کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > نن يو وزيراعظم وي سبا بل وزيراعظم

نن يو وزيراعظم وي سبا بل وزيراعظم

پنج شنبه 25 آوريل 2013, بوسيله‌ى Hask


څو مياشتي چي تيريږي وي بدل وزيراعظم

يو
هاغه وي چي قوم يې په ووټونو منتخب كړي

دا
بعضي پكي راشي په توكل وزيراعظم

نه
نور څه بندوبست شته نه روټى كپړا مكان شته

پخوا
به موږ له هر څه راكول وزيراعظم

هر
نوى قوم ته وايي خزانه كي څه شى نشته

لوټلي
دي هر څه ستاسو اول وزيراعظم

نن
ډېر لوى معزز و محترم وى د قام خوښ وي

سبا
پرې آواز وشي غل دى غل وزيراعظم

د
ننګ غيرت نه څه د دين ايمان نه پرې ورتير وو

ښاغلي
مولانا ته چي خندل وزيراعظم

ما
وويل يو وزير ته ستا خو يار محكمه نشته

وې؛
په ما به ريبي ميخو له شوتل وزيراعظم

هغه
وزيراعظم وي څوك چي خوښ د امريكي وي

زموږ
په پاكستان كي نشته خپل وزيراعظم

موږ
څه كوي خو صرف، د خپل ځان په غم كي ګرځي

لوټا
وزيراعظم دٰى كه بوتل وزيراعظم

آسونه
ټول زاړه دي صرف يې كتي دي پرې نوي

دا
بيا چي كابينه كي واخستل وزيراعظم

چودهريانو
ظالمانو څه دهوكه ورسره وكړه

ډېر
ژر يې كور ته اوليږه ډبل وزيراعظم

ملګرو
 كه هېڅ نه وو بيا هم دومره څه خو وشو

دا
خلق خو په يو بل وخوړل وزيراعظم

په
يو وزيراعظم كي چي څه فرق زمونږه راشي

بل
وي د زرداري سره سپيشل وزيراعظم

اكمله
ليونيه كه موږ دغسي ويده يو

آخر
به چرته واوړو په پاګل وزيراعظم

اكمل ليونى

 


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/545/%d9...

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






83 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > نن يو وزيراعظم وي سبا بل وزيراعظم

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.