غم

Hask
چهار شنبه 6 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ارواښاد استاد الفت

غم

زه پیدا یم له شعور او له احساسه

ما د زړه له کوره هیڅ کله مه باسه

مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو

په بد حال او بده ورځ د غریبانو

په دنیا کي کونډې رنډې غریبان شته

په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته

څوک چي سترګې لري کله وي بیغمه

اخلي برخه د یوه بل له ماتمه

په اقسامو مصیبت شته په عالم کي

زړه نژدې کړه یوه بل لره په غم کي

غافل مه اوسه د نورو له احواله

چي نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله

زړونه سوځي سترګې ژاړي مصیبت کي

څرګندېږي محبت د غم شرکت کي

خپل خواخوږي په غمو کي معلومېږي

دوستان یو دبل په بده ورځ کړېږي

زه په زړونو کي رقت پیدا کومه

مور او پلار په اولاد باندې ژړومه

عاطفه او رحم مادي پیدا کړي

دا خویونه ما جهان ته دي راوړي

بې له مانه زړه له تورو کاڼو سخت شي

قساوت پکي پیدا شي نو بدبخت شي

زه انسان له شفقت سره آشنا کړم

په غافل بې درده زړه کي درد پیدا کړم

ځکه یو د بل په درد باندې ځورېږي

مصیبت کي یو دبل ملګری کيږي

که غمجن شي یو سړی بل یې غمخوار شي

سخته ورځ کي یو انسان دبل په کار شي

لوی باعث د اجتماع او ملګرتیا یم

زړو د پاره هم زه درد یم هم دوا یم

که زه نه یم یو له بله دوستي نشته

ملګرتیا او محبت او خپلولي نشته

سره خاندي په رښتیا هغه کسان

چي وي یو د بل په غم باندي ګریان


 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-391.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس