Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

در همین بخش

صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > غورچاڼ بيتونه

غورچاڼ بيتونه

Hask
پنج شنبه 7 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

لاس كه په وطن د ابادۍ كولى نه سې
تېر سه له تخريبه دا
خبره ستا د وس ده


حمزه بابا

روسانو دي منلي انګريزان دي ومني

افغان غيرتي قوم دئ ټول جهان دې ومني
×××
خونه د پښتون چي په كي پاكه خدايه ړنګه ده
دا دنيا دې اور واخلي او دا دنيا بدرنګه ده

##

مسجد ته نن زاهد بيا دګودر په غاره تير سو
تسپې يې ارولې مازديګر په لاره تير سو
ليلا ليلا يې ويله كليمه وه ترېنه هيره
په سپينو مړوندو يې وو نظر په لاره تير سو
##
نن مي د شرابو پر ځاى ستا شونډو ته زړه وسو
ښه سو چي خپه سوې كنې دا ګناه مي كړې وه
××
زمـا پښتنه مينـه او دا ستـا مغــروره حـسن
پخپلو کۍ په جنګ دي پښتـانه خـانه خـراب

##

په کريډيټ د سپينې خولې دي مه ډارېږه
په بڼو دې راکوه تش
مسکال د زړه

صادق

##

شېخه ته مي ښکلو پسي مه وژنه
بس دی چي په خپله پسي
مړ یمه

منقاد

##

د لاس بنګړي په دسمال وتړه چي شرنګ ونه
کړي

د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوا ورکړې
امجد

##

راته يی ست د سرکو شونډو وکړو
ما به تری څرنګه
انکار کولو

زه څه يوسف عليه سلام
خو نه وم

عامر

##

دتور خال په ځای دی زه وای
چې په زنه دی ویده
وای

که امکان دبوسی نه
وای

رانیږدی خو به دی
خوله وای

لاهو


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post-396.aspx

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :

جستجو در کابل پرس