ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برابر شوی وو

 ۵ـ د
وروستی حزب د پریښودلو لامل: [ ] 

 الف: خطا وتلم ب: وشړل شوم ج: بل حزب رانیولم د: هیڅ یو ر: ټول

۶ـ په
ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی): 

   الف: پیسی لاسته راوړم

 
ب: د محکمه کیدو نه نجات ومومم

 ج: د قدرت نه سو‌‌ء استفاده وکړم

 د: خلک می وپیژنی

 ر: خلکو ته خدمت وکړم

 س: هیڅ نه پوهیږم انډیوالانو راته وویل
چې ځان کاندید کړم 

 نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وی نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل
دماغی حالت د سموالی سرټیفیکټ راوړی!) 

 ۷ـ د ملت
لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی: [ ] 

 الف:
له هغه ورځی چې پیدا شوی یم

 ب:
۱ تر ۵ کاله

 ج: ۵ تر ۱۰
کاله کیږی چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه
اخلم تر څو په قدر یې پوه شی. کوم شی چې څوک له لاسه
ورکړی بیا یې په قدر یې ښه پوهیږی. 

د: ۱۰ تر ۳۰
کلونه کیږی چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شی

ر: والله
که می په یاد وی 

 ۸ـ لطفا
خپل جرمی او د رشوت سابقه په ترتیب سره ولیکی ( که ځای کم وی نوری
پاڼی ضمیمه کړی): 

۹ـ تاسو
په کوم مالی تخلف او رشوت کې لاس لری؟ [ ] 

 الف: ولی نه  ب: البته ج: مطلقاد: پدی کې بهرنی لاس وینم

ر: نه غواړم ځواب ورکړم ز: نه- موټر، کور، زیورات، او د زامنو مصارف په بهر کې، د پور په
پیسی دی

 

۱۰ـ ستاسو
کلنی عاید د فساد له لاری څومره دی؟ [ ] 

الف: ۱۰۰۰۰۰
تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره 
  ب: ۵۰۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره

ج:بیخی
زیات
( لطفا خپل ټول ارقام له کلدار، تومان، یورو، پونډ او ډالر څخه په
افغانۍ بدل کړی او لاندی یې ولیکی) ........................... 

  ۱۱- د خپل بریالیتوب ستراتیژ په نښه کړی.[  
 ]

الف: پیسی ب:زور او ټوپکج:د قوماندانانو، والیانو، وزیرانو او قاچاقبرو سره ژمنی د: درواغ ذ: ټوله

  ۱۱ـ آیا
تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لری؟ [ ] 

 الف: نه   ب: 
نه 
  ج: 
نه  
 

۱۲ـ خپل
لاسته راوړنی دلته ولیکی [ــــــــــــــــــــــــــــــــ] 

  ۱۳- که
ځان د دویم ځل لپاره کاندیدوی ، په پارلمان کې د خپل تیری دوری لاسته راوړنی په
نښه کړی. [    ]

 الف: د دوو موټرانو خاوند/خاونده شوم

ب: زوی می د درس لپاره بهر ته ولیږه

ج: په مکروریان/شیرچور یا بل ځای کې می ځانته کور رانیوه

د: د قوماندانانو او نورو کسانو سره ښه اشنا شوم

ذ: بهر ملکونو ته می سفرونه وکړه

ر: د خپل لمسی ژوند می لا هم تضمین کړ س: ټوله

  لاسلیک یا د ګوتی نشان  
ـــــــــــ نیټه:
ــــــــــــــــ


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/59...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس