د نړۍ تر ټولو لوړ انسان تېره شپه واده وكړ - کابل پرس

صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د نړۍ تر ټولو لوړ انسان تېره شپه واده وكړ

د نړۍ تر ټولو لوړ انسان تېره شپه واده وكړ

Hask
همرسانی


 نړۍ تر
ټولو لوړ انسان تېره شپه واده وكړ.

 gkrwub53u0eltso1jxws.jpg

سلطان كوسېن چي دوه متره او ۵۱ سانتي متره ونه لري او د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان عنوان يې خپل كړى
دى تېره شپه يې د سوريې د هېواد نه د مروه ديبو سره خپل ژوند شريك كړ.

سلطان چي د هېواد په سوېل ختيځ كي د ماردين د ولايت په يو كلي كي
اوسيږي دده په وينا د د خپل ژوند د ميني سره يې واده وكړ. د سلطان د لاسونو
اوږدوالى
۲۷ سانتي متره او د پښو اوږدوالى يې ۳۶،۵ سانتي متره دى چي پدې برخه كي هم د نړۍ د ترټولو اوږدو لاسونو او
پښو لرونكي انسان په توګه د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كي ثبت دى.

د سلطان كوسېن واده د ماردين د ولايت والي هم ورغلى وو چي د كورنيو
چارو د وزير معمر ګولر په استازيتوب د مباركۍ پيغام وړاندي کړ. نوموړي وويل چي په
پلازمېنه انقره كي د ګولر د كاري مصروفيتونو نه امله يې ونشو كولاى چي په واده كي
ګډون وكړي.

ويل كيږي چي د سلطان كوسېن د واده دريشي د شپږ متره رخت نه د دريو
ورځو هلو ځلو په پايله كي ګنډل سوې ده.

سلطان كوسېن چي په ۱۹۸۲ كال كي د مارين
په ولايت كي زېږېدلى دى په
۲۰۰۸ كال كي يې د نړۍ د تر ټولو
لوړ انسان لقب ترلاسه كړى وو چي اوس هم ورسره دى.

مروه ديبو بيا د خپل مېړنه شاوخوا ۸۵ سانتي متره ټيټه ده خو د نوموړې په وينا د وني په برخه كي د سلطان
سره هېڅ ډول ستونزې نه لري او ډېره خوشاله ده چي د خپلې ميني سره يې واده كړى دى.

 

glksdlv1cgw7j16op3.jpg

v22amf1ji76bxblnncw.jpg

e9s3legb7l6a48pagjn.jpg


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/61...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

جستجو در کابل پرس