
شعرونه: د عقرب له ۲۷ د قوس تر ۱۵
لنډکي شعرونه
افغانستان
مينې ته ومې ويل
چېرته اوسې
ترخه موسکا يې شوه خوره پر شونډو
ويې ويل
درځني تلمه
خو بس څه وکړمه
خاطر د زړه دې ګران دی
چې تا نه هېر ښکارېږي
۱۳۹۳.۹.۱۴
***
ته او شعر
مخکي په هر څه کې به ته ښکارېدې
ته مې ليدې
خو اوس په هر څه کې بس
زه خپل غږونه وینم
مئین خو وم
اخر شاعر دې هم کړم
۱۳۹۳.۹.۱۲
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید