صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: څو لنډکي شعرونه(دسلواغې۷)

شعرونه: څو لنډکي شعرونه(دسلواغې۷)

lawang
سه شنبه 27 جنوری 2015

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لنډکي شعرونه

 

ستا خوښه

 

مينه تکيه
کرکه ګوزار دی
زړه مې درز شوی دېوال
خوښه دې خپله
غواړې چې ونړېږي
که تکيه کېږې ورته؟
۹۳.۱۱,۶

«««

تصویر

ته به دا وايې چې په تصویر کې ورک یم
زه په تصویر کې یوې نګاه وړی یم

۹۳.۱۱.۶

«««

خپګان

 

ورځم چې خپل سیوري کې پټ شم
له دې دېواله به مې نه وينې چې ژاړم
خپګان دې نه غواړمه
۹۳.۱۱.۶

«««

د ذهن فصل

 

سږ مې خپل ذهن دی کرلی
سږ خاطرې به
جانان جانان راشنې شي
۹۳.۱۱.۶

«««

انتظار

د کور د وره ځنځیر ماتم نیولی
د توتو ونه ژاړي خپل سیوري ته
کوټه د خپلې تنهايۍ ژمي کې یخ وهلې
یو زړه مودو نه
د چا لاره څاري
۹۳.۱۱.۶

«««

آيينه

 

ښی لاس دې راکړ په قسم باندې خو
آيينې کيڼ وښوده
پر زړه مې څنګه
اوس دا ومنم چې
آيينه دروغ نه وايي
۹۳.۱۱.۵

***

تته ډيوه

 

تته ډيوه يم
يمه ورک خپله تياره کې
ژاړم ژاړم
اوښکې اوښکې
خو د اوښکو مې رڼا ته
شاوخوا ته هر څوک وينم
هر څه ښکاري
هر يو څاحکی کې د اوښکو مې
ځلېږم
چې تيارو کې مې خپل ورک يم
چې هېر شوی خپل جوهر نه
يک تنها يم
««««
تته ډيوه يم
ژاړم ژاړم
اوښکې اوښکې
يوې اوښکې په هينداره کې مې ګورم
ورور مې سر نه خپل تړلې
يوه سپينه شان ټوټه ده
را روان زما په لوري
زه لاسونه ور اوږده کړم
راخوره توره تیاره شي
بس په لړو او تیارو کې
زه مې ورور او خپل لاسونه لټومه
««««
تته ډيوه يم
ژاړم ژاړم
اوښکې اوښکې
يوې اوښکې په هينداره کې مې ګورم
زما خپل چې څوک یادېږي
څوک په وير او واویلا دي
څوک د ویر واویلا نه دي
««««
تته ډېوه یم
ځانته ژاړم
خو په تیاره کې یم نه ښکارم
۹۳.۱۱.۵

***

تنده

 

زه یمه يوازې
خو په لاره
سیوری راسره وي
ستا د ګمان تنده
زما یاره
سیوری راسره وي
۹۳.۱۱.۵

«««

زړه

زړه مې اوبه اوبه شو
واوره کې خپل سیوري ته ودرېدم
۹۳.۱۱.۴

«««

واوره

 

زما خوښېږي
خو چې په واوره باندې زړه نه تړم
لکه زما د زړګي
دومره د ټينګې نه وي
له یوه څرکه سره اوبه اوبه شي.
۹۳.۱۱.۴


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس