کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: د ۱۳۹۵ کال د قوس له ۲۱ د دولې تر ۱۹ پورې

شعرونه: د ۱۳۹۵ کال د قوس له ۲۱ د دولې تر ۱۹ پورې

سه شنبه 7 فوريه 2017, بوسيله‌ى lawang

شعرونه/ د ۱۳۹۵ کال د قوس له ۲۱ د دولې تر ۱۹ پورې

 

زه هره ورځ
د خپل زړګي ستړیا مې
تکیه کوم د یوې ونې ډډ ته
ونه زما
کټ مټ د زړه په څېر ده
مرغۍ چې راشي ورته
د ونې پانې رپي
او زما زړه
درزېږي
 د یو چا مينې ته

۱۳۹۵.۱۱.۱۹

*********

 

خوب يې

زما د سترګو

کوڅې ته راغلی

باده ګردونو سره پام کوه لږ

زه يې د پلونو

په هره نښه

مينه مې زړه کې

ډاډه کومه

۱۳۹۵.۱۱.۱۸

*********

 

مينه د جادوګرې غوندې ده

نه غلط شوم

ټوله جادوګره ده

جادوګره مو د سترګو وړاندې

يو څه په يو دم ورک کړي

او مينه يو دم

سړی په ځان کې ورک کړي

۱۳۹۵.۱۱.۱۶

*********

 

مينه د مات وره له نيمکښو ورګوري

له ليرې لیرې

د ژوند د ناوې

د پښو ښکالو راځي

او بېوزلي

له خپل چرمي کوټ سره

بهر کوڅه کې

د عمر د واورې پر مخ

ځان ښوييوي

۱۳۹۵.۱۱.۱۴

*********

 

يو سړی پېژنم چې

توبه سينې ته جوختوي هره شپه

او د ګناه د پېغلې سترګو ته

د خوب رانجه ورکوي

يو سړی پېژنم چې

د لارې سر کې هره ورځ ولاړ وي

او د ښکلا د نظرمات لپاره

غواړي چې زړه لوګی کړي

يو مئين پېژنم چې

مينه پرې هرڅه کوي

۱۳۹۵.۱۱.۱۳

*********

 

زړه مې د مينې په درد ګران دی

د ماشومتوب د کمیسه غوندې يې تنګ په غېږ کې نیسي

۱۳۹۵.۱۱.۱۲

*********

 

مینه

منم

د لارې پښې به ډېر درد کوي

چې هره ورځ دنیا ته تل داسې اوږده غځېږي

خو زه پوهېږم

د درد خبره نه ده

د درد خواږه دي

لاره د پښو په کېګاږلو

روږدې شوې

کټ مټ زما په څېر

زه چې یم

زه يمه په مينه کې د مينې روږدی

۱۳۹۵.۱۱.۱۲

*********

 

د مينې قدم

زړه مې د خپلې درزا ناڅاپی شور ته ګډ شو

شپه د سپوږمۍ د وړانګو ټال ته په مينه وختله

ټال د شپونکي د شپېلۍ په خواږه غږ

نری نری لکه خوږ درد د مينې

چې زړه ته لاره کوي

کرار کرار په مينه وزنګېده

ژوند د رڼا له خوبه ډکې سترګې

سبا ته واړولې

قدم دې عشقه بختور و اوسه

قدم دې عشقه بختور و اوسه

۱۳۹۵.۱۱.۱۰

*********

 

ته چې تلې

ډوری به دې درولی و

زما د زړه په کرونده کې

چې تا د مينې زړي شیندلي وو

اوس دې د یاد مرغۍ پرې

لګیا دي

د درد ټونګې لګوي

چې ته راځې

وېرېږم

مرغۍ له زړیو سره

ټونګې ټونګې

زړه به مې هم وړی وي

۱۳۹۵.۱۱.۹

*********

 

حافظه مې

د تنهايي د کوڅې منځ کې

ګوته تر غاښ لاندې نيولې

چوپه خوله ولاړه

کلي کې شپې

لا له ماښامه

د خوب لوګيو باندې

سترګې دي خپلې تورې کړې

زه مې په هېر کې

هېر شوی

هېر يم

ځانته نه يادېږم

۱۳۹۵.۱۱.۴

*********

 

(لیک)

وایه

خبره شوم

ناسازه وې

اوس څنګه يې؟

پاڼه مې کات(قات) کړه

او ډېرې شپې بیا

زه مې د خپل زړګي درزا ته

په مينه کېناستمه

د ورځې

ستا د راتلو لارې ته کتل مې کتل

لاره په ما باندې په تنګه شوله

زه مې په ځان په تنګ شوم

د زړه درزا مې ورو شوه

د بالښت لاندې مې ستا لیک راواخیست:

دا مینه مینه پرېږده

هسې دې ځان خواروې

نوره مې مه یادوه

نوره نو هېره مې کړه

۱۳۹۵.۱۱.۴

*********

 

ستا پر ښکلا

چې شاهدي ورکاندي

واورې يوه سترګک کې

ټوله ځمکه سپینه کړله

۱۳۹۵.۱۰.۲۸

*********

 

نفرت د ژوند کوڅه نيسي

زړه ګوګل کې بند پاتې

پيشو پرېږدي ازاده خلک

مرغۍ ساتي قفس کې

۱۳۹۵.۱۰.۲۸

*********

 

يو بيت:

ژوند د غم کوڅه کې و منډه مې ترې واخسته

مرګه ته غږ مه لره پرېږده چې ساه سازه کړم

۱۳۹۵.۱۰.۲۷

*********

 

غزل

زړه زمـــــــــــا اوبه اوبــــــــه به پاتې وي

رابه شــــــــي خو غــــــم د تله به پاتې وي

غېږه دې درټوله کــــــــــړه او ځــــه درده!

عشق چې په چا تېــــر وي څه به پاتې وي؟

مينه په رښتيا ســـــــړی بــــــې فکره کړي

زه به یمـــــــــــه تللـــــــی زړه به پاتې وي

لـــــــــــــوږه دې پتيـــــــــرې ته به کښېنوم

وګــــــــــورم یــــــــو څه اوړه به پاتـې وي

بدره که د خولې په خوند د عشق پوه شوې

خونـد د خـولـې دې وازه خوله به پاتې وي

۱۳۹۵.۱۰.۲۷

*********

 

پرېږدی د غم او د درد او تنهايي د پښو تر لاندې دل شم

د يو تاک ټول انګور که وخوري هم څوک نشه پرې نه راولي

۱۳۹۵.۱۰.۲۷

*********

 

د فریاد پیاله

له تندې ډکه

د فریاد پیاله مې

په غږ کې ماته شوله

د پیالې ماتې ټوټې

دي غوڅوونکې ډېرې

کلمې ورو او په پام

مخې ته ګام اخلي

که ګوندې ځان ځای کړي

د ژبې پر سر

زه په تصویر کې ډوب یم

یو ستونی تږی د غږ

یو غږ فریاد پسې ورک

هغه فریاد چې يې پیاله له تندې ډکه ښکاري

۱۳۹۵.۱۰.۲۷

*********

 

د زړه زانګو مې

چې ناآرامه داسې زنګيږي

ماشومه مينه

وږې له خوبه

رالټېدلې

۱۳۹۵.۱۰.۲۵

*********

 

ارقام

مینه

احساس

وینه

او اوښکه

ارزښت نه لري

موږ له ارقامو سره ژوند تېروو

زموږ د ژوند دريڅه نن هم

چا د ارقامو په غږ پرانستله:

نن مو جګړه کې خپل نوي سرتيري لاس نه ورکړل

نوي ټپیان دي

او نوي نور هغه يې

محاصره کې دي اوس

غږ زورور شي:

هر یو افغان د خپل موبایل کريدټ کارته ځينې

دولت ته لس فیصده ورکړي مالیه

نیم غیران نور د برېښنا هر کیلوواټ کې ورکړي

خو غږ په عین زور کې ورو غوندې شي:

سږ مو بیساري شان عاید درلوده!

زموږ عاید و:

بس همدغه یو سلو اتلس

اعشاریه څلور ملیارده

۱۳۹۵.۱۰.۲۴

*********

 

پيغور

د یاد کوڅې دې

د دوړو او خاورو لاس نیولی

چې ګوندې ماتې نه شي

ستا د تصویر آیینې

ما خپلې سترګې پټې کړې

یو ګام مخ ته اخلم

خو په دې ډېر وېرېږم

چې هسې نه د ګاونډي د لور

د کور د وره مخې ته

زما د پښو خاپي

درته پېغور پاتې شي

۱۳۹۵.۱۰.۲۲

*********

 

خوند اخلـم له تېښتې نه خو نه دا چې

کار رابانـدې بوج شي کار نه وتښتم

کله کله زړه ته مـې په مڼـــــده وي

کله کله زه قـــــرار نه وتښتـــــــــم

۱۳۹۵.۱۰.۲۲

*********

 

شپه هرڅه

د سهار لمن ته وراچوي

او سهار

د هغه خاموشه لمر فرياد دی

چې د ژوند د هديرې

له غره راخېږي

۱۳۹۵.۱۰.۲۲

*********

 

د خيال پېغله

د يو درد د يوې څړيکې تناره نه

له ډک شکور سره د هيلو راوتلې

په کوڅه کې تمه شوې ده د مينې

دې کوڅه کې

يوه وږې آزانګه د فريادونو ده پېچلې

۱۳۹۵.۱۰.۲۱

*********

 

غرور

و مي غوښتل

لږ د غرور څوکې دې

د هغه شعر لپاره

چې تا ته يې لیکم

د خیال د پښو په څوکو لنډ کړم

وګوره!

د خپل شعر لمنځ ته رسیدلی یم

نه مې پورته د ختلو

نه ګړنګ ته د ځان ګوزارولو وس پاتې دی

پر شعر مې سر را ګرځي

او د خیال سترګې مې هم ګرد نیولي

د دغې څوکې لمنځ نه

لا هم چې هر څه وينې

دا هر څه هر څه ډېر واړه ښکارېږي

حتی زموږ د کلا خوا کې

د ژوند جګ قامت لرونکي غرونه

ګوره که لږ پورته ور وختلم

شعر به هم خپل شاعر و نه شي لیدای

داسې تر پايه پورې

دا شعر

ونه لیکل شي

چې په غرور کې راځي

پام کوه مه راګوره

ځکه اشنا

د غره له څوکې هر څه واړه ښکارېږي

۱۳۹۵.۱۰.۲۰

*********

 

چوپتيا

مينه د فرياد په ستوني کې

د چوپتيا غريو دی

د شپې په تپه تیاره کې

چې تنهايي ټوله کوټه نيولې

خاموشي خپل دروندوالی

د زړه پر وليو

نه ازمايي

۱۳۹۵.۱۰.۱۹

*********

 

زما له ټولو خوبونو

چې ستا لپاره مې ليدلي

د ويالې ذهن ډک شوی

خو لا د اميد د څراغ

ساه سوځېدلې نه ده

د شپې تياره

يوه رڼه څنډه ده

زه د سهار د سیند تر څنګه کېنم

او بيا له هغې وروسته

هغه خوبونه او خيالونه

چې هره شپه هره شېبه يې

ستا لپاره وينم

د نقاشۍ مویک

په لاس

سيند ته

شنې سترګې انځوروم

۱۳۹۵.۱۰.۱۹

*********

 

نن شپه

د خوب ستوني کې

غریو ماتېږي

او زما سترګې

د ماښام له کوڅو

د شپې پر مېنه راځي

د شپې لاسونه نیسم

چې لږ څه ډېره تم شي

نن شپه هغه غواړي چې

زما د سترګو زانګو

د خپل خوب په ماشومانو باندې وزنګوي

۱۳۹۵.۱۰.۱۸

*********

 

د زړه کوټه مې

کنګل نيولې

د غېږې اور غواړي

اوړه چې ژر ورسي

په ګرمو اوبو يې لمدوي

۱۳۹۵.۱۰.۱۷

*********

 

تياره په ځان کې ورکه ده

شپې رڼې جامې اغوستې

تنهايي

پر وره سترګې ګنډلې

چوپتيا

غلې له ما سره ناسته ده

او له تشوالي نه ډکه پياله

په سر اړوي

لېونۍ!

راتله دې هم

د تلو غوندې

سړي ته کار ګوري

۱۳۹۵.۱۰.۱۷

*********

 

زخمونه د زړګي چې درته نه راسپړومه

راوړې دې په شونډو کې آشنا د خندا مالګه ده

۱۳۹۵.۱۰.۱۶

*********

 

د ګرد په ذهن کې

دا څه تېرېږي؟

په بې صبرۍ چې

د لارې پر سر

پر قدمونو دې غځېږي داسې

ما سره بد دی

که يې رخه راځي

او که په ما باندې په دې خاندي

چې مې ونه شو کړلای

چې راستنه دې کړمه

خو په دې نپوهېږي

چې زه ژوندی په دې یم

چې مجاور د قدمونو د زیارت دې یمه

او د زړګي مرغۍ مې

دا ستا د پلونو پر سر

الوځي

وزرې وهي

ګوندې له مخ نه يې راپورته

که د ګرد حجاب کړي

۱۳۹۵.۱۰.۱۶

*********

 

منم ترهوونکی دی

خو شپې ته مه وېرېږه!

دا ډب و ډوب

د یو چا د لريوالي

د درد د پښو دي

چې د زړه بام مې

ګزوپل کوي

۱۳۹۵.۱۰.۱۶

*********

 

يو یوازې مساپر

مساپر یم

زه اوس هغه مساپر یم

چې د لارې لا په سر کې

د ستړیا لېوه يې خیال دی ګرځېدلی

نه يې شاته پرېږدي لاړ شي

نه يې مخ ته

مساپر یم

زه اوس هغه مساپر يم

چې د لارې د کږلېچ او د تیارې راخوره وېره

له خپل ځان سره غږېږي

تنهايي ترلاس نیولی

هيڅ يوازې نه پرېږدي يې

مساپر یم

زه اوس هغه مساپر يم

چې توپير هيڅ د سهار او د ماښام کولای نه شي

هر یو ګام ترمخه اخلي

په دې مينه

چې ژوندون ولاړ په هيله

۱۳۹۵.۱۰.۱۵

*********

 

د زړه درد مې

د ژمي شمال دی

هره آه مې

تر مخکينۍ هغې

ډېره سړه وي

مينې!

برخه دې

کنګل ده

۱۳۹۵.۱۰.۱۵

*********

 

په سيوري کې

د ستړيا سراب

ساه اخسته

يو چاودې شونډې انځور

غوښتل د تندې آيينه کې مات شي

يو څوک قدم په قدم

سيوري پسې

ګوډ ګوډ کېده

خو لا د لارې سر و

۱۳۹۵.۱۰.۱۵

*********

 

شپې د تيارې

او ما ستا لاس نيولی

شپه دې اوس ووايي چې

څومره تياره

څومره تورتم ده

او څومره زه

رڼا کې شپې تېروم

۱۳۹۵.۱۰.۱۵

*********

 

لاره چې نه غواړي راويښه دې شي

د چا د پلونو پر اوږه باندې يې سر ايښی دی

۱۳۹۵.۱۰.۱۵

*********

 

زه چې څه یم

چې ته يې ولرې

خو مینه یو جنون هم غواړي

ته چې څه يې

چې زه يې ولرم

کله کله

مینه باید دا احساس وکړي

چې شته ده

زه او ته

د مينې ژوندي پاتې کېدل یو

او مینه

زموږ د ژوند پلمه ده

۱۳۹۵.۱۰.۱۴

*********

 

هغې له مينې انکار داسې وکړ:

خلک په کور کې مړي ډېر نه ساتي

۱۳۹۵.۱۰.۱۳

*********

 

کله چې

د تنهايۍ د تیارې شپې پر زنګون سر ږدم

په خوب کې

ستوري، سپوږمۍ او لمر وينمه

۱۳۹۵.۱۰.۱۰

*********

 

لا چې پر امن مې باور نه راځي

پېغلې ګودر ته مازیګر نه راځي

ته که مې نشته يې يادونه دې شته

چا وې چې لمر نه وي سحر نه راځي؟

په کومه لار کې چې ښکلا لټوې

مخ ته دې سين نه راځي غر نه راځي

د يار د اوښکو منت ځکه وړمه

رانجه چې ړنګ نه کړي بهر نه راځي

تنګه سینه کې زړه ته نه یم خپه

د مخ په سيوري کوټه لمر نه راځي

ما به په خوب کې غوښتې رابغللې

خو خوب پخپله اوس اکثر نه راځي

هغه محفل کې دې چې نوم يادېږي

چا وې چې بدر به په سر نه راځي؟

۱۳۹۵.۱۰.۱۰

*********

 

موده وروسته يم راغلی

هدېرې ته

د ګور تيږه مې په زوره ټکومه

هسې نه چې دې ويده يم

۱۳۹۵.۱۰.۱۰

*********

 

مړښت

زه چې ماشوم وم

پلار نه مې هرځلې

د يوې پر وخت

و به پوښتل:

څه شی کرې؟

پلار به مې موسک شو:

زويه مړښت کرمه

لوږه پر خپل دسترخوان نه شم ليدای...

اوس چې پر کوم دسترخوان

لوږه وينم

ماته دا خپل کلی يتيم ښکاريږي

پلرونه نشته

چې ځمکه يوې کړي

مړښت وکري

۱۳۹۵.۱۰.۸

*********

 

ژوند راته خوب کې راغی

په منډه باد پسې په منډه کې وم

۱۳۹۵.۱۰.۸

*********

 

چې رانه لاړې

رانه دې زړه هم يووړ

خيال هم يووړ

زه اوس له مينې

او هم له شعر ليکلو پاتې يمه

زه

د کوټې د درد

هغه انځور يم

چې یې هډکو ته

د يخې تنهايۍ سړو ده

لاره کړې

۱۳۹۵.۱۰.۷

*********

 

يوه شپه مې رايادېږي چې زما وه تبه شوې

يوه شپه وه چې مې مور درد ته سر وېږد وه

۱۳۹۵.۱۰.۷

*********

 

دا تياره دې، شپې! الله له مخه واخلي

نيمه لار کې دې له خپل سيوري جلا کړم

۱۳۹۵.۱۰.۷

*********

 

درده څومره دې چې لويه ده راخستې

هومره زړه ته مې سينه ډېره وړه ده

۱۳۹۵.۱۰.۴

*********

 

ښځه

څوک چې تر ځان

یوه ګوته يې کمه ګڼي

هغه يې هم

د عشق په دام کې ورځي

نن مې ویل:

یو څوک مې ډېر خوښېږي

ويې پوښتلم:

ډېره ښکلې ده؟

۱۳۹۵.۱۰.۴

*********

 

په ډک بازار کې تا پسې ستړی نظر

جنازه ده هدیرې ته يې وړي خلک

۱۳۹۵.۱۰.۴

*********

 

شونډو نه دې اوس به د خندا کوترې والوځي

غلی داسې ځکه د خپل زړه په بام کې ناست يمه

۱۳۹۵.۱۰.۴

چې مینې مخامخ کړلو خبرې مو ونه کړې

خو دومره ډېر له چا سره زه نه وم غږېدلی

۱۳۹۵.۱۰.۱

*********

 

په يخه تنهايي کې مې

ځان نغاړلی دی

شپه تېره شوې به وي

او سهار به له ټولې رڼايي سره

د وره شاته

ولاړ پاتې وي

۹۵.۱۰.۱

*********

 

ته چې يې تللې

زه مې پخپله حافظه کې اوسم

ته چې راځې

زه به له ژونده ډېر شاته پاتې يم

۱۳۹۵.۱۰.۱

*********

 

تا ته کمزوری ښکاري

خو زړه مې

چې د ډېرو ښکلو

د آهونو او ښيراوو

بوج ته اوږه ورکړې

پښه يې

قدرې هم نه ښوييږي

۹۵.۹.۲۹

*********

 

ډېرې غښتلې ښځې

زما د پېر دي

زما د پېر مېرمنې

چې په جګړو کې زېږېدلې

رالويې شوې

او په دې ښه پوهېږي

چې جګړه نوره هم اوږدې پسې

زما د پېر مېرمنې

په رڼو سترګو ويني

چې یې د زړه ټوټې

ټوټې ټوټې په تابوتو کې

له کلي ښاره وځي

او هره ورځ

پرې هديرې ډکېږي

زما د پېر مېرمنې

چې د دې درد د اور لمبو کې سوځي

لا هم

بچي راوړي او

هغه د خپل زړګي په وينو

په مينه مينه پالي

چې لوی شي ورته

د۹۵کال د ليندۍ ۲۸

*********

 

زه چي خپلې خاطرې ترلاسه نيسم

غواړمه ته چې نه يې

د ژوند دا تنګي

دغه شاړي کوڅې

یوځلې بیا وګرځو

ځکه چې زه

کله يوازې يمه

پر زړه منلای نه شم

چې زه يوازې يمه

د ۹۵ کال د ليندۍ ۲۷

*********

 

مینه نسبت نه شي کېدای

که هغه نه وای

زه به په مینه باندې هيڅکله هم نپوهېدم

د ۹۵ د لیندۍ ۲۷

*********

 

د زړه مې ده قاتله خو زما هغه خوښېږي هم

څوک چې کوي ګټه خو تاوان باندې پوهېږي هم

زړه ته مې چې سترګو کې دې دومره وېره نه لرم

لوبه کې نانځکه ماشومانو نه ماتېږي هم

کور ته دې سودا ده دا منمه چې ماښام دی خو

لار چې ګڼه ګوڼه وي سړی په کې ځنډېږي هم

مينه مې له حسن سره زړه جانانه وچاوه

شمعه که بلېږي او رڼا کوي سوځېږي هم

ور د زړه د درد وهي په زوره چې راځي سمه

څړيکه لکه خوږ غوندې خپله به خوږېږي هم

زه ومه تاوان په ځان تاوان د چا په مينه کې

نه ومه خبر په دې تاوان چې تاوانېږي هم

وايي به چې څوک يمه که ته يې کړې پيدا په کې

پټه شاعري چې کړم پوهېږمه پټېږي هم

1395.9.24

*********

 

څه شو که زړه مې

اوس د هر يو خوږ

له څړيکې سره

وره ته ګوري

هر يو ماشوم چې پښې پيدا کړي

کوڅې ته منډه کوي

1395.9.23

*********

 

په ګناه کې شته کانې ټولې د خوند دي

چې چکړ وي پښه به خامخا ښوېيږي

چې يادونه ماشومان دې ورته بولم

ګډه وډه مې د زړه کوټه خوښېږي

1395.9.23

*********

 

كله چې ته يې

دنيا مې هيڅ نظر کې هم نه راځي

پاتې شه مه ځه نوره

د دنيا کوم سر نه به کوم سر ته ځم

چې زړه مې نه تنګېږي

۹۵.۹.۲۳

*********

 

شعر

د مني فصل کې

د سرو زرو

هغه ونه ده

چې باد

ورسره رخه لري

باد چې شپېلۍ را واخلي

باغ

د طلايي مرغيو شور کې ورک شي

ونه له غريوه ډکه

خو باغ يې دا چيغه هيڅ نه اوري چې

باد پرې تالان ګډ کړی

د خوشحالۍ سترګو کې

د پټې اوښکې دې څوک ووايي

چې چا ته ښکاري؟

د پنځه نوي يم کال د ليندۍ يوويشتمه

۱۳۹۵.۹.۲۱


آنلاين بنگريد : http://lawang.blogfa.com/post/690

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






73 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: د ۱۳۹۵ کال د قوس له ۲۱ د دولې تر ۱۹ پورې

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.