کابل پرس: خبری، تحلیلی و انتقادی



پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > خپل ښايست اورته اور دئ

خپل ښايست اورته اور دئ

سه شنبه 10 سپتامبر 2013, بوسيله‌ى Hask

یوه ایرانۍ نجلۍ د خپل ښایست له کبله نشي کولای په ولایتي شورا کي استازي شي

یوه ایرانۍ نجلۍ په دې خاطر چي زیات ښایست لري ، په ولایتي شورا کي له چوکۍ نه تر لاسه کولو محرومه شوه .

دا نجلۍ نینا سیاهکالي مرادي نومیږي ،له څوارلسم ټولګي نه فارغ شوې ده . هغي د ایران په ټاکنو کي ځان د قزوین ولایتي شورا ته نومولی وو . تر ټاکنو وروسته مالومه شوه چي نینا څه د پاسه لس زره رایي لاس ته راوړي وې او د ۱۶۳ نوماندو په کتار کي تر ټولو زیاتي رایي ګټلي وې چي په ښکاره توګه یي د قزوین په ولایتي شورا کي چوکۍ کټلې وه .

خو دا نجلۍ د ټاکنو د کمیسیون له پلوه رد شوه او اجازه ور نه کړه شوه چي ولایتي شورا کي خپله چوکۍ باندي کښیني . د ټاکني کمیسیون د نینا د ردي پر وړاندي داسي دلیل ویلی دی » موږ نه شوه کولای چي شورا ته د مدلانو لپاره لاره هواره کړو او هلته د ښایست مدل ته ځای ورکړو «

د نړۍ په رسنیو کي چي ددې نجلۍ د نومولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي ،له اسلامي کتني له اړخه د هغي په نومولو کي کوم داسي غیر اسلامي کړنه نه لیدل کیږي او نه کوم داسي ثبوت وړاندي شوی دی .

د ۲۷ کلني نیناسیاهکالي مرادي حریفانو ویلي دي چي ددې نجلۍ پوسترونه چي د ټاکنو لپاره په هر ځای کي ځوړند شوي وه ، خلک ځان ته جذب کړه او له همدي کبله زیاتو خلکو دي ښایستي ته رایي ورکړې .

له ټول افغانستان څخه په مننه

ژباړه : احمدالله رحماني



آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/610/%d8...

IP Plans: Best Cloud Web Hosting

Professional web services including fully managed VPS and dedicated servers for businesses and individuals.

Domain Registration - Search and register your domains with IP Plans
Fresh Cloud Shared Hosting with IP Plans
Fully Managed Cloud and SSD VPS with IP Plans
Fully managed Dedicated Servers with IP Plans






54 تن همین اکنون این صفحه کابل پرس را باز کرده اند

پذيرش > دیدگاه > وبلاگ نویس > خپل ښايست اورته اور دئ

آگهی در کابل پرس

loading...

Kabul Press is the most read news and discussion website from Afghanistan. Our sources provide breaking news stories and images focusing on human rights, freedom of speech and good government issues. We aspire to honest, factual coverage that promotes criticism and informed discourse from our readers, without censorship.