صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

Hask
شنبه 16 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )




څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

ميني له مي زړۀ کوي

څۀ د قهر اور کري

څۀ د غضب تلۀ کوي

عشق او صبر اور ، اوبۀ

هيڅ ګوزاره نۀ کوي

ستا پۀ غم غني زړونه

نور غمونه څۀ کوي

هر پرهر مي هاغسي

اور کوي اوبۀ کوي

څۀ هغه يو ښکلی به

چا، چا سره ښۀ کوي

هر څوک خو صابر نۀ وي

هر څوک ښکلي څۀ کوي

صاحب شاه صابر


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post-487.aspx

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :
loading...
loading...

جستجو در کابل پرس