کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > د ارواښاد استاد پژواک لنډه پيژندنه او شعر

د ارواښاد استاد پژواک لنډه پيژندنه او شعر

جمعه 12 آوريل 2013, بوسيله‌ى Hask

استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کي دې نړۍ ته سترګي وغوړولې.

پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه و.

استاد پژواک ، د ١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه د پنجشنبې په سهار ،
د١٩٩٥زيږديز کال د جون د مياشتي ٨مه چي داسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې
دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه
سترګي پټي کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

 

د
حمام لُنګ


په
ظاهر کي ډېر خیالي دي دا وګړي

په
باطن کي زښت خالي دي دا وګړي

په
عمل کي ئې بری موندلی ندی

په
وینا کي بریالي دي دا وګړي

نه
ئې نوم شته نه ئې نښه خپل وطن کي

امریکا
کي نومیالي دي دا وګړي

د
پردي په غلامۍ کي رقابت کړي

ټینګ
ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي

تَبَعه
د امریکې شول دا بې ننګه

ګوره
هسې ننګیالي دي دا وګړي

په
دنیا کي خو شتمن او مستان ګرځي

خو
محشر کي ډېوالي دي دا وګړي

واړه
واک ئې د پردي خو په وطن کي

مدعي
د واکمني دي دا وګړي

لکه
لُنګ دي د حمام واړه "پژواکه
!"
د
هر تن د ځان کالي دي دا وګړي

استاد عبدالرحمن پژواک
د "بانوی بلخ" له
مجموعې څخه


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/527/%d8...

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






93 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > د ارواښاد استاد پژواک لنډه پيژندنه او شعر

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.