صفحه نخست > دیدگاه > د افغانستان او امريکا اړيکې: غلط پېل او خطرناکې پايلې

د افغانستان او امريکا اړيکې: غلط پېل او خطرناکې پايلې

دکرزي او امريکې تر خوابدون ها خوا کتنه
نظر محمد مطمئن
سه شنبه 31 دسامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

له تیرو دولس کلونو راهيسي د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکې کمزوري وو، په داسي حال کې چې امریکا د افغانستان بهرنۍ تګلاره تر خپل کنټرول لاندي نيولي وه، دا ډول تجارتي، ښوونيز او د رسنيو تګلاري هم د امريکا تر کنټرول لاندي او دهغوی په خوښه ټاکل کيدلي.
د افغانستان او امريکا اړيکې په تیر وخت کې هم د شخړو او جنجالو درلودونکې وو، د بوش په وخت کې تر يو حده ښه وو، خو د اوباما په دواړو دورو کې ښاغلي کرزي او امريکا چې کله هم د دوی د خوشي خلاف کومه مسئله وي، دوی يې پر سر جنجال کړی او خپلو ځانګړو ګټو ته يې برتري ورکړي ددي پر ځای چې د ملتونو او هيوادونو ګټې په پام کې ونیسي
د ولسي جرګې غړي هم کمه برخه د ښاغلي کرزي د خوښې او ډیره برخه د امریکا په خوښه او ډیر کم شمير يې خپلواک دي
۲۰۰۵ کې د ولسي جرګې له پاره ډیری يې جنګسالارانو لاره ورته پيداکړه، چې دغه ډول پارلمان په هيواد کې د تروريزم او نا امني سره ځکه مرسته وکړه چې مخکې هم خلک همدغو جنګ سالارانو ځورولي وو.
۲۰۱۰ پارلماني انتخابات بيا ډیر ککړوو، ډیره زياته لاسوهنه پکې وشوه، د خلکو رښتينو استازو پارلمان ته لاره پيدانه کړه، او د پارلمان غړي بيا هم د حکومت او امریکا په خوښه انتخاب شول، د اوسني پارلمان غړي هم د ښاغلي کرزي او امریکا سره په معامله کولو کې اړيکې لري، د حساسو مسئلو د پريکړو پر وخت د امریکا او ښاغلي کرزي غوښتنې په پام کې نیسي
له تیر يوه کال او يا زيات وخت څخه د ښاغلي کرزي حالت بدلون کړي، ځکه دهغه دوره نوره پای ته رسيږي، د امريکا سره يې شخړي زياتې وي او د هغوی پر ضديې ځينې څرګندوني کړي، دا هر څه دده خپل شخصي غوښتني دي، چې د امریکا سره د واک پر سر شخړي کوي، نور نو د امريکا او کرزي تر منځ پټي معاملي مخ په ختميدو دي، اوس کرزی هڅه کوی چې ځان خپلواک او د افغانانو دوست وښيې، مګر امريکايان تر ده ښه پوهيږي چې اوس يې وخت نه دي، او وخت يې له لاسه ورکړی دی.
د افغان ولس له پاره له لویه سره د امريکا سرمايه ګذاري سمه نه وه، امريکا ناسم انتخاب کړی وو او په غلطه لاره يې سرمايه ګذاري وکړه، همدغه غلطه تګلاره وه چې د جنګ د دوام لامل وګرځيدله، او داسي معلوميږي چې ددغې جګړي پای لاهم معلوم نه دی
افغان ولس فکر کوی چې امریکا په دي کې پاتي راغلي چې په خپل اختیار سره ددوی د خوښي وړ پريکړه وکړي، په لومړي سر کې دوی د افغان ولس غوښتني په پام کې د خپلې سرزوري له امله نه منلي اوس مجبور دی چې دروند زيان وګالي
عام افغان ولس امريکا ته د ملګری په سترګه نه ګوري بلکه د يو سرټمبه او ځيلناک ، ځان غوښتونکې، ناسم مديريت کوونکې، کم عقل، حتی ددوی ځينې افغان ملګري هم په دغه سترګه ورته ګوري، افغانان فکر کوي چې امريکا افغانستان ګروګان نيولی او دافغانانو څخه يې واک اخستي دي، له همدې امله له دوی سره جګړه کوي.
د افغانستان او امریکا راتلونکې اړيکې هم بد زيانمن شوې دي، مګر بيا هم که امریکا او ددوی متحدين سخت کار وکړي او په حالاتو کې مثب تغير راولي، په اختلاس او فساد کې ککړو کسانو، ددوی لاسپوڅو سياستوالو څخه لاس واخلي، د حقيقي سولې له پاره قدمونه واخلي، په اقتصادي برخه کې، بيا رغونه کې وړ کارونه وکړي، په داسي حال کې چې پوځونه وباسي او مداخله بنده کړي، دغه ډول کړنې به حالت ښه لورته بوځي
سي آی اې پر جګړه ټينګار کوي، هغوی په افغانستان کې د امنيتې قرارداد غوښتنه او په سيمه کې د امريکايې پوځيانو پاتي کيدل غواړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او ډيپلوماټان بيا غواړي چې امریکايې پوځيان له افغانستان څخه ووځي، ولي داسي معلوميږي چې واک نه لري
اوباما د تيرو ټاکنو پرمهال امریکايې ولس ته وعده ورکړي وه چې دعراق جګړه به ختموي او له افغانستان څخه به خپل ټول پوځيان باسي، چې د روان کال د ډسمبر پر ۲۱مه نيټه يې دغه خبره بيا تازه کړه
کرزی له امريکا سره په پټه نتيجې ته رسيدلی دی، د کرزي ځينې غوښتني امریکايانو منلي دي
اول: دده په خوښه کانديد به ولسمشر کيږي
دويم: د پاکستان سره به د افغان حکومت ښې اړيکې جوړيږي
ولي د کرزي لاندي غوښتنی بيا نه دي منل شوي
اول: پاکستان سره به د ډيورنډ ليکې پر سر معامله کيږي او له پاکستان څخه به وغوښتل شی چې افغانستان ته د ګوادر بندر ته لاره ورکړي، ترڅو افغانستان بحر ته لاره ومومي، افغان حکومت به له ډيورڼد ليکې څخه ورته تيريږي
دويم: سوله، امريکا او پاکستان د کرزي دا غوښتنه نه ده منلي چې طالبان تر دي نور هم وټکول شي او په زور سره مجبور کړل شې چې په افغان حکومت کې شامل شي، که څه هم داخبره فکر کيږي چې د پاکستان او امريکا له وسه بهر ده
کرزی سره امريکا په هغه ژمنه هم وفا وکړه چې هغه به د افغان ولس په منځ کې د يو معزز مشر په صفت ژوند کوي، او د دوی کورنۍ به د افغانستان په تاريخ کې ځانګړي ځای ولري، دا ډول ددوی کورنۍ به د ځانګړو امتيازاتو څخه په راتلونکې کې هم برخمنه وي.
داسي معلوميږي چې کرزي د يو ځانګړي پلان له مخې په دومره لوړ اواز سره له امریکايې چارواکو سره خپلې لفظۍ شخړو ته دوام ورکاوو، فکر کيږي چې خبره په پټه له سي آی اې سره خلاصه شوي وو، همدا پروګرام وو چې کرزی صاحب د افغان ولس په منځ کې نفوذ وکړي او هغه له دي څخه ځان خلاص کړي چې خلک يې د لاسپوڅي په نوم ياد کړي.
ولي تاریخ ثاپته کړي چې يوځل څوک د لاسپوڅي په نوم ياد شوي بيا هغه د ملي قهرمان لقب نه دي ګټلي، او دافغانانو باور يې په هیڅ ډول سره نه دي خپل کړي.
دامريکايانو بېلا بېلې څرګندوني هم ګڼ سوالونه پیداکوي، سي آي اې پر جنګ او د تړون پر ژر لاسليک ټينګار کوي، جان کيري د تړون له پاره د وخت غزيدل کوي، او سپينه ماڼي کله وايې چې تړون بايد ژر او کله وايې چې له راتلونکې ولسمشر سره به لاسليک شي.
دا ډول د امریکا د سنا او پارلمان د ځينو غړو په څرګندونو کې هم توپیر ليدل کيږي، ځينې يې غواړي چې امنيتې تړون بايد ژر لاسليک او امریکايې پوځيان په افغانستان کې پاتي شي، خو ځيني يې بيا دافغانستان څخه د امريکايې پوځيانو وتل غواړي، معلوميږي چې ډيپلوماټان او ملکي امريکايان هم پر يوه خوله نه دي.
ځينې لوړ پوړي امريکايې جنرالان بيا په دي نظر دي چې له افغانستان څخه وتل ددوی د ماتې په تعبیر ده، او هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې خپله ماتې ومني، له همدي کبله هڅه کوي چې په افغانستان کې اډي ولري.
ځينې داسي نا تايد شوې راپورونه هم شته چې په نږدې راتلونکې وخت کې به د امریکا په لوړو مقاماتو کې لوی بدلون راشي، ځکه د امريکا د ولس ډیری برخه غواړی چې امریکايې پوځيان له افغانستان څخه ډیر ژر ووځي او د افغانستان بې پايلې جګړه ختمه شي، له همدي امله ده چې اوباما او د امريکا پټ لوی قوتونه مجبوريږي چې په لوړه کچه په حکومتي چارواکو کې بدلون راولي او دهغوی په واسطه د امریکا ملت ته وړ ځواب ووايې.
په ټوله کې د امریکا او ښاغلي کرزي تر منځ شخړه چې په تيرو دولس کلونو کې څو ځله تکرار ليدل شوي، هغه څه دي چې د امریکايې ستراتيژيکو پلانونو له مخې کيږي، ولي ممکن چې په ډیرو لږو مواردو کې به د دوی د شخصي ګټو په نظر کې نيولو سره رښتوني د نظرونو اختلافات هم وي.
داچې ښاغلي کرزي ښه پوهيږي، چې نه قومي، نه سيمئيز او نه هم جنګې قوت لري، او د امريکا د زور له برکته د کابل پر تخت ناست دی، هیڅکله به داسي اشتباه ونه کړي چې د امريکا مهمي کړۍ خفه کړي او د هغوی له اجازي پرته څرګندوني وکړي.
شنونکې پر دي نظر دي چې په دغسي امریکا ضد څرګندونو او ځان خپلواک ښودلو سره ښاغلی کرزی غواړي چې ځان ته د دولس کلنو ناخوالو، جنګ جګړو او وژنو څخه برائت ورکړي، ولي داکار له دولس کلونو وروسته ناشوني ښکاري.
افغان ولس باوري دی که امريکا وغواړی د يوې ورځي او حتی څو ساعتونو له پاره هم کرزي په واک کې نه شي پاتي کيدلای، د امريکا پر مټو سپور او دهغوی پر زور واک چلوي، بيا څه ډول امکان لري چې کرزي دی د خپل ولي نعمت بد ووايې
داسي معلوميږی چې دامريکا په اداره کې هم ځينې کسان د ښاغلي کرزي او دهغه د ټيم څخه په پټه ټينګه ننګه کوي، ولي په ميډيا کې يې ورسره جنګ پيل کړي، او دا ډول د امريکا ځينې کسان بيا د ښاغلي کرزي او دهغه د ټيم سره ځکه مخالفت لري چې نوموړی ټيم ونه توانيدی چې افغان ولس پر ځان راټول کړي، ولي دغه ډله امريکايان بې واکه او وس نه لري
استعمار د خپل عادت له مخې چې کله هم پوه شي چې په عام ولس کي ددوی د ګوډاګيانو سره نفرت اوج ته رسيدلی، بيا ډول ډول حربې کاروي، ورته حربه روسانو د ډاکټر نجيب الله په وخت کې وکاروله خو نتيجه يې ورنه کړه
د ښاغلي کرزي، دده د کورنۍ او دده د ټيم پاتي کيدل د جنګ د اوږديدو په معنی ده، او ښاغلی کرزی په هیڅ ډول چمتو نه دی چې يوه رښتوني سوله دي راشي، دا ډول سي آی اې او د امريکا ځينې جنرالان هم سرټمبګې کوی او دسولي پر ځای پر جګړه ټينګار کوي.
انتخابات چې افغان ولس ته به هیڅ ډول مشروعيت ونه لري ولي امريکا غواړی چې هرڅه نړيوالو ته سم وښئې ولو که په ډیرو لږ ولايتونو کې حتی ۱۵٪ افغانان هم په انتخاباتو کې برخه واخلي دوی به يې سم وګڼي، په انتخاباتو کې به د ګډونوالو په سلنه کې هم لاس ووهل شي ممکن چې تر اصلي اندازي څو برابره وښودل شي او د ا ډول به جعلي کارډونه هم وکارول شي.
دغه ډول انتخابات زموږ افغان ولس له پاره يو بل ناورین دي، په ګاونډيو هيوادونو کې حتمي ده چې تر ۵۰٪ سلنه زيات کسان په انتخاباتو کې ګډون وکړي ولي په افغانستان کې دغه فورمول ته پاملرنه نه کيږي.
ګاونډيو هيوادونو تحرکات پېل کړي چې د امريکا ضد روحيه په افغان ولس کې نوره هم زياته شي، دا ډول روسانو هم د امریکا سره خپله زړه تربګنې تازه کړي، په سوريه کې امريکا په پټه خوله ماتې ومنله او روسان برلاسي ښکاري، ايران چې د روسانو ملاتړ له ځان سره لري، امریکا مجبوره شوه چې دايران غوښتني د اټومي بم په اړه ومني، په اوکراين کې چې امریکا او اروپا غوښتل له دغه هيواد سره د اروپايې اتحادي کې د ګډون تړون لاسليک کړي، روسان وتوانيدل چې د اوکراين چارواکي په خپله ګټه وکاروي.
که امريکا په افغانستان کې تيروتنه کوي اوس هم اصلي حالت نه درک کوي، بيا به د دغه ډول سياسي او جنګې تیروتني جبران کول ورته ستونزمن وي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس