صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > هڅه وکړئ

هڅه وکړئ

Hask
سه شنبه 25 مارچ 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

ځنګل لمبو پر سر اخيستى
وو، اورونه ځيني بادېدل؛ يوه چوغکه په ډېر
تلوار د ځنګل پر خوا ور روانه وه .

ځيني وپوښتل سول: څه
کوې؟

چوغکه چي په بېړه کي وه،
جواب ئې ورکړ: دلته نژدې د اوبو چينه ده، پخپلو وزرو او مشوکه کي د اور وژني لپاره اوبه اخلم.

اور وژنم!

ورته وويل سول: دا دومره ډېر اور او ستا څو څاڅکي اوبه!
پرېږده يې، دا هيڅ ګټه نه لري!

چوغکي وويل:ښايي چي زما
د اوبو په شيندلو سره 
به اور مړ نه سي، مګر که خداى را څخه پوښتنه وکړي: کله چي ستا دوستان په اور کي سوځېدل، تا څه کول؟

جواب به ورکړم: هغه څه
چي مي په وس او قدرت کي وه!

پايله: کله چي ګټور کار
تر سره کوې، نېکمرغه يې، ګټور کار لوى او کوچنى نه غواړي.

 (لرد اويبوري)

 هغه څوک چي استعداد ئې لږ او هوډ ئې کلک وي، تر
هغه چا چي استعداد ئې ډېر او هوډ ئې لږ وي،برياليتوب ته ورنيژدې دئ.

(جميز رايلي) 


ژباړه: ق


آنلاين بنگريد : http://hask.blogfa.com/post/636

واژه های کلیدی
آنلاين بنگريد :
loading...
loading...

پیام، نظر، تفسیر یا نقد؟

تعديل از پيش

اين سخنگاه از پيش تعديل مي‌شود: نظر شما پيش از تأييد مديران سايت ظاهر نخواهد شد.

كى هستيد؟
وصل
پيام شما

براى درست كردن پاراگراف، كافيست كه خط خالى ايجاد كنيد.

جستجو در کابل پرس