صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > دانسان د وجودپه باب

دانسان د وجودپه باب

Hask
دوشنبه 29 اكتبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


دخندا په وخت كي اوولس عضلې او دوريځو پورته- كښته كولو په وخت
كي درې څلوېښت عضلې استعماليږي.

د
انسان په وجود كي دوه سوه شپږهډوكي سته او يوپه څلورمه برخه هډوكي يې په پښو كي
دي.

 دانسان د مغزو وزن د ټول وجود د وزن څخه په
سلوكي دوه برخه نيسي،خو دمغزله خوا مصرف سوي هيدروجن د ټول وجود له خوا دمصرف سوي
هيدروجن څخه په سلو كي پنځه ويشت برخه نيسي ،دپښتورګي او زړه له خوا مصرف سوي
هيدروجن
 په جلاجلا توګه په
سلوكي دوولس او دوه برخه نيسي.

 دنورو موادو په نسبت سمندري اوبه دانسان دوينو
دكيمياوي عناصرو سره ډيري مشابه دي. دانسان ژبه مزه حسوي چي دژبي وروستۍ برخه
دتريو مزه او منځنۍ برخه يې مالګينه مزه او مخكينۍ برخه يې شيرينه مزه حسوي.

د انسان ژبه مغزكي په
سلوكي اتيابرخه اوبه دي او په وينو كي دشامل سوو اوبو څخه هم زياتي دي.

دښځي د زړه ټكانونه
دسړي څخه زيات دي .

 دانسان دبيدېدو وخت بېل دى ، چي د کوچني لپاره
هره ورځ اته نهه ساعته او دبوډاګانو لپاره يوازي له څلورو نه ترشپږو ساعتو پوري دى.

هره ورځ دهرتن په خوله
كي يولېتر ناوړي پيداكيږي، جګر يوډوله غده ده نه جهاز ،كه يوحلزوني صدف ستا غوږته
نژدې كيښودل سي،هغه اواز چي اورېدل كيږي ستا په غوږ كي دوينو دجريان د ږغ انعكاس.

دهر تن په ټول عمر كي
دلاس دبند دخوځېدو شمېر پنځه ويشت مليونو ځلوته رسيږي.

دانسان سترګي ډيري
حساسي دي،په هغه شپه كي چي سپوږمۍ نه وي،كه څوك دغره په څوكه ولاړ وي،په سترګو
داتيا كيلو مترو په واټن دشمعي رڼا ليدلاى سي
.

هرڅوك
دښادۍ يا رنځ په وخت كي اوښكي بهوي،خو موږ ولي اوښكي بهيوو او او اوښكي څه رول
لري؟

سره له دې چي د اوښكو
بهېدو اساسي رول دسترګو ساتل دي، اوښكي ديوډول مايع ترشح ده او په سلوكي نهه نوي
برخه اوبه دي ،اوښكي دسترګو په پاسنۍ برخه د دوو غدو څخه راځي او دسترګو درپولو په
جريان كي دسترګو دپاسنۍ بافتې او قرنيې دلوندولو رول لري، دانسان اوښكي په درو
ډولو وېشل كيږي. چي لومړى دسترګو درپولو په وخت كي رامنځته كيږي.

 چي عمده تركيبات يې مالګه او دميكروب په ضد مواد
دي،دغه ډول اوښكي موږ عموماً نه سو حسولاى او الوتونكي مرغان،تي لرونكي ،خاكي
اوآبي ژوي او خزندې ټول دغه ډول ماېع ترشح كولاى سي
.

دوهم
ډول اوښكي خاص بېلوژيكي رول لوبوي اودشرطي عكس العمل له امله رامنځته كيږي. چي
مقصد يې د دود،پوډر ككړو اوبو اونورو كوچنيو شيانو د ننوتلو مخه نيول دي،دغه ډول
اوښكي نسي كنترولېدلاى،ځكه چي دغه ډول اوښكي دبهرني تحريك په وړاندي ځواب دى
.

دريم
ډول اوښكي دهيجان له امله رابهيږي او يوازي انسان دهيجان له امله يعني
دغم،ويري،خوشحالۍ او همدردۍ په وخت كي بې اختياره اوښكي بهوي،كه څه هم موږپوهيږو
چي دغه ډوله اوښكي هيڅ بيولوژيكي رول نه لري او يوازي د يوډول رواني حالت څرګندوى
دي . خو دعالمانو په اند ددې پوښتني جواب لاتراوسه ندى رامنځته سوى چي انسان ولي
ژاړي؟ ددې پوښتني لومړى جواب دمشهور انګريزي عالم داروين له خوا وسو او دده په نظر
ماشوم دمرستي اخيستلو لپاره ژاړي.يوه اطريشي عالم وويد سيګموند چي خاص د اوښكو په
څېړنه بوخت ؤ،دانظر درلود چي ژړل داحساساتو دخوشي كولو رول لري،دغه توضيح وروسته
تصديق سويده،لنډه دا چي ژړل د خبري كولو په شان دانسان د احساساتو دڅرګندولو يوډول
طرز دى او داحساساتو دخوشي كېدو څخه وروسته رواني ارامتيا رامنځ ته كيږي

 

 

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-327.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس