صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > دوه زاهدان

دوه زاهدان

Hask
شنبه 11 جنوری 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

دوه زاهدان

حکایت،داستان

د يوه
دنګ غره پر سر د خدای په لمانځنه بوخت، يو په بل ګران، دوه زاهدان اوسېدل.

دواړو
له يوه خاورين کنډولي پرته بل څه نه لرل.

يوه
ورځ شيطان د مشر زاهد په زړه کې اندېښنې واچولې نو د کشر خوا ته ورغی او وې وې:
"اوږده موده کېږي چې ګډ اوسېږو، وخت يې راغلی چې سره بېل شو. راځه چې خپله
شتمني ووېشو."
کشر زاهد په خواشينۍ ځواب ورکړ: "وروره، له
تابېلېدل مې زړه دردوي، خو که ته يې اړين بولې چې ولاړ شې نو بيا سمه ده
."
کنډولی يې را واخيست، هغه ته يې ونيو او زياته يې کړه: "وروره، دا خو
نه وېشل کېږي، دا دې ستا وي
."
مشر زاهد په په قهرېدلې بڼه ځواب ورکړ: "زه خيرات نه غواړم، يوازې
خپله برخه غواړم، بويه چې کنډولی ووېشل شي
."
کشر ووې: "که لوښی مات کړو نو د دواړو په درد نه خوري، راځه چې پرې
پچه واچوو
."
خو مشر زاهد ورغبرګه کړه: "زه له خپلې برخې پرته بل څه نه غواړم، نه
مې خوښېږي چې عدالت او خپله ونډه يوې ړندې پچې‌اچوونې او تصادف ته وسپارم، له دې
کبله کنډولی بايد ووېشل شي
."
کشر چې وپوهېد، دا وېينې راوېينې نوره ګټه نه لري نو وې وې: "که په
رښتيا ستا روستۍ غوښتنه همدا وي نو سمه ده، کنډولی به مات کړو
."
مشر زاهد له غصې تور و شين شو او چيغه یې کړه:

 "ځغله! لوده، ډارنه،
له جګړې تښتې
."

ليک: جبران خليل جبران
ژباړه: عبدالحميد بهيج


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/625

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :
loading...
loading...

پیام، نظر، تفسیر یا نقد؟

تعديل از پيش

اين سخنگاه از پيش تعديل مي‌شود: نظر شما پيش از تأييد مديران سايت ظاهر نخواهد شد.

كى هستيد؟
وصل
پيام شما

براى درست كردن پاراگراف، كافيست كه خط خالى ايجاد كنيد.

جستجو در کابل پرس