صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > نېلسن منډيلا

نېلسن منډيلا

Hask
پنج شنبه 12 دسامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


نېسن منډيلا
بسم الله خان محمدي

 د نړۍ يو لوی شخصيت او د اپارټايډ پر ضد د مبارزې اتل، نېلسن منډيلا تيره ورځ د ۹۵ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د ده دمړينې خبر تر خپريدو وروسته، د رسنيو سرټکو کې د ښاغلي نېلسن منډيلا نوم ياديدلو. د نړۍ نامتو سياستوالو او شخصيتونو د ده پر مړينه خواشيني څرګنده کړه.

د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون وويل:

"زه د نېلسن منډېلا پر مرگ د زړه له کومي خواشينى يم. نېلسن منډېلا د عدالت اتل او د انساني هڅونې يوه حليمه بېلگه وه. په نړۍ کې ډېرئ د انساني عزت، برابرۍ او آزادۍ لپاره د هغه د سرښندنونکې مبارزې تر اغېز لاندې دي. له دې سره جوخت هېچا هم زموږ په زمانه کې د هغه هومره د ملگرو ملتو د ارزښتونو په پياوړتيا او پرمختيا کې ونډه نده درلودلې."

د جنوبي افريقا پخواني سپين پوستي ولسمشر اېف ډبليو ډي کلرېک چې په گډه يې له نېلسن منډېلا سره د نوبل د سولې جايزه وړې وه، بي بي سي ته د هغه پر ميراث وویل:

"فکر کوم د هغه لوى ميراث او پر جنوبي افريقا يې لوى اغېز په دې کې دى چې موږ له دومره ژورې رنگارنگۍ سره سره يو له بل سره په سوله کې يو او اوس به يې بيا پر مړينه، په خپل گډ غم او وير کې، يو بل ته سره لاسونه ورکوو. د هغه تر ټولو لوى ميراث دادى چې ټول يې سره يو موټى کړل او په بري سره يې د تېرې زمانې د کړکېچونو او د نن ورځې د سوله ييز ژوندانه ترمنځ يو پل جوړ کړ."

 

په ۲۰۱۰ز کال کې د افريقې لوی مبارز نېلسن منډېلا په هغه لندن کې ، چې يو وخت يې دی د سياستونو پر وړاندې جنګېده ، د ده د زوکړې کاليزه په ډېرو شانداره مراسمو ولمانځل شوه او د برتانيې لومړي وزير ګورډن براون په خپله ګډون په کې وکړ . خو امريکا دی لا هم په هغه تورلېست کې شمارلو ، چې بايد امريکې ته له راتګ څخه منع شي ، خو هلته هم يو بدلون ترسترګو شو ، ښايي نور به د امريکې کانګرس مينان له نړۍ څخه شرمېدلي وي ، نوځکه يې کانګرس ته داسې وړانديز وړاندې کړ ، چې نور د ده نوم له هغه تور لېست څخه وايستل شي .

 ښايي دا به تاسو ته هم عجيبه ښکاري ، چې څنګه د نوبل د نړيوالې جايزې ګټونکی او د افريقې د بشري حقونو لوی مبارز د امریکې په تورلېست کې و . هو ، د امريکې سياستونه همداسې عجيب او غريب وي له همدې امله راځیء وګورو ، چې منډېلا د کومې ګناه په تور په تور لېست کې ليکل شوی .

 نېلسن روليلالا منډيلا د سويلې افريقا په ترانسکاي نومې سيمه کې د 1918دجولای پر 18مه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، پلار يې د قبيلې مشر و ، نيلسن لا ماشوم و، چې پلار يې ومړ ، خوده د پلار ځای ته د رسيدو هيله په زړه کې پټه ساتله او ځان یې دغه منصب ته چمتو کاوه .

 په 1930ز کې د کلي په يو ښوونځي کې يې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې . فورټ هار پوهنتون ته د ليسانس په هيله ورننوت خو داهيله يې پوره نه شوه، ځکه چې په 1940 ز کې يې له خپل ملګري اوليفرټامبو سره په دې پلمه له پوهنتونه خارج کړ ، چې دمحصلينو په لاريون کې يې ونډه اخېستې وه . منډيلا دغه مهال ډېر سرګردانه و، په لږ وخت کې د څو پوهنتونونو په لټه کې شو په پای کې په جوهانسبورګ ښار ګوټي کې مېشت شو او له لېرې يې زده کړه پيل کړه، لږه موده لا تېره نه وه ، چې دپوهنتوني زده کړو اجازه يې بېرته تر لاسه کړه او په ويتواټر پوهنتون کې یې دحقوقوپوهنځی پيل کړ .

سويلي افريقا هغه مهال د پراخه توکميزو توپيرونو له مخې اداره کيده ، تورپوستو دا رښته ( حق ) نه درلود، چې دهېواد په اداره اوسياسي فعاليتونو کې ونډه واخلي . بده يې لا داوه ،چې سپين توکمو لږه کيو به له تور پوستو ډېره کيو هر څه په زوره اخېستل او له يوه ايالته به يې بل ايالت ته په زوره لېږدول، دسپين توکمو دغه ډول کړنې قبيلوي ولس ته د دوی پر مقدساتو ، ارزښتونو له ملنډو وهل پرته بل څه نه او هغوی ته دا ډېره سخته تماميده ،او د پلرونو او نيکونو له ځمکې شړنه ورته د زغم وړ نه وه . منډيلا په پوهنتون کې د زده کړې پر مهال داحس کړه ، چې ولس يې له کړاوه په رنځ اخته دی هماغه و ،چې په 1944ز کې د توکميز توپير له مخالف ګوند ( د افريقا ملي ټولنه ) سره يو ځای شو اوپه همدغه کال کې يې د ګوندپه چوکاټ کې د ( الشبيبه ټولنه ) جوړه کړه . منډيلا په خپله له دغې څانګې څارنه کوله او د خوځښت لپاره يې تابیا نيوله . ګوند په 1949ز کې دا ومنله ،چې دا د افريقا دملي ټولنې څانګه ده . ګوند په 1957زکې د چلينج کمپاين پيل کړ ، منډيلا ددغه کمپاين سرخيل و، په ټول هېواد کې په دې موخه وګرځيد ،چې خلک د توکمېز توپير پر ضد راپورته کړي ، لاريونونه يې وکړل او خپل لارويان يې مقاومت ته راوبلل . حکومت له پريکړې پرته ورته د بند سزا وټاکله پردې سربېره دا پريکړه هم وشوه ،چې منډيلا د شپږومياشتو لپاره د جوهانسبورګ له ښار څخه نه شي وتی . منډيلاددغو شپږو مياشتو په اوږدوکې دا پلان جوړ کړ، چې د ګوند څانګې څرنګه د پټ مقاومت پر شبکو واړوي .

 منډيلا په 1952 ز کې له خپل ملګري اوليفر تامبوسره په ګډه په سويلي افريقا کې دوکالت لومړنی دفتر پرانېست ، په همدغه کال کې منډيلا په ترانسفال سيمه کې د ګوند مشر او په ګرده سويلي افريقا کې دګوند مرستيال وټاکل شو . دوکالت دتجربې له کبله يې دريځ نور هم پياوړې او سرکښه شو ، ځکه دا ورته د هرې ورځې په تېريدو جوتيده ،چې د ده له ولس سره څومره تېری او زياتی کېږي . دوکيلانو ټولنه د ده پر ضد محکمې ته عارض شوه، چې ولې يې ده ته دوکالت اجازه ليک ورکړې دی ، محکمې دوکيلانو د ټولنې عرض ناقانونه وباله ، خو منډيلا له همدغه شيبې نور د ارام ساعت نه درلود . ديوشمېر رسمي او پوليسي فشارونو په ترڅ کې منډيلا اړ شو، چې د ګوند له ټولو څوکيو خپله استعفا اعلان کړي دمنډيلا له اړخه دغسې يوې هڅې حکومت قانع نه کړای شو هماغه و، چې د شملې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې نوم د غدارانو لړ ليک ته ورزيات شو .

 په 1948ز کې ملي ګوند په عامو ټولټاکنو کې ګټونکې شو ، دغه ګوند په سويلي افريقا کې سپين توکمه لږه کيو له لورې رهبري کيده، ګوند داسې توکمېز پلانونه او تګلارې درلودې ،لکه د توکم له مخې پر سيمو دخلکو ويش ، په دولتي ارګانو کې د توکمېزو قوانينو تصويبول . دغه مهال نو منډيلا دمقاومت او اپوزيسيون مشر ټاکل شوی و ، ده په لومړي سر کې دتوکمېز توپير پر ضد دسياسې مبارزې پلوي کوله ، خو په 1960 ز کې ، چې کله حکومت پر تش لاسو مظاهرکوونکو ډزې وکړې، دتوکمېز ضد ډلو ناقانونه اعلانولو سره سم منډيلا او د افريقا ملي ټولنې پريکړه وکړه ، چې نور پر وسله والې مبارزې لاس پورې کړي .

 

 نيول او زنداني کيدل

 په 1961 ز کې منډيلا دافريقا دملې ټولنې د نظامي څانګې مشر وټاکل شو، منډيلا د 1962ز په اګسټ کې ونيول شو او دناقانونه سفر له کبله پر 5 کاله بند محکوم شو. په 1964ز کې دوسله والې مبارزې د پلان جوړوونکي په تور ددوهم ځل لپاره ونيول شو او دعمري بند سزا یې ورته وټاکله. منډيلا پوره 27 کاله په زندان کې تېر کړل ، له زندان څخه د منډيلا راخوشې کول د توکميز توپير دتګلارې د نه منلو سمبول وګرځيد.

په 1980 ز کې د جون پر 10 مه نېټه هغه ليک خپور شو ، چې منډيلا د افريقا ملې ټولنې مشرانو ته ليکلی و؛ په ليک کې راغلي وو : « يو موټی شئ ، ځانونه چمتو کړ ، وجنګېږ ،موږ به د ولسي خوځښت د سندان او وسله والې مبارزې دڅټک تر منځ توکمېز توپير له منځه وړو» .

 په 1985ز کې منډيلا ته وړانديز وشو ، چې د وسلې والې مبارزې د بندونې له اعلان سره به له زندانه خوشې شي ، خو ده ونه منله او د 1990ز دفبرورۍ تر 11مې نېټې پورې په زندان کې پاتې شو ، هماغه و، چې د افريقا دملي ټولنې مبارزې او هڅو رنګ راوړ او د نړيوالې ټولنې د فشار په ترڅ کې د ولسمشر فريدريک ويليام دې کليرک په امر له زندانه خوشې شو، دده له خوشې کيدو سره سم د افريقا ملي ټولنې څخه لګيدلي بنديزونه پورته شول .

 

 

منډيلا له ولسمشر فريدرک سره يو ځای په 1993ز کې د سولې د نوبل جايزه واخېستله . دافريقا دملي ټولنې مشري او د سويلي افريقا ولسمشري منډيلا له ( 1991 جون تر 1997 ډيسمبر ) دافريقا دملي ټولنې مشر او د(1994می څخه تر 1999ز ) پورې د سويلي افريقا لومړنی تور پوسته ولسمشر و، د ده د واک پر مهال سويلي افريقا ډېر بدلون وموند، واک له لږه کيو ډېره کيو ته ولېږدول شو، خو له دومره ستر پرمختګ سره بياهم د ځينو له نيوکو بچ نه شو، ځکه د ايډز دناروغۍ په اړه يې پريکنده ګامونه پورته نه کړل، د نړۍ له يو شمېرمشرانو لکه معمر القذافي او فيډل کاسترو سره يې کلکې اړيکې هم د نيوکو يوه برخه وه .

 

تقاعد

 منډيلا په 1999ز کې تقاعد شو ، خو په ګرده نړۍ کې د بشر له حقونوسره د تړلو ډلو، ټولنو سره يې خپله ناسته ولاړه پرينښودله. د نړۍ يو شمېر سترو مشرانو، ولسمشرانو ورته د درناوي او احترام په دود مډالونه ډالۍ کړل .

 منډيلا په لويديځ کې يو شمېر جنجالي دريځونه راخپل کړل لکه د فلسطين موضوع ، د بوش ( زوی ) له بهرنۍ تګلار سره مخالفت او نور ... منډيلا ،چې په 2004 ز کې د 85 کلو شو او پريکړه يې وکړه ، چې نور پر کور کيني او عام ژوند پيل کړي ، ځکه روغتيا يې نوره د ګرځيدو راګرځېدو اجازه نه ورکوله دا یې غوره وبلله ، چې خپل پاتې عمر له خپلې کورنۍ سره تېر کړي . په 2005 ز کې د ملګرو ملتونو د ښو نېتونو استازی وټاکل شو .

 د روهي څه په مننه



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/62...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس