Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

در همین بخش

صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > که رڼا ده پيروي د محمد ده

که رڼا ده پيروي د محمد ده

Hask
پنج شنبه 24 جنوری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد دی د تمام جهان ابا

نبوت په محمد باندي تمام شو
نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد وه په جهان کي
چي بوی نه وه د ادم او د هوا

په صورت کي اخرين دی پيدا شوی
په مانا کي اولين دی تر هرچا

خدای يې مه ګڼه بېشکه چي بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا

چي يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا

محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا

محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا

زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم
که مي خدای نه کا له دې دره جدا


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post-379.aspx

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :

جستجو در کابل پرس