د ځان لټون

Hask
جمعه 8 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


يو سړی په دې نيت له کوره ووت چي ځان
ته به بوټان اخلي، ميده، ميده څپېده، ځان يې يوې مغازې ته ورساوه، په دکان کي څو
جوړې بوټونه لاندې باندې کړل، دکاندار د سترګو تر کونجانو پرې نظر وو، ولاړ سو او
څو نور بوټونه يې هم ورته راکښته کړل چي په کراره د خپلي خوښي جوړه پيدا کړي
.


خريدار ډېر بوټونه سره واړول راواړول،
يو یې هم په طبعه برابر نه سو، چي کوم بوټ به يې پښو ته واچاوه، وربوز، سونډک، جامه
او څرمنه به یې تر پامه بده سوه، بېرته به يې وکښئ، لنډه دا چي له دې سود و سودا ناهيلی
غوندي سو، ناڅاپه يې په یوه ښايسته جوړه  بوټ سترګي ولګېدې، ورتېر سو، پښو ته يې واچوئ ،
ويې ليدل چي سم دم برابر دي ، په دوکان کې ئې قدمونه ووهل، يوې خوا او بلي خواته
وګرځېدئ، خوښ يې سول، په دوکاندار يې ږغ وکړ
:
ـ د دې بوټو نرخ څو دئ ؟
دوکاندار ورته وويل :
ـ ګرانه دا بوټونه قيمت نه لري!
د سړي په تندي کي ګونجي پيدا سوې

ـ ته په ما ملنډې وهي؟ دا ممکنه نه ده!
دکاندار وخندل :
ـ خدای دې نه کړي ښاغليه
!

دا ستاسو خپل بوټونه دي، تاسو چي دوکان ته راننوتلاست همدا مو
په پښو ول
.

پاملرنه: دا کيسه کابو له موږ ټولو سره سوې ده،
دا مو د ژوند مشترکه کيسه ده، موږ تل ايډيالونه ، ښکلا او نور ارزښتونه له ځانه
بهر لټوو، خوشحالي ، سرُر او سوکالي له نورو غواړو، موږ د ځان ځای ورک کړی دئ، څوک
چي ځان ته په کمه او نه سترګه ګوري دا ورکه به همداسي پسې لټوي
.

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-398.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس