صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه/ د ۱۳۹۴ کال د حوت له میاشتې د ۱۳۹۵ کال د قوس تر پنځلسمې پورې شعرونه

شعرونه/ د ۱۳۹۴ کال د حوت له میاشتې د ۱۳۹۵ کال د قوس تر پنځلسمې پورې شعرونه

lawang
سه شنبه 7 فبروری 2017

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

شعرونه/ د ۱۳۹۴ کال د حوت له میاشتې د ۱۳۹۵ کال د قوس تر پنځلسمې پورې شعرونه

 

نن خپله وېره 
دا ستا پښو ته 
حلالومه 
درځم
سر مې څنګل رانه د مينې غواړي
 ۹۵.۹.۱۶

««««««««««««««««««««««

شپې د سپوږمۍ پر زنګون
سر ايښی دی
تياره ده
وازه خوله رڼا ته پاتې
مينه د زړه په غوږ کې
بولي د ژوند سندره 
او پېغلو اوښکو مې په سترګو کې
اتڼ جوړ کړی
ويل دې خوب کې راته 
چې دې راتلو ته زړه دی
 ۹۵.۹.۱۶

««««««««««««««««««««««

چې دريادېږم
د زړه پر لاره مې په تمه اوسه
د ذهن لاره گڼه ګوڼه وی چې ورک درځنې نه شم
 ۱۳۹۵.۹.۱۴

««««««««««««««««««««««

کاش چې رانجه شم
د چا د سترګو
او ټول
په دې توپير خبرې وکړي
چې سترګې ښکلې دی
که په رنجو کې دا ښکلا وه
چې سترګې ښکلې راښکاره شي
 ۹۵.۹.۱۳

««««««««««««««««««««««

د يار د سترګو اوښکو
لږ پام په رنجو وکړئ
دا چې وېرې د سېلاب يمه اخستی
بيا جوړ کړی مې د سيند په غاړه کور دی
 ۹۵.۹.۱۲

««««««««««««««««««««««

پوهېږم 
لوږه به مې
تشه کاسه راګرځي
بره کوڅه کې يې خيرات ته
ماړه خلک غوښتي
 ۹۵.۹.۱۳

««««««««««««««««««««««

نور ستړی شوی يم
چې زه يم 
چې د ژوند لاره کې ودرېږم
حسرت مې غېږ کې نيسي
کاش چې شمال وای
کاش چې مې شاته هیڅ کتلای نه شوای
 ۹۵.۹.۱۱

««««««««««««««««««««««

خو ميئنان يو
زړونه مو ژر ماتېږی
راځه چې زه او ته هیڅ نه غږېږو
لکه مو مينه
خبرې هم پرېږدو ورته
باڼه په سترګو باندې نه غمېږي
 ۹۵.۹.۱۰

««««««««««««««««««««««

اوړی دی 
ګرمه غېږه راکړه
ګرمي اخستی يم
 ۹۵.۹.۹

««««««««««««««««««««««

ژونده!
خیر دی 
ژمی شه
چې د جانان ساړه ونه شي
زما په غېږه کې لا نور ځان ځایوینه 
 ۹۵.۹.۹

««««««««««««««««««««««

معشوقه په پنسل کښلې نقاشي ده
د عاشق خپل زړه
چې کوم رنګ ورکوي
 ۹۵.۹.۷

««««««««««««««««««««««

تر مينې 
لکه چې مينې کولو کې خوند دی
ته راسره يې
خو زړه مې اوس هم 
په چنارونو 
هر مازيګر ګرځوي
 ۹۵.۹.۶

««««««««««««««««««««««

درته مې وليکل 
ومې ليکل او ړنګ مې کړل
خو چې خپه نه يم 
تا لوستلې نه دي
ما خپله خبره کړې
 ۹۵.۹.۶

««««««««««««««««««««««

مينه کوم
يو چا همداسې ويل
دا لکه داسې 
يو څوک چې ووايي
دنيا په غېږ کې نيسم
خو ګوري نه چې يې لاسونه
يو بل ته رسي 
که نه؟
 ۹۵.۹.۵

««««««««««««««««««««««

د مينې مرغۍ
د زړه درز شوي ديواله کې
ځان غلی کړی
د وخت 
بازار بيا د لينديو تود دی
 ۹۵.۹.۵

««««««««««««««««««««««

مړ نه يمه
چوپتيا غږوم
بيا دې فکرونو 
په سر اخستی يمه
 ۹۵.۹.۵

««««««««««««««««««««««

رڼايي مې ډېره کلکه په شا ګړې
چې پر لاره په تګ تګ کې نه شي ستړې
څوک يې غلا راځينې نه کړي
خو له خپل سیوري وېرېږم
چې تر ما مخکې روان دی
چې تر پښو لاندې مې کېږي
 ۹۵.۹.۴

««««««««««««««««««««««

منم چې ته وايې نو هېره به دې کړم
خو هېرول زړه غواړي
چې زه يې نه لرمه 
تا وړی دی
 ۹۵.۹.۲

««««««««««««««««««««««

چې له يو بل سره يو
هغه
درېيم ګړې
مينه به هم راسره 
له ژونده خوند اخلي
چې له بل نه بېل يو
هغه درېيم ګړی
درد به 
مرګ هم نه وهي
 ۹۵.۹.۱

««««««««««««««««««««««

تېښته

په تنهايي کې مې تنګېږي زړه خو
کوټه کې ستا - د وجود د عطر- دیوالونه جوړ دي
کاش چې لا اوس هم د ښوونځي شاګرد وای
او پنځم ساعت کې 
له دیوال اوښتمه
له ښوونځي تېښتېدم
تر رخصتۍ دمخه 
ستاسې لېسې ته مې په منډه 
رسولی وای ځان
 ۹۵.۹.۲

««««««««««««««««««««««

زما ښار

ساه مې بندېږي
ګرد لوګي چې په کې نه وي
د ښار کوم يو ګوټ ته لاړ شو
ستا له دې خبرې وروسته
زه له ډېرو شپو راهيسې
هر سهار
هر مازيګر او هر ماښام کې 
د خپل ښار مې ها تر ټولو لوړې څوکې ته ورخېږم
ښار په ګرد او په لوگو کې هیڅ نه ښکاري
هر سهار
هر مازيګر او هر ماښام 
زموږ له ښاره
تور لوګي په هوا کېږي
ښار لوګو کې نه ښکارېږي
هغه ګوټ چې مو د ښار لويه دره ده
بهاند سيند لري باغونه
ګورې ونې
هغه ګوټ ته هم چې ګورې
ورته کړې ټولو مخه
هلته ښار نه هم لوګيو مخه کړې
اوس له ښار نه په موټر کې خلک ور درومي
د درې د هر باغ ونې له لوګيو تورې شوې 
دومره ډېر په کې لوګيو ځاله کړې
چې مرغۍ ورته راځي 
جنازې خپلې لمانخي
زه تا کوم يو ګوټ يوسم
د خپل ښار مې
زه تا کوم يو ګوټ ته يوسم
 ۹۵.۸.۲۹

««««««««««««««««««««««

زخم

خوب مې لیده
کوڅه کې مخ شو سره
ګرمه ډوډۍ ډې راته ونیوله: 
ډوډۍ مو نه وه پخه
ما وې چې وږی به وې
او بیا دې وپوښتلم
ادې دې وره کې اندېښمنه وه ولاړه درته
ها بله ورځ دې ویل
د زړګي زخم لرې
خدای دې کړي خير زخم ته
خدای دې يې ورغوي
وایه چې څنګه يې اوس
ما درته وکتلې
ډوډۍ مې بېرته درکړه
درته مې وویلې:
پرېږده چې لاړ شم
بازار نه مالګه مې راوړې
ادې اوړه به کوي
او زما نه کېږي زړه 
چې د زړګي زخم مې ورغېږي
 ۹۵.۸.۲۹

««««««««««««««««««««««

دا ځينې ځينې 
د خاطرو غوندې دي
ډېره وي سخته 
چې ته يې یو له مخه هېر کړې 
په خاطرو کې 
ځينې ځينې يې ترخې وي
خو بدې نه وي
 ۹۵.۸.۲۷

««««««««««««««««««««««

غوسه کې يو دم دې د تلو وويل
لاړې 
چې د راتلو زيری دې راکړې
اوس مې خوب هم نه وړي
 ۹۵.۸.۲۶

««««««««««««««««««««««

تېره شپه 
ستا له څڼو سره وم 
وخت نه و
چې درسره خندلي مې وای
 ۹۵.۸.۲۵

««««««««««««««««««««««

د باد لاس پر کړکۍ ولګېد
او له چوپتيا راجوړه
د تنهايي ښيښه 
ټوټې ټوټې شوه
۹۵.۸.۲۵

««««««««««««««««««««««

د گامونو مې د غږ ستونی ټپ شوی
لاره نه شم ويښولای
يوازې ډېر وېرېږم
هسې نه ګرانې ستا منزله پورې
وږې لېوه مې د ستړيا
هډوکې هم وشپېلي
 ۹۴.۴.۲۴

««««««««««««««««««««««

کاش د انتظار لاره لکه د ژوند وای
یو څه خو لنډه به وه
د نظر پښو کې مې چې څومره دم و
وخوت
 ۹۵.۸.۲۲

««««««««««««««««««««««

نه دې ستنوم
خو هغو هیلو باندې
ډېر وېرېږم
چې دې په پښو کې رغړي
 ۹۵.۸.۲۲

««««««««««««««««««««««

ژوند یو اوږد خوب دی
چې راوېښېږې
لا هم ډېر ستړی يې
۹۵.۸.۱۸

««««««««««««««««««««««

ټوله شپه تیاره ګوته په غاښ کړکۍ ته ناسته وه
ټوله شپه مې ستا د مخ د وړانګو ټال کې تېره کړه
۹۵.۸.۱۷

««««««««««««««««««««««

زړه یې تنګېږي
اوس به په خپله مات و
خو قفس خپل ځان
یوې نوا کې
سره رانغښتی 
۹۵.۸.۱۸

««««««««««««««««««««««

وخت د هغه سماوارچي په څېر په منډه کې دی 
چې نا ايشېدلی چای مو مخې ته ږدي

۹۵.۸.۱۵

««««««««««««««««««««««

زه او سيوری
خپلې ستړیا ته ناست يو
دمه پخپل ځان کې ده ورکه

۹۵.۸.۱۵

««««««««««««««««««««««

دنيا
د مينې نیمه وچه ده
ته يې د ښکلا غاټول
او زه یم د سپرلي باران
پرېږده
چې وغوړېږې
پرېږده
چې وورېږم

۹۵.۸.۱۱

««««««««««««««««««««««

نڅا د پاڼو ته چې ناست يم 
غواړم د درست مني شمال و اوسم
۹۵.۸.۹

««««««««««««««««««««««

یو زړه ورک شو
خو چا 
غله
ونه پېژندله 
څوک به يې 
څه يېژني
چې د بې زړه سړي
خبرې نه زده
۹۵.۸.۸
«««««««««««««««««««
۲
یو زړه ورک شوی
خو دلته هیڅوک هم غله نه پېژني
د دې بې زړه سړي 
خبرې نه زده
۹۵.۸.۸

««««««««««««««««««««««

انځورګر

د توت له هغه ښاخه
چې ټوله ورځ 
د باد شپېلۍ ته څڼې څڼې غورځي 
یوه مرغۍ خپله مښوکه کې
یوه دانه د توت نېولې
الوتلو کې ده
«««
یوه مرغۍ
لغړ وجود د توت د ونې چې ليدلای نه شي
خپلو بچیو سره
په یوه ښاخ ناسته 
او له دې وېرې چې خوب 
سترګې د ونې درنې نه کړي
د پاڼو شور ته ورته
يوه سندره بولي
««««
هلته د توت 
د ونې ښاخ کې
يو تور وړوکی غوندې شی ښکارېږي
لاندې يو څوک لینده په لاس
تر تورو شونډو لاندې
لګيا له ځان سره دی: 
دا مرغۍ وبه ولم
سپورې ډوډۍ نه نوره
زړګی مې خوی ختلی.
او زه...
زه د رنګونو
د مویک 
او پاڼې مح ته 
نور د کتلو نه يم

۹۴.۷.۲۴

««««««««««««««««««««««

چې يې نګين وي د الماسو
يوه ګوتمۍ درته د سرو اخلمه
ته پرې خوښېږې به 
چې درسره ښکلې ښکاري
او زه 
زه به ډاډه يم
زما د شعر پېغلې
هر وخت چې ګورې ورته
درته به ما درياد کړي
۹۵.۸.۴

««««««««««««««««««««««

لکه ماهۍ
زما خوښېږي
چې درنه تاوراتاو شي
او تا مې د غېږې سمندر کې 
نوره لا هم ډوبه کړي
شابه لاسونو کې مې زور شه
د تلو خبره کوه
چې کله زړه دې نه وي
لاړه شې ته
۹۵.۸.۲

««««««««««««««««««««««

تر تلو دې 
وروسته
د زړګي وره ته مې 
غټ کلپ واچاوه
په يادونو دې وېرېږم
۹۵.۸.۲

««««««««««««««««««««««

د جانان غمه
زما د ژوند ونې ته
لږ څه په زوره ټکان ورکړه
په پسرلي کې پاڼې
په ډيکه ولاړې نه وي
۹۵.۸.۱

««««««««««««««««««««««

چې نه خپلې سترګې
او نه تا پړه ګڼم
دا خو ما غوښتل 
په هوس در وګورم
۹۵.۸.۱

««««««««««««««««««««««

د ګل 
غونچه يې
یوه مچکه به
راټوله دې کړم
۹۵.۸.۱

««««««««««««««««««««««

سهار دې کينې 
سبا 
د سرو شرابو ډکو پيالو ته
خوب مرور دی
نن به دا شپه 
ټوله 
ګوټ ګوټ په سر اړوم
۹۵.۷.۲۷

««««««««««««««««««««««

زه لاړم 
زوړ شوم
خو ته کولای شې
د خپلې خندا په خواږه
زړګی مې تېرباسې لا
۹۵.۷.۲۶

««««««««««««««««««««««

شپږم حس

زما پنځه حواس دي
د تا پنځه ګوتې پنځه کليانې
منم د مينې حس ته کلپ لوېدلی
خو چې وېرېږمه نه
د لېونتوب راسره کلۍ ګرځوو
۹۵.۷.۲۵

««««««««««««««««««««««

ښځه،
له نر نه دنيا به هم وغواړي
خو د يو داسې نارينه 
لټه کې ټول عمر وي
چې پر سينه باندې يې
خپل درد هېر کړي
۹۵.۷.۲۴

««««««««««««««««««««««

غواړمه خوله دې د څوارلسمې سپوږمۍ
ګرانې چې وکړې راته پوره خبره
۹۵.۷.۲۳

««««««««««««««««««««««

له مودو وروسته يو ګډوډ غزل

نن له زړه نه مې پټېږم چېرې غلی
يم بې خوبه ويده کېږم چېرې غلی
درده ځکه دې هر ځای فرياد کومه
د يو چا به زه يادېږم چېرې غلی
عشق وې کله کله ومې منه ته هم
درد سر به درجوړېږم چېرې غلی
د حالاتو په نبض اوس لکه پوهېږم
چې پټېږمه، ډارېږم، چېرې غلی
بدره سم په لاره ځه که مخامخ شو
بيا به تا سره پوهېږم چېرې غلی

۹۵.۷.۲۱

««««««««««««««««««««««

د زړه کوځه مې د درانه خوب غېږه کې
سر ايښی دی
ډېره موده وشوه چې
د بنګړيوالې په کې د قدم نښې ورکې
د ياد د پېغلو دې لاسونه له شوره تش پاتې دي
۹۵.۷.۲۰

««««««««««««««««««««««

مه حيرانېږه
چې مينه مې زړه کې زرغونيږي
اخر
له خاورې جوړ يم
95,7,17ج

««««««««««««««««««««««

کله چې ځې
درپسې شراب شیندم
غواړمه مسته راستنه شې بېرته
95,7,14

««««««««««««««««««««««

مينې 
نرۍ
للمي جامې اغوستې
سترګې مې ورته 
هر نظر 
باراني ور اوړي
95,7,5

««««««««««««««««««««««

زړه مې د کوټې په زړه اوبه کېږي
ته چې ځې 
خوار کنګل ونيسي
95,7,1

««««««««««««««««««««««

انتظار مې 
د عشق د لارې 
منجاور شو
اخر
چې کله ورشم
راته په مينه
د صبر خورده راکوي
95,6,31

««««««««««««««««««««««

نور په زړو خبرو مه راګرځه
لمر چې را وګرځي پرې
له واورې څه پاتېږي
93,6,30

««««««««««««««««««««««

چې مخه ښه يې وکړه
شاته کتلو سره موسکه شوله
مني کې ګل وغوړېد 
95,6,29

««««««««««««««««««««««

سهار له خوبه وم
ټوله شپه مې خوب راسره ويښ ناست و

۹۵.۶.۲۹

««««««««««««««««««««««

سمه ده 
ستا خوښه کوم
او
په دې سترګې پټومه
چې دې له څنګه تېر شوم
هيڅ مې ونه ليدلې
95,6,28

««««««««««««««««««««««

زموږ تر منځ
منم د ژوند
کوڅه اوږده ده ډېره
يو قدم ته راواخله
يو قدم زه دراخلم
په هرقدم به داسې 
يو څه نږدې شو سره
داسې به ته او نه به زه يم ستړی
95,6,28

««««««««««««««««««««««

ځورېږم نه 
داسې له ځانه
چې پېچم راپېچم
يوه شېبه مې خپل دردونه ناڅم
پر غم چې ونه خاندې 
غم جوړېږي
95,6,27

««««««««««««««««««««««

د نيا کيسې

زه چې ماشوم وم
نيا به مې هره شپه د ژمې تر ناوخته پورې
راته کيسې کولې 
د ښامارانو او ديوانو کيسې
زه او زما ورونه 
او خويندې زما
ورته به غوږ وو په مينه مينه
هره کيسه کې 
يو ښامار به له خولې اور غورځاوه
کله غوسه چې به شو 
ډېر په غوسه
يو ښار يو کلی به يې
تر ستونی تېر کړ
پلار به مې کله کله نيا ته ويل
له دې کيسو نه تېر شه
ورته کوه يو څه د مينې کيسې
هسې نه وډار شي ټول
زامن مې دې سره بې زړه رانه شي
او زه يوازې به لګيا يم شپه او ورځې
د دوی لپاره خيالي ديوان به وژنم
دوی به له ډاره تر کلا هم نه وځي
راته پيغور به د تربور راجوړ شي
نيا به مې کله کله نورې کيسې کولې
د ادم خان او درخانۍ
د موسی خان او شيرينۍ د عشق او مينې کيسې
پلار به مې بيا نيا ته ويلې 
ادکۍ بس دی له دې کيسو هم تېر شه
داسې کيسې ورته کړه 
چې په کې وينه نه وي
چې په کې څوک د چا په غاړه چاړه نه تېروي
زما زامن هسې نه مرګ زده کړي
چيرې خون داره نه شي
نيا به مې شپې شپې په دې فکر کاوه
چې که پيدا کړي
داسې کيسه
چې په کې وينه نه وي
ښامار نه وي
نيا مې څو ژمي چوپه خوله او په سوچو تېره کړه
خو تر هغې شېبې چې ساه يې خته
داسې کيسه يې پيدا نه کړه 
چې په کې وينه نه وي
ښامار نه وي
نيا مې کمزورې کړه همدې سوچونو
نيا رانه واخيسته همدې سوچونو
95,6,25

««««««««««««««««««««««

يو زړه دا ستا دی
يو زړه زما دی
ځکه اکثر دوه زړی کېږم
95,6,20

««««««««««««««««««««««

غواړمه ورک شوو سره
داسې دره کې
چې يوه لاره يې هم 
ستاسو پر کور نه 
ورځي
کله چې تا سره يم
95,6,20

««««««««««««««««««««««

پر ښکلا مې دې
د خيال سترګې ولګېدې
شعر مې نيمګړی پاتې شو
95,6,20

««««««««««««««««««««««

ودې لیدل؟
زما دې نه منله
د باد له منډې سره
لاره شوه پټه د ګردونو غېږ کې
خدای هم ونه غوښته چې 
پاتې نه شې
۹۵.۶.۱۴

««««««««««««««««««««««

لارې ته مې وکتل
زه ورته نه ښکارېدم
ګردونو يې سترګې ورړنډې کړې وي
ستا پلونه ښييم
۹۵.۶.۱۴

««««««««««««««««««««««

خيال مې تر تا هيڅکله ښکلی نه دی
خو کله کله راته شي ښکلی دومره چې
هيڅ پوښتنه مکړه
خيال کې له ما سره يې
درسره وغږيږم
درته قسم درکړم
راوخوځېږه
هلئ راپاڅه
هله بانه کړه يو څه
او ته راولټېږې
او زه دې لاره ګورم
ته راروانه يې
لار په تا ښکلې ښکاري
95,5,26

««««««««««««««««««««««

ویاله کې تنده بهيدله
او تندې اور
په سر ګرځاوه
د خيال مارغه مې
پاس د چنار
د جل وهلو پاڼو شور کې ورک و
95,6,10

««««««««««««««««««««««

هغه
يادېږي پخپلو سترګو
او زه
د خپلو چيغو له حصاره
لږ څه ور هاخوا
ناست يم
هغه
هغه مې نه ويني هيڅ
څو چې مې ونه ويني
باور يې څنګه راشي
چې دا نو زه يم
پخپلو چيغو کې پټ
95 ,6,4

««««««««««««««««««««««

دننه خپل وجود کې
يو څوک لګيا دی د تنهايي په غوږ کې
چيغه کوي
په دې دره کې
د خپلې چيغې پژواک
ډېر خوږ لګي
95,6,3

««««««««««««««««««««««

د زړه حملې د زړه په کار کې کار نه پاتې کړلم
اور چې وي بل ضرور څوک شته دی چې دنيا يې سوځي
نور نو دا خوار د غم په غرونو د ختلو نه دی
بدر اوس يو قدم چې اخلي ياره سا يې سوځي
95,6,1

««««««««««««««««««««««

هسې مې د خپلې ناروغۍ درته خبره وکړه
سترګې دې ډکې. ستونی دې غريو ونيوه
خدای دې نه راکوي خوله چې
درته خبره د مرګي مې وکړم
95,5,18

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د زړه د يو رګ بندېدو دا درد مې سخت و راته
ته اوسېدې په کې چې څومره ځورېدلې په کې
95,5,19

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

منم
دا ژوند نه دی
دا ډېر ښکلی دی
يوازې تا سره بس
خو ډېر ځله ډېر مې
زړه په تنګېږي
ډېر ځله ډېر
دا ژوند هيڅ ښکلی نه وي
95,5,31

««««««««««««««««««««««

بيا لبرېز د سکوت جام دی
تنهايي په کې ده ډوبه
تياره ورکه ورکه غورځي
شپې خمار تر لاس نيولی
يوه سوې ساه له درده
په سينه باندې څخېږي
لمر خاته ته لارې ګوري
95,5,27

««««««««««««««««««««««

کاش چې يو بل زړه مې هم وای
خندا دې الوځي
او الوتلو ته يې
د دې يو زړه
فضا مې ده ډېره تنګه
95,5,22

««««««««««««««««««««««

ورته خبره دې د مينې وکړه
زړه مې
قفس نه د سينې چې را وتل غواړي
د الوتلو
په کې فضا کمه ده
۹۵.۴.۳۱

««««««««««««««««««««««

 

شاعری

شپه له نيمې تيره وه
شمال د باغ ور وټکاوه
ورته کتل مې ونو څڼې غورځولې
خيال مې خپل کټ
باغ ته وايست
شمال يې لاس نه ونيو
او ستا پر څڼو 
نرم تير شو
شاعري
څومره که انځوريزه هم شي
بې مينې هيڅ نه کيږي
۹۵.۴.۲۹

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د گامونو مې د غږ ستونی ټپ شوی
لاره به څنګه کړم را ويښه
چې ملتيا مې وکړي
يوازې ډېر وېرېږم
هسې نه تا پورې
وږې لېوه د ستړيا
هډوکې هم رالره وشپېلي
۹۴.۴.۲۴

««««««««««««««««««««««

تته ډيوه

تته ډيوه يم
خپله تياره کې ورک یم
ژاړمه ژاړم
اوښکې اوښکې
په رڼا کې مې د اوښکو
خلک وينم
هر څه ښکاري
زه مې د اوښکو هر يو څاڅکي کې ځلېږم
په تياره کې مې خپل ورک يم
خپل جوهر نه يم هېر شوی
يک تنها يم
««««
تته ډيوه يم
ژاړمه ژاړم
اوښکې اوښکې
يوه اوښکه کې مې ګورم
ورور مې سر نه خپل تړلې
يوه سپينه شان ټوټه ده
را روان زما په لوري
زه لاسونه ور اوږده کړم
راخوره توره تیاره شي
بس په لړو او تیارو کې
زه مې ورور او خپل لاسونه لټومه
««««
تته ډيوه يم
ژاړمه ژاړم
اوښکې اوښکې
يوه اوښکه کې مې ګورم
څوک په وير په واویلا دي
څوک د ویر واویلا نه دي
««««
تته ډېوه یم
ځانته ژاړم
خو تیاره کې یم
نه ښکارم
۹۳.۱۱.۵

««««««««««««««««««««««

با د چا پلونه يې په زړه دي ګرځېدلي
لارې باد ته غېږ پرانستې
له مخ ګردونه څنډي
۹۵.۴.۲۱

««««««««««««««««««««««

هغه پوهېدله
ښار د هوس دی
پر چا يې رانغله مینه
۹۵.۴.۲۰

««««««««««««««««««««««

نیا

ما خپله نيا ليدلې نه ده
خو چې د خپلو بچو نيا ته ګورم
له خپلې نيا سره مې
ډېره شي ډېره مينه
ورشم له قبر نه يې تاو راتاو شم
لاسونه لپه کړم
دعا لپاره
خو مې د ژبې پر سر
را شنه شي داسې توري:
پيرزو دې نه وه لكه
چې ماشومتوب او په ځوانۍ کې درته نيا ووايم
ما وي هينداره ماته کړې
په لینده باندې مې
د مور و پلار له ويرې
راشم په منډه
شاته دې ځان غلی کړم
ته په غوسه شې ورته
غېږه کې ومې نيسي
بیا بیا مچو مې کړې او دا وايې:
بلا په مال وه
ښه چې لمسی مې جوړ دی
۹۵.۴.۱۸

««««««««««««««««««««««

ښه ورته ګورم
په هينداره کې ولاړ سړی
زما غوندې دی
تندی يې ګونځې ګونځې
مخ يې په ګرد پرېولی
۹۵.۴.۱۵

««««««««««««««««««««««

چې مخامخ درسره نه غږېږم
غواړمه پوه شم
د خپل انځور په زړګي
ګلی چې تا سره دی
۹۲.۳.۴

««««««««««««««««««««««

ګرڅي مې زړه کې ستا هغه خبره
چې نه ترخه وه نه خوږه خبره
ويل دې مه را ګوره زه درګورم
نوې دې نه کړله زړه خبره

««««««««««««««««««««««

د زړګي غمه غم دې نه وي
را يادوې راته جانان همېشه
چې د کوڅې خټو کې بند شې
دعا کومه د باران هميشه
۹۵.۳.۳۱

««««««««««««««««««««««

ښکاري د جانان په مخ تا نه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلی دی
لار پرېږده مرګیه چې ژوند ته مې زړه شوی دی
نه ښوري له ځایه چې نه کوي خبرې چې
تا ته د کتو کتو بدر دې ستا مړی دی
٩٥.٢.٢٩

««««««««««««««««««««««

د خټو شپېلکۍ

له ما اوس هېره ده چې 
هغه له خټو ځنې جوړه شپېلکۍ 
جوړېږي څنګه اشنا؟
«««»»»

زه مې خپل کلي ته 
د غره له سره ګورم
کلی له ما ځنې تورتم کې د شپې
غېږه کړي تاو راتاوه
چې همیشه يې 
احساسومه سړه
«««»»»

کلی مې شړ دی 
کلي کې زه 
نه کلیوال مې شته دي
زه چې راځم کلي ته
وېره کې راشم
وېره کې وځم ترېنه
زه مې خپل کلي ته اکثر 
په نیمه شپه کې راځم
«««»»»

هر ځل چې وځمه له خپل کلي نه
زما شپېلۍ د ټوپک
ګرمه وي ‌‌‌‌‌‌ډېره ګرمه
نه نه 
هیڅکله هم
خدای مې دې غاړه پر دې 
نه بندوي
زما شپېلۍ د ټوپک 
سره وي ‌‌‌‌‌‌ډېره
هغومره ‌‌‌‌‌‌ډېره سره چې
راله مې غاړه سوځي
زما په غاړه باندې
بس یوه توره لیکه
ده جوړه کړې 
همدې شپېلۍ د ټوپک
همدغې سرې شپېلۍ یې
«««»»»

له هغې ورځې چې ما
د بل په لاس باندې جوړ شوی ټوپک
اوږې ته کړی دی بس
راځنې هېره ده چې 
هغه د خټو شپېلکۍ
جوړېږي څنګه؟
«««»»»

ما چې به پوه کړه شپېلکۍ 
هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډوبه به وه 
زموږ دېرې او حجرې
د ولس شور او ځوږ کې 
خو اوس شپېلۍ مې د ټوپک چې سره شي
ورسره سم دم
یو غږ د تل لپاره ټپ شي پسې

94, 95

 

««««««««««««««««««««««

که پوهېدلم 
نه خپه کېږې
شونډې به مې 
پر شونډو دې
د وخته لا خوږولې
۹۵.۲.۶

««««««««««««««««««««««

وروځې دې غرونه غرونه
سترګې دې سمې د کمره ګلونه
پوزه قلمي پوزه
لالونه شون‌‌‌‌‌‌ډې او شون‌‌‌‌‌‌ډې لالونه
٩٥.٢.٥/٦

««««««««««««««««««««««

ما بل څه لیکل

 تېر و بېر شوي سره

 ما داسې نه ګڼل چې

 کلمې هم

 لکه موږ

رنګ بدلوي

 ځای بدلوي

 ٩٥.٢.٢

ووري د وورځېاو که د شپې ورېږي۹۴.۱.۲۳««««««««««««««««««««««

ذهن
خوب او خیال
او پخپله زه
درپسې ستړي یو
عجیبه نه در ښکاري

چې ته نه يې

هغه چې شته چې ته نه یې
هغه چې شته
درپسې ډېر ستړي وي 

درپسې ډېر ستړي وي.

۹۵.۱.۲۵

««««««««««««««««««««««

چې ته نه یې
هغه چې شته
درپسې ډېر ستړي وي

 

 

 

 

 

 

««««««««««««««««««««««

تر ما هینداره ‌‌‌‌‌‌ښه ده
درد یې یو ځل وي
ماتېدل یې یو ځل
۹۵.۱.۲۵

««««««««««««««««««««««

څه پروا کوي
چې ته په ما
که زه په تا مئين یم
څه به کېږي
باران باران دی

ووري د ورځې

که د شپې ورېږي

۹۵.۱.۲۳

««««««««««««««««««««««

هغو مارغانو چې وزرې لري ووایاست

چې

 وادې لوزي

 زما د خیال د مارغه وزرې نشته

 که نه د وخته به الوتی وم

 د خپل شعر

 له وروستي بنده څخه

 ۹۵.۱.۲۲

 ««««««««««««««««««««««

کله کله

 غواړم چې

 هیڅوک دې راسره نه وي

 ځينې کسان سړی

 بیخي یوازې پرېږدي

 ۱۳۹۵.۱.۲۲

««««««««««««««««««««««

کله کله
غواړم چې
هیڅوک دې راسره نه وي
ځينې کسان سړی
بیخي یوازې پرېږدي
۱۳۹۵.۱.۲۲

««««««««««««««««««««««

زړه مې

 دنیا کېدل غواړي

 لکه د مينې دې

 یادونو او غمونه ته هم

 باید چې ځای ډېر وي

وېرېږم دې تنګه کوته کې

 چېرته په تنګ نه شي

 زړه رانه تا غواړي

 له یو جنج هیلو سره

 اوښکې او چيغې بدرګه ورسره

 زړه رانه اوښکې اوښکې سترګې غواړي

 چې رانه هېره نه شې

 ۹۴.۱.۲۱

««««««««««««««««««««««

کلیوال ټول ویده دي

 د غره هم سترګې ورغلې سره

 سیند دی په خوب کې روان

 په چنار سترګې د باد

 لا لګېدلې نه دي

د چینار پاڼو د هوا ورا ته

 خپلې لستوڼي بډ وهلي نه دي

 د خوب دېره پرې ګرمه

 خوب دی ملګری د دوی

 ما سره ستا فکر دی

 ۹۵.۱.۱۵

««««««««««««««««««««««

چې ستا لاسونه

 زما د استوګنې جغرافیې نه تاوراتاو وي

 زما جونګړه که همدومره هم وړه وي خیر دی

 ۹۵.۱.۱۵

««««««««««««««««««««««

تر ما غمونه مې

 ډېر مخکې غټ شول

 خو شنه خندا مې

 په والله پوه نه شوم چې

 د ماشومتوب تاخچه کې

رانه شوه څنګه هېره

 ۹۵.۱.۱۳

««««««««««««««««««««««

میئن

مخامخ هيندارې ته ولاړ یم
څه ګورم
هینداره ماته ده
که مې زړګی چاود دی
هینداره خوله ده
که مې سترګې ډنډ دی
حيران یم څه ووايم
ووایم زه غلط یم
او که هینداره
ده درواغجنه
۹۵.۱.۱۱

««««««««««««««««««««««

غواړمه دومره دې ښکل
چې رانه هېره شي
درنه مې مچکه غوښته

««««««««««««««««««««««

دا ستا خوبونه په اوبو کې مينځم
ګوندې راويښ شي
رښتيا مې ډېر خوښېږي
۹۵.۱.۱۰

««««««««««««««««««««««

سگرټ مې ولګاوه

 چې بار د غم دې سپک کړم

 لوګو سینه راته تخته کړه

 سر مې را وګرځېده

 وینه رګونو کې مې ځغل نه پاتې

رنګ يې پيکه دی

 وينې مې غوړ راوړي

 له یوه درده د غم

 غم د یو بل درد اوس په سر واخستم

 ۹۵.۱.۸

««««««««««««««««««««««

یخ سوکړک

 تریخ چای

 مخامخ لمر ته دیوال

 باران باران د خولو

 یو خیشت ګریوان

ټکنده غرمه

 خوار دی تکیه

 د مينې غرمنۍ ته

 ۹۵.۱.۸

««««««««««««««««««««««

سد دې رانه وړی لېونۍ په خود مې څه غواړې

 خوند که له نېشې اخلم ټوله مې نېشه ته یې

 تا ته چې درګورمه د زړه په سترګه ښکلې 

ټوله زما وېره او ټوله وسوسه ته یې

 عشقه خوند د ژوند مې یې ژوند ته زما خوند ته یې

 زموږ ترمنځ د شونډو دا خوږه بوسه ته یې

 زه ساده ميئن يمه لار و ګودر نه ښکاري

 ته مې تنهايی چوپتيا هم مې ټوله شپه ته یې

 ته کوې یار یار او باران روان پخپله لار

 بدره ګیله مه کوه دې اور ته لمبه ته یې

 ۹۵.۱.۷

««««««««««««««««««««««

زه یم

 د خپل عقل همزولی

 تر نورو

 ډېر کشر یم

 ۹۵.۱.۵

««««««««««««««««««««««

پیسې
ساعت
رجړومه
قلم
کتاب
آیینه
دا هر څه رانه ورکېږي
یو ځای هېرېږي رانه
خو
خو ته هر ځای راسره يې
او رانه نه هېرېږي
۱۳۹۵.۱.۵

««««««««««««««««««««««

سینه مي پراخه
غم او ښادي ته
خو مې په غېږ کې
فقط یو ته ځايیږې
۹۵.۱.۴

««««««««««««««««««««««

جنازه

د شپې د چوپتيا رګ

 چا و پرې کړی

 یوه چیغه له تیارې نه خوله یې وه ډکه

بېګاه یې د ماشومې تنهایۍ زړه راکې وچوه

 ما لیدل چې یوه زړه جنازه

 د یوې وړې جنازې سر ته په ژړا وه

 ۹۴.۱۲.۲۸/۲۹

««««««««««««««««««««««

کاش چې مورجانې

لکه ویلنی لکه سابه

 وې وچې کړې

 د ماشومتوب مې خنداګانې

 هغو شېبو پسې مې تنګ دی زړګی

 ۹۴.۱۲.۲۵

««««««««««««««««««««««««

په رسېدو

 د ژوند د غره څوکې ته

 دومره سودا کې نه یم

 څومره چې خوښ يمه چې

 زړګیه ولمانځم د عشق په خندا

 زه هغه کاڼي ګاټي

 چې يې زما کړل د پښو تلي

 ژوبل ژوبل

 ۹۴.۱۲.۲۵


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/689

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس